Language

جلال‌اباد ښار کې د څه باندې ۷ ميليون افغانيو په لګښت يو سړک ورغول شو

جلال اباد (پژواک، ۱۳ تله ۱۴۰۱): د ننګرهار مرکز جلال اباد ښار کې د ښاروالۍ له خوا د ۷،۳ ميليون افغانيو په لګښت يو فرعي سړک ورغول شو.

دغه سړک چې د جلال اباد ښار د اوومې ناحيې اړوند بالاده سيمه کې رغول شوی، نن د تلې په ۱۳مه پرانيستل شو.

د جلال اباد ښاروالۍ د تخنیکي او سکتوري چارو رئيس انجنیر دوست محمد چهاردیوال وويل، یاد سړک یو کیلومتر اوږدوالی او ۵،۵ متره سور لري، یو کیلومتر ویاله او ۹ اساسې پولګوټي هم لري.

 د ‌نوموړي د معلوماتو له مخې، د دغه سړک پر جوړېدو ۷،۳ میلونه افغانۍ لګښت راغلی چې د درېيو میاشتو په موده کې یې چارې بشپړې شوې.

login or register a new account.