د زابل مرکز کلات کې یو روغتیايي مرکز جوړ شو
د زابل په مرکز کلات ښار کې د ملګرو ملتونو د کډوالو نړۍوال سازمان/ UNHCR له خوا یو روغتیايي مرکز جوړ او پرانیستل شو.
د زابل په مرکز کلات ښار کې د ملګرو ملتونو د کډوالو نړۍوال سازمان/ UNHCR له خوا یو روغتیايي مرکز جوړ او پرانیستل شو.
د اروزګان اوسېدونکي وايي، په دغه ولایت کې دې د اوبو مهارولو او کرنې د ودې په موخه بندونه جوړ شي.
د کونړ د کلیو پراختیا او بیارغونې ریاست وايي، نن د دغه ولایت په ناړۍ ولسوالۍ کې د افغانستان د بشري مرستو صندوق (اېایچایف) په مالي ملاتړ د څښاک پاکو اوبو رسونې دوې شبکې فعالې شوې.
د ننګرهار ولايت په سپينغر ولسوالۍ کې د سويډن کمېټې له لوري د نږدې ۲۰ ميليون افغانيو په لګښت، د څښاک پاکو اوبو رسولو شبکې جوړولو او د سېلاب له امله د يوې تخريب شوې سيمې د بيارغولو چارې پيل شوې.
کابل ښاروالۍ د دې ترڅنګ چې وايي مرنجان غونډۍ به ډېر ژر په غوره تفریحي سیمه بدله شي، د دې غونډۍ پر سر د تفريحي پارک د جوړولو چارو د پيلولو خبر ورکوي.
د غزني مرکز اړوند د ملک عبدالله جان کوچي کلا په سیمه کې د سیمې د اوسېدونکو په ۱۰ میلیون افغانۍ شخصي لګښت د یوه چک ډیم جوړولو چارې پیل شوې.
د لوګر د پوهنې ریاست وايي، د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق/ UNICEF له لوري د دغه ولایت په مرکز پلعلم، محمداغې، څرخ او برهکي برک ولسوالیو کې د جګړې له امله ویجاړ شوي ۹ ښوونځي بېرته رغول کېږي.
د نورستان په وانټ وایګل ولسوالۍ کې د خوړو نړۍوال سازمان (ډبلیواېفپي) په لګښت، ۱۰ کیلومتره خام سړک جوړ شو چې د ولسوالۍ مرکز یې د اږوک درې له اپراشتال کلي سره ونښلوه.
په خوست کې د لومړي ځل لپاره يو معياري مسلخ يا د څارويو د حلالې ځای جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
د پکتيا برېښنا رياست وايي، په مرکز ګردېز او وزې ځدراڼ ولسوالۍ کې د ٧٠٠ ميليون افغانيو په لګښت د وارداتي برېښنا دوې پروژې بشپړې او ګټې اخيستنې ته وسپارل شوې.
یو شمېر افغان مېرمنو د کونړ په مرکز اسعداباد کې په څه باندې درې میلیون افغانیو شخصي لګښت جومات جوړ کړی چې نن د لمونځکوونکو پرمخ پرانيستل شو.
کندهار (پژواک، ۳۱ وږی ۱۴۰۱) د کندهار ښار په څلورو ناحیو کې د هغو څلورو نیمهکاره پروژو پاتې کارونه پيل شول چې مخکې د ځینو موسسو له خوا پر مخ وړل کېدل او په هېواد کې له سیاسي بدلون وروسته…
خوست ښار کې د نږدې ۱۴ ميليونه افغانيو په لګښت، د يوه سړک د جوړولو چارې پيل شوې.
د ننګرهار ولايت د سينديزې حوزې رياست له لوري د دغه ولايت په شېرزادو ولسوالۍ کې د اوبو دوو کانالونو جوړولو چارې پيل شوې.
د ټولګټو چارو وزارت وايي، د سالنګ لویې لارې د ۳۰ کیلومتره سړک د اساسي ترمیم او بیارغونې کار پیل شو او د يوه کال په موده کې به ګټې اخيستنې ته وسپارل شي.
د لوګر د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست وایي، د دغه ولایت د څرخ ولسوالۍ په «ابجوش» سیمه کې د اوبو یوه شبکه جوړه شوه او ۳۰۰ کورنۍ د څښاک له پاکو اوبو برخمنې شوې.
برېښنا شرکت د کابل ولایت په شکردره ولسوالۍ کې د ۱۶۰ کیلو ولټه په ظرفیت د یو ټرانسفرمر د پرانېستلو خبر ورکوي او وايي، د دغه ټرانسفرمر په نصبېدو سره ۱۳۸ نوې کورنۍ له برېښنا برخمنې شوې.
د پکتيکا په مرکز ښرنه کې د خلکو په ۵۰ ميليونه افغانيو شخصي لګښت يوه ديني مدرسه جوړېږي چې شاوخوا ۵۰۰ نجونو او هلکانو ته به په کې د ديني او عصري زدهکړو زمينه برابره شي.
د تخار د کلیو بیارغونې او پراختیا رییس وايي، په تېر یوه کال کې د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت له لوري د بودجې نشتوالي له امله په دغه ولایت کې د هېڅ پرمختیايي پروژې کار نه دی پیل شوی.
د غور سیمهییز مسوولین، په دغه ولایت کې د لسګونه کیلومترو سړکونو او اوبو کانالونو د ترمیم او پاکولو او د ۲۴۰۰ د اوبو وړو کانالونو له جوړېدو خبر ورکوي.
د ننګرهار د کرنې رياست له لوري د یواېنډیپي ادارې په پنځه ميليون افغانيو مالي لګښت د دغه ولایت په سرهرود ولسوالۍ کې د اوبو يوه سربند جوړولو چارې پيل شوې.
د غزني ښاروالۍ چارواکي وايي، په غزني ښار کې یې د هغو ۱۳ نیمهکاره رغنیزو پروژو پاتې کارونه بېرته پيل کړي چې په هېواد کې له سیاسي تحول وروسته درېدلي وو.
په خوست ښار کې د ٣٠ ميليون افغانيو په لګښت په اساسي ډول د ويالو جوړولو چارې پيل شوې.