منځپانګې ته تلل
یکشنبه 18 اکتوبر 2026 · کابل 7:15 غ.م
ننوتل
8° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑20° ↓7°
د هوا کیفیت: منځنی
بيارغونه

لغمان کې د ۱۲ پروژو د پلې کولو چارې پیل شوې

· 1 دقیقه لوستل · 205 کتنې

مهترلام، پاراخ (پژواک، ۲۷ چنګاښ ۱۴۰۱): په لغمان کې د ۱۷۲زره ډالرو په ارزښت د ۱۲ پروژو د پلې کولو چارې پيل شوې او په پنجشېر کې د څه باندې ۳ میلیون افغانيو په لګښت یو ګودام ګټې اخيستنې ته وسپارل شو.

د لغمان ولایت د کرنې او مالدارۍ رییس مولوي محمد‌ولي محسن پژواک خبري اژانس ته وویل چې د يادو ۱۲ پروژو چارې پرون په الیشنګ او الینګار ولسوالیو کې پيل شوې او لګښت يې د خوړو او کرنې نړۍوالې ادارې له خوا ورکول کېږي.

ده وویل چې په دغو پروژو کې د کرنيزو ځمکو د ساتنې په موخه د استنادي دېوالونو او سربندونو جوړول شامل دي.

نوموړي زياته کړه، په یادو پروژو کې ۱۵۴۰ کسانو ته – چې هر یوه ته د میاشتې ۱۰۰ ډالره ورکول کېږي – د کار زمينه برابره شوې او په شاوخوا يوه میاشت کې به بشپړې شي.

د یو بل خبر له مخې، د پنجشېر د اطلاعاتو او فرهنګ رییس مولوي نصرالله ملکزاده وايي چې نن په دغه ولایت کې د ۳ میلیون ۳۷۱زره او ۹۵۳ افغانيو په لګښت يو ګودام ګټې اخيستنې ته وسپارل شو.

ده پژواک ته وویل چې دغه ګودام د پنجشېر په مرکز پاراخ کې د برېښنا د عمومي ریاست په مالي ملاتړ د برېښنايي توکو د ساتنې په موخه جوړ شوی دی.