ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د غزني سپین‌ږیری جانان ماما د خپلو درېیو وژل شوو زامنو غم د شپېلۍ په غږولو غلطوي

د غزني سپین‌ږیری جانان ماما د خپلو درېیو وژل شوو زامنو غم د شپېلۍ په غږولو غلطوي

غزني ښار (پژواک، ۲۷ مرغومی ۱۴۰۱): د غزني د خواجه عمري ولسوالۍ اوسېدونکی سپین‌ږیری جانان ماما په تېرو جګړو کې د خپلو وژل شوو درېیو ځوانو زامنو غم د شپېلۍ په غږولو غلطوي.

نوموړی دا مهال ۷۰ کلن دی او د غزني ښار شمال لوری، پنځلس کلیومتره لرې د خواجه عمري ولسوالۍ په قلعه‌نو سیمه کې، د خپلې کورنۍ له پاتې غړو سره له کړاوونو او دردونو ډک ژوند تېروي.

هغه – چې د شپېلۍ له هر سور سره څاڅکي څاڅکي اوښکې تویوي او د خپلو ګوتو په هنر د شپېلۍ له تنې دردناکې نغمې باسي- له پژواک خبري اژانس سره په مرکه کې وویل، له تېرو پنځو لسیزو راهیسې شپېلۍ غږوي چې دی په کې د وطن درد او د اولادونو ویر ژاړي خو نور خلک ترې خوند اخلي.

جانان ماما زیاته کړه، په خپله که هر څومره غمجن دی خو نورو ته یې خوښي ورکړې ده.

هغه چې له سترګو یې اوښکې بهېدې او د مخ په ګونځو کې یې تري‌تم کېدې، د خپل ژوند کیسه داسې پیل کړه: «ژوند مې سراسر له غمونو ډک دی، د ژوند په خوږو نه یم پوه شوی، په خپل اویا کلن ژوند کې مې هومره دردونه او کړاوونه لیدلي چې کمو خلکو به لیدلي وي.»

هغه وايي، په کوچنیوالي کې له مور او پلاره یتیم پاتې شوی، اته ترونه یې درلودل، هغوی داسې ظلمونه ورسره کړي چې د ویلو نه دي، بیا چې را لوی شو نو له خپلو وروڼو یې ښه ورځ نه درلودله.

د نوموړي په خبره، ژوند یې له همدغو لوړو ژورو سره روان و چې پنځه کاله مخکې یې د تېر جمهوري نظام پرمهال دوه ځوان زامن – چې دواړو د پولیسو په لیکو کې دندې لرلې- په یوه ورځ ووژل شول.

هغه زیاتوي، دواړو زامنو یې ودونه کړي وو چې له یوه څخه یوه کونډه او څلور اولادونه او له بل نه یوه کونډه او پنځه اولادونه ورپاتې شول.

هغه وايي، له دې پېښې وروسته یې بل ځوان زوی- چې لا یې واده نه و کړی- د ښکېلو غاړو ترمنځ په جګړه کې ووژل شو.

جانان ماما چې د دغو خبرو پرمهال یې زړه ډک شوی و، په غریو نیولي انداز وویل: «اولادونو مې بلا ډېر ارمانونه لرل، خو نیمه‌خوا پاتې شول، دوی ویل موږ وطن ته خدمت کوو خو دواړه یې د لوی اختر په لومړۍ ورځ راته ووژل او بل بیا په جګړه کې ژوند له لاسه ورکړ.»

د ده په خبره، یو زوی یې پر قاچاقي لارو بهر ته تللی او مسافر دی، خو وروستی زوی یې- چې تل ناروغ وي- په کور کې دی.

نوموړي زیاته کړه، پخوا یې باروړونکی موټر چلاوه، خو اوس بې‌کاره دی او له خپلو پاتې پنځو اولادونو او د شهیدو زامنو له یتیمانو سره له دردونو ډک ژوند تېروي.

هغه وايي، یوازې د اولادونو غم نه دی چې هغه یې دغه حال ته رسولی، بلکې د وطن بدو ورځو پر زړه سوری سوری کړی دی.

هغه وویل: «له څو لسیزو راهیسې د وطن درد او ویر، د ځوانانو مرګونه، لسګونه زره کونډې او یتیمان او نورې ناخوالې هغه څه دي چې زړه یې راته ټوک ټوک کړی او لا هم کړېږم.»

د هغه په خبره، له پرله‌پسې اوږدو جګړو سره انسانیت او ترحم له وطنه کډه کړې او احساس سر خوړلی دی؛ هیڅوک هم د دردېدلو بوډاګانو، ځپل‌شوو ځوانانو، بورو مېندو او یتیمو ماشومانو دردونه او اهونه نه درک کوي.

نوموړي زیاته کړه: «نه د دنیا غم راسره دی، نه مسکین یم او نه بل مقصد لرم؛ خو خپل قسمت، د وطن بدې ورځې، د خپلو زامنو او د هېواد د ښکلو ځوانانو مرګونه مې ډېر دردوي.»

جانان ماما وايي، همدا دردونه او کړاوونه د شپېلۍ په غږولو غلطوي، هر ماښام د خپل کلي لوړې غونډۍ ته خېژي او د شپې تر ناوخته د اوښکو په بدرګه شپېلۍ غږوي.

د ده په خبره، کله کله یې ځوانان هم اړ باسي چې شپېلۍ وغږوي، هغوی د شپې له پلوه خپلې حجرې ته رابولي او تر ناوخته شپېلۍ غږوي چې دی پرې خپل درد کموي او هغوی یې له نغمو کیف او خوند اخلي.

د جانان ماما لویه هیله دا ده چې په هېواد کې ارامي وي، نور ځوانان و نه وژل شي او مېندې بورې نه شي.

هغه له اوسنیو حاکمانو غوښتنه کوي چې لاسته ورغلی فرصت د هېواد دایمي سولې او ثبات لپاره وکاروي.

د نوموړي کلیوال محمد امین خلج پژواک خبري اژانس ته وویل، جانان ماما په رښتیا هم دردونو او غمونو سخت کړولی دی، کله چې شپېلۍ غږوي نو ورسره ژاړي.

ده زیاته کړه، هغه وخت نا وخت په خپله حجره کې د کلي ځوانانو ته د شپېلۍ غږولو مجلسونه هم جوړوي چې دی په کې د وطن درد او ویر رانغاړي خو اورېدونکو ته خوښي ورکوي.

د هغه په خبره، جانان ماما د شپېلۍ په غږولو کې ځانګړی مهارت لري او زرګونه نغمې غږولای شي.

دا یوازې جانان ماما نه دی چې حالاتو کړولی او دردولی دی، بلکې په هېواد کې زرګونه داسې کسان او کورنۍ شته چې تېرو څو لسیزو جګړو د غم پر ټغر کېنولي دي.

Visits: 3463

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.