کندهار ښار کې نهو کسانو ته په عام محضر کې سزا ورکړل شوه
د کندهار ښار په احمدشاهي لوبغالي کې د غلا او لواطت په جرم نیول شوو نهو کسانو ته تعزیري سزا ورکړل شوه.
د کندهار ښار په احمدشاهي لوبغالي کې د غلا او لواطت په جرم نیول شوو نهو کسانو ته تعزیري سزا ورکړل شوه.
پولیس وایي، د کابل ښار د ديارلسمې امنيتي حوزې اړوند سيمه کې يوه کس، د خپلې مېرمنې په ګډون دوې ښځې او دوه نور کسان وژلي دي.
افغانستان لپاره د امریکا سفارت شارژدافیرې او افغانستان لپاره د جرمني سفارت، د مخکنۍ ولسي جرګې غړې مرسل نبيزاده وژنه غندلې او په تړاو یې د عدالت تامينېدو غوښتنه کړې ده.
د خوست په مرکز کې په دوو جلا پېښو کې دوه کسان په مرموز ډول وژل شوي دي.
د پېښور د محکمې پخوانی مشر او پښتون سیاستوال لطیف افریدی نن د خیبر پښتونخوا ایالت په مرکز پېښور کې په ډزو وژل شوی دی.
د پروان امنیه قومانداني وایي، د دغه ولایت په مرکز چاریکار کې د دوو کورنیو ترمنځ شخړه کې د یوې کورنۍ دوه کسان وژل شوي او درې نور ټپیان دي.
د ارزوګان امنيتي مسوولین وايي چې په خاص اروزګان کې ولسوالۍ کې يوه پلار خپل شپږ کلن زوی وژلی دی.
د امربالمعرف او نهی عنالمنکر وزارت وایي، یوه پلار غوښتل د پور په بدل کې خپله ماشومه لور وپلوري، خو د پور پیسې یې ورکړل شوې او زیاتوي چې په راتلونکي کې به د دا…
د کابل امینه قوماندانۍ وايي، په مخکنۍ ولسي جرګه کې د کابل د خلکو استازې مرسل نبيزاده، له خپل ساتونکي سره نن سهار د کابل ښار په احمدشاه بابا مېنه کې په خپل کور کې وژل شوې ده.
د بغلان مرکز پلخمري اړوند په ډنډ غوري سیمه کې ناپېژاندو کسانو پرون مازیګر یو کس په ډزو وژلی دی.
د بلخ امنیتي مسوولین وایي چې په دغه ولایت کې یې د انسانتښتونې، جنسي تېري او وسلهوالو غلاوو په تور يوه اووه کسیزه ډله نیولې ده.
د کابل امنيتي مسوولين وايي، د کابل ښار د بهرنيو چارو وزارت پر سړک چاودنه کې پنځو تنو ژوند له لاسه ورکړی او یو شمېر نور ټپيان شوي دي.
د ننګرهار ولايت د سينديزې حوزې سرپرست رييس وايي، په دغه ولایت کې د کابل سيند دواړو غاړو ته زرګونه جريب ځمکه غصب شوې چې د راګرځولو لپاره یې پر يوه پلان کار کوي.
د افغانستان ستره محکمه وایي، په پکتیکا کې اړوندو محکمو د روان ۱۴۰۱ لمریز کال په درېیمه ربع کې څه باندې ۵۰۰ قضیې حل او نږدې ۴۰۰ وثیقې اجرا کړي دي.
د پاکستان د اپوزیسیون مشر او مخکنی لومړی وزیر عمران خان وایي، که د افغانستان سرپرست حکومت له ترهګرۍ سره مبارزه کې خپله همکاري ودروي، نو په پاکستان کې به د ترهګرۍ ضد روانه جګړه وغځېږي.
د فراه یو شمېر اوسېدونکي له حکومته غواړي چې امنیتي ځواکونو ته دې ځانګړی یونیفورم ووېشي څو خلک يې په اسانۍ سره وپېژني.
حکومتي مسوولين وايي، په ننګرهار او کندوز ولایتونو کې د وسلهوالو غلاوو په تور يوه اووه کسيزه او بله نهه کسيزه ډله نيول شوې ده.
د غزني چارواکي وايي، د دغه ولایت په اندړو ولسوالۍ کې یوه کس د خپل وراره له لوري د چړې په وسیله وژل شوی دی.
فاریاب کې ځایي سرچینې وايي، د دغه ولایت په ګرزیوان او قیصار ولسوالیو کې په دوو جلا پېښو کې دوه کسان وژل شوي دي.
د ننګرهار د کرنې او مالدارۍ رياست وايي، د دغه ولايت په شېرزادو ولسوالۍ کې په خپلسر د ځنګله وهلو په تور درې کسان نيول شوي دي.