«لغمان کې لا هم ۷۸ زره جریب دولتي ځمکه د غاصبینو په ولکه کې ده»
په لغمان کې د غصب شوې دولتي ځمکې د تثبیت او تشخيص تخينکي پلاوی وايي، د دوی د موندنو له مخې په دغه ولایت کې لا هم ۷۸ زره جریب دولتي ځمکه د غاصبینو په ولکه کې ده.
په لغمان کې د غصب شوې دولتي ځمکې د تثبیت او تشخيص تخينکي پلاوی وايي، د دوی د موندنو له مخې په دغه ولایت کې لا هم ۷۸ زره جریب دولتي ځمکه د غاصبینو په ولکه کې ده.
د ننګرهار شېرزادو ولسوالۍ کې ۵۷۲۳ جريبه ځمکه له غصب څخه وژغول شول چې کلونه یې د مالکیت پر سر د ځايي خلکو له لوري لانجه روانه وه. چارواکي وايي، دغه ځمکه دولتي وه…
د ننګرهار امنيه قومانداني وايي، د دغه ولايت په دوربابا ولسوالۍ کې د بېلابېلو عملياتو پر مهال ۳۳۱ کيلوګرامه نشهيي توکي ترلاسه او په تړاو يې ١۴ کسان هم نيول شوي دي.
د اروزګان د امنیې قوماندانۍ مسوولین وايي، هغه کس یې نیولی چې درې ورځې مخکې یې له یوه لس کلن ماشوم سر پرې کړی او وژلی و. د امنیې قوماندانۍ د امنیت امر مولوي امین…
د کندوز امنیه قومانداني وايي، ناپېژاندو کسانو د دغه ولایت په علياباد ولسوالۍ کې یو سوداګر وژلی دی. د کندوز د امنیې قوماندانۍ ویاند جمعهالدین خاکسار نن پژواک خبري اژانس ته وویل چې دغه سوداګر…
د ننګرهار چارواکي وايي، له دغه ولایته د لېتیم په نوم د زر ټنه قیمتي ډبرو د قاچاق مخنیوی شوی او په دغه تړاو د دوو بهرنیانو په ګډون ۵ کسان نیول شوي دي. په…
په فراه او اروزګان کې لسګونه جریب ځمکه د کوکنارو له کښته پاکه شوې او دغهراز په اروزګان، پروان، تخار، فاریاب او بدخشان کې د بېلابېلو نشهيي توکو د قاچاق، پېر او پلور په تړاو یوولس کسان نیول شوي دي.
په سرپل کې د دولتي ځمکو بېرته راګرځولو کمېټې مسوولین وایي، د تېرې یوې میاشتې په ترڅ کې دغه ولایت کې شاوخوا ۱۰ زره جریب دولتي ځمکه له غاصبینو راګرځول شوې ده.
د ریاستالوزرا اقتصادي معاونیت وایي، په افغانستان کې د ټاپي پروژې عملي چارو پیلېدو ته بشپړ چمتووالی شته او که اړتیا ولیدل شي، د امنیتي چارو لپاره به یي ځانګړی ځواک جوړ شی.
د اروزګان په مرکز ترینکوټ کې یوه کورنۍ- چې له تېرو درېیو کلونو راهیسې یې دوه ماشومان تښتول شوي او سرونه ترې پرې شوي- له چارواکو د عدالت غوښتنه کوی.
د نیمروز ولایت سیمهییزې سرچینې د یوې نجلۍ د ځانوژنې او په دوو نورو جلا پېښو کې د درېیو کسانو د مړینې خبر ورکوي.
د لغمان د الینګار ولسوالۍ سیمهییز مسوولین وايي، په دې ولسوالۍ کې د یوه کس مړی موندل شوی چې تر اوسه یې د هویت په اړه معلومات نشته.
د جوزجان امنیتي مسوولین وايي، د دغه ولایت امنیتي ځواکونو یو کس له کلاشینکوف او یوه اندازه مهماتو سره نیولی دی.
د ننګرهار له محبس څخه د بېلابېلو جرمونو په تړاو نيول شوي ۶۶ کسان ازاد شول چې په کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.
د افغانستان برېښنا شرکت وایي، په کابل کې د سلګونو پوروړو پېرودونکو د برېښنا مزي یې پرې کړي دي.
د اروزګان ولایت په چارچینو ولسوالۍ کې یوه کس خپله مېرمن په ډزو وژلې ده.
د اروزګان ولایت په خاص اروزګان ولسوالۍ کې نن مازیګر څلور بجې د مخکيني حکومت یو نظامي د وسلهوالو له خوا وژل شوی دی.
د ننګرهار امنيه قومانداني وايي، روانه اونۍ په دغه ولايت کې پر ۳۰۰۰ جريب ځمکه کرل شوي کوکنار، بنګ او نور ورته کښتونه اړول شوي دي.
د کورنيو چارو وزارت د جنايي جرمونو پر وړاندې د پلټنو او مبارزې رياست، د دغه ریاست د یوې افسرې زرغونې د وژنې په تړاو اووه کسان نیولي دي.
د کابل امنیه قوماندانۍ د دیارلسمې امنیتی حوزې اړوند سیمه کې یې د یوې ښځې په ګډون د غلو اووه کسیزه ډله له څلور میله وسلو سره نیولې ده.
د ټاپي پروژې اجراییه رییس او نورو مسوولینو د افغانستان د امنیتي ارګانونو له استازو سره د دغې پروژې د امنیت نیولو په موخه ناسته وکړه او په دې تړاو جوړه شوې طرحه د یادو ادارو…
د غزني د خواجه عمري ولسوالۍ اوسېدونکی سپینږیری جانان ماما په تېرو جګړو کې د خپلو وژل شوو درېیو ځوانو زامنو غم د شپېلۍ په غږولو غلطوي.