منځپانګې ته تلل
یکشنبه ۸ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۰:۳۱ غ.و
۱۱° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۲۲° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د ټاپي پروژې امنیتي طرحه د افغانستان امنیتي ادارو ته وسپارل شوه

· ۲ دقیقې لوستل · ۳۰۷ کتنې

کابل (پژواک، ۲۷مرغومی ۱۴۰۱): د ټاپي پروژې اجراییه رییس او نورو مسوولینو د افغانستان د امنیتي ارګانونو له استازو سره د دغې پروژې د امنیت نیولو په موخه ناسته وکړه او په دې تړاو جوړه شوې طرحه د یادو ادارو مسوولینو ته وسپارل شوه.

ټاپي د ترکمنستان، افغانستان، پاکستان او هند ترمنځ د ګازو نل‌لیکې غځولو پروژه ده چې د ۲۰۱۵ کال په می میاشت کې یې د کار پیلېدا عملي اړخ تړون د اړوندو هېوادونو د ولسمشرانو ترمنځ د ترکمنستان په عشق‌اباد کې لاسلیک شو.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت نن په خپلې ټوېټرپاڼې لیکلي چې د ټاپي پروژې اجراییه رییس او نورو مسوولینو د کورنیو چارو وزارت، ملي دفاع وزارت او استخباراتو لوی ریاست له استازو سره د دغې پروژې د امنیت نیولو په موخه ګډه ناسته ترسره کړه.

سرچینې لیکلي، په دغه ناسته کې - چې د افغانستان لپاره د ازبکستان سفیر هوجا اویزیوف هم ګډون درلود- د یادې پروژې د امنیت نیولو په موخه هراړخیزې خبرې وشوې.

د خبرپاڼې له مخې، د ټاپي پروژې د امنیت خوندیتوب لپاره جوړه شوې طرحه د یادو ادارو مسوولینو ته وسپارل شوه او له هغوی یې وغوښتل چې خپل هراړخیر اقدامات تر لاس لاندې ونیسي.

سرچینې د کورنیو چارو وزارت د عامه ساتنې لوی ریاست رییس مولوي حماس له قوله لیکلي، راغلي پلاوی ته یې ډاډ ورکړ چې ټاپي د افغان ولس لپاره یوه حیاتي پروژه ده او اسلامي امارت به په ټول توان د یادې پروژې امنیتي چارې په پوره ریښتنولۍ سره ترسره کړي.

د یادونې ده، ټاپي ګازو پایپ‎لاین ۱۸۰۰ کیلومتره واټن لري چې له ترکمنستان څخه د افغانستان او پاکستان له لارې هند ته ګاز لېږدوي. د دې نل‎لیکې ۱۴۷ کیلومتره د ترکمنستان په خاوره کې او ۷۳۵ کیلومتره یې د افغانستان د هرات، فراه، هلمند او کندهار ولایتونو له لارې غځېږي او ترڅنګ یې ۸۰۰ کیلومترو په اوږدوالي له پاکستان څخه تېرېږي.

یاده نل‌لیکه د هرات- کندهار ترڅنګ، د پاکستان د کوېټې او ملتان له ښارونو تېرېږي او په پای کې به د هند فازیلیکا ته رسېږي.

د راپورونو له مخې، افغانستان به د دې پروژې له لارې هر کال شاوخوا ۵۰۰ میلیون ډالر د ترانزیټ او له بشپړېدو وروسته تر لسو کلونو ۵۰۰ میلیون مترمکعب ګاز او تر شلو کلونو پورې به یو میلیارد مترمکعب ګاز ترلاسه کوي او د دې پروژې ټول لګښت ۲۲ میلیارد او ۵۰۰ میلیون ډالر ښودل شوی دی.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول امنیت او جرمونه