«حکومت دې د میدان ښار د مميخېلو سیمې روغتیايي مرکز ودانۍ ورغوي»
د میدان وردګو ولایت د مرکز اړوند د مميخېلو اوسېدونکي وايي چې حکومت دې د دوی د سیمې روغتیايي مرکز ودانۍ چې د تېرو جګړو له امله تخریب شوې، بېرته ورغوي.
د میدان وردګو ولایت د مرکز اړوند د مميخېلو اوسېدونکي وايي چې حکومت دې د دوی د سیمې روغتیايي مرکز ودانۍ چې د تېرو جګړو له امله تخریب شوې، بېرته ورغوي.
چين افغانستان د تمدنونو او تاريخونو کور بللى او ويلي یې دي چې هېواد یې د افغانستان د فرهنګي او تاریخي میراثونو بیارغولو ته چمتو دی. د ملي راډيو ټلوېزيون د راپور له مخې، په…
په لغمان کې د ۱۷۲زره ډالرو په ارزښت د ۱۲ پروژو د پلې کولو چارې پيل شوې او په پنجشېر کې د څه باندې ۳ میلیون افغانيو په لګښت یو ګودام ګټې اخيستنې ته…
د بامیان ولایت مرکز اړوند قرغنهتو سیمه کې پرون د ۱۲۰۰ جریبه ځمکې په پراخوالي د ډبرو سکرو ذخیره کولو یو مرکز پرانیستل شو.
د لوګر د کرنې او مالدارۍ ریاست مسوولین وایي چې د دغه ولایت له مرکزه ازرې ولسوالۍ ته غځېدلی سړک د «کار د غنمو په بدل کې» پروګرام له لارې ترمیمېږي.
د کابل – کندهار لویې لارې موټر چلوونکي او مسافر وايي، دغه لاره – چې هره ورځ زرګونه موټر پرې تګ راتګ کوي – ډېره خرابه شوې او دوی یې له ګڼو ستونزو سره مخ کړي دي.
د پکتيا ولايت د جانيخېلو اوسېدونکي وايي، په تېر حکومت کې په دې ولسوالۍ کې ځينې پروژې پيل شوې وې خو چارې يې نيمګړې پاتې دي چې بايد بشپړې شي.
د ننګرهار مرکز جلالاباد ښار په نهمه ناحيه کې د يوه خيريه بنسټ له لوري د شاوخوا يو نيم ميليون افغانيو په لګښت ۶۰۰ کورنيو ته د څښاک پاکو اوبو رسولو شبکه جوړه شوه.
د خوست د سپېرې ولسوالۍ د لرې پرتو سيمو اوسېدونکي له حکومته د پرمختيايي پروژو غوښتنه کوي او وايي، د تېرو شلو کلونو په جريان کې له هر ډول پرمختګه بېبرخې پاتې شوي دي.
د زابل مسوولین وايي، په مرکز کلات او شاجوی ولسوالۍ کې د پاکو اوبو رسولو دوه پروژې بشپړې شوې. د زابل د کلیو د بیارغونې او پراختیا رئیس مولوي حکمت الله رهبر پژواک خبري اژانس…
د کابل- کندهار لارې موټر چلوونکي او مسافر وايي، دغه لار په تېرو دوو لسیزو کې د جګړو، ماین چاودنو او باروړونکو موټرو د درانه وزن له امله، سخته خرابه شوې او په ډېر کړاو تګ راتګ ورباندې کوي.
د زابل د کلیو پراختیا او بیارغونې ریاست وايي، د دغه ولایت په سیوري ولسوالۍ کې خلکو ته ۹۱ تشنابونه جوړ شول.
چارواکي وايي، د زابل ولایت په مرکز او ولسوالیو کې د زدهکړو ۴۹۰ سیمهییز ټولګي جوړېږي چې زرګونو ماشومانو ته به په کې د زدهکړو زمینه برابره شي.
د دایکنډي د پوهنې ریاست مسوولین وایي، د دغه ولایت د سنګتخت و بندر ولسوالۍ د «سیاه چوب پایین» کلي اوسېدونکي په خپل شخصي لګښت د نجونو د یوه ښوونځي ودانۍ جوړوي.
د میدان وردګو ولایت د سيداباد ولسوالۍ اړوند د ګوربت سيمې خلکو په شخصي لګښت د یوه ښوونځي ودانۍ جوړولو چارې پيل کړې او شاوخوا ۶۰ سلنه کارونه يې بشپړ شوي دي.
د لوګر ولایت اوسېدونکي او د کابل - لوګر لویې لارې موټر چلوونکي وایي، د دغې لارې لسګونه ویجاړ شوي پولګوټي نه دي رغول شوي او له امله یې خلک له ډېرو ستونزو سره لاس او ګریوان دي.
د هلمند د کرنې او مالدارۍ ریاست وايي چې د دغه ولایت د مرکز لښکرګاه اړوند بستکلا او د ګرمسېر ولسوالۍ په ريګي سيمه کې د دوو چکډیمونو جوړېدو کار پيل شو.
د کندهار د ټولګټو چارو ریاست مسوولین وایي، د سپینبولدک ولسوالۍ له عمومي لارې تر ناوې کلي پورې د ۲۴ کیلو متره سړک د جغلاچونې چارې بشپړې شوې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
په کندهار کې د ارغنداب ولسوالۍ پر سیند د تابین سیمې پل چې شاوخوا یونیم کال مخکې په جګړه کې الوځول شوی و، بېرته ورغول شو.
د کونړ ولایت د ټولګټو چارو ریاست وايي چې نن د دغه ولایت په نورګل ولسوالۍ کې د ۸ اعشاريه ۵ میلیون ډالرو په ارزښت، د يوه استحکامي پله د جوړېدو کارونه پيل شول.
د هلمند ښاروالي مسؤولین وايي، د دغه ولایت په مرکز لښکرګاه کې د کابو څلور میلیونه افغانيو په ارزښت، د ۴۰ وړو پلونو د بيارغونې چارې پيل شوې دي.