ژبه

کندوز کې ناپېژاندو کسانو یو سوداګر وژلی

کندوز (پژواک، ٢ سلواغه ١۴٠١): د کندوز امنیه قومانداني وايي، ناپېژاندو کسانو د دغه ولایت په علي‌اباد ولسوالۍ کې یو سوداګر وژلی دی.

د کندوز د امنیې قوماندانۍ ویاند جمعه‌الدین خاکسار نن پژواک خبري اژانس ته وویل چې دغه سوداګر عنایت نومېده او تازه له بهره هېواد ته راستون شوی و.

د هغه په خبره، عنایت چې د جمعې په ورځ له کندوزه د بغلان اندراب ولسوالۍ ته روان و، د علي‌اباد ولسوالۍ په قزل‌سای کلي کې د نامعلومو کسانو له لوري وژل شوی دی.

نوموړی وايي، د پېښې د عاملانو د نیولو هڅې روانې دي.