ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

میدان‌وردګو کې خلک په جګړو کې د خپلو وران شوو کورونو بېرته رغولو لپاره مرسته غواړي

میدان‌وردګو کې خلک په جګړو کې د خپلو وران شوو کورونو بېرته رغولو لپاره مرسته غواړي

author avatar
25 Jan 2023 - 11:47
میدان‌وردګو کې خلک په جګړو کې د خپلو وران شوو کورونو بېرته رغولو لپاره مرسته غواړي
author avatar
25 Jan 2023 - 11:47

میدان‌ښار (پژواک، ۵ سلواغه ۱۴۰۱): د میدان‌وردګو د مرکز یو شمېر اوسېدونکي وايي چې د تېرو جګړو پر مهال يې کورونه ویجاړ شوي خو د بېرته رغولو لپاره يې تر اوسه چا مرسته نه ده ورسره کړې.

دغه کسان له حکومته غواړي چې وران شوي کورونه یې بېرته ورته ورغوي.

بلخوا مسوولین وايي، د ولایت په کچه په تېرو جګړو کې شاوخوا ۲۵۰۰ کورونه په بشپړ ډول ویجاړ شوي او ۶۰۰۰ نور تخریب شوي چې هڅې روانې دي بېرته یې ورته ورغوي.

هغوی زیاتوي چې تر اوسه يې ۳۰۰۰ کورونه ترمیم کړي او د بشپړ ویجاړ شوو ۸۰۰ کورونو بېرته رغولو کارونه پيل شوي دي.

د ميدان‌ښار د پولاخانې سیمې اوسېدونکی نورمحمد وايي، په تېرو جګړو کې يې کور وران شوی او د بېرته رغولو توان يې نه لري.

هغه وویل: «په تېرو جګړو کې زما د کور په ګډون د پولاخانې کلي ډېر کورونه ویجاړ شوي خو تر اوسه هیچا مرسته نه ده راسره کړې.»

هغه زیاته کړه، اقتصادي وضعیت يې ډېر خراب دی او ان د دې توان هم نه لري چې په دې سړا هوا کې خپلو بچیانو ته کوټې تودې کړي.

نوموړي له حکومته او نورو مرستندویه بنسټونو وغوښتل چې د دوی لاسنیوی وکړي او د کورونو په بېرته رغولو کې ورسره مرسته وکړي.

د همدې سیمې یو بل اوسېدونکی الله نظر هم وايي، کور يې په تېره جګړه کې ویجاړ شوی او د خراب اقتصادي وضعیت له امله يې بېرته نه شي رغولای.

ده وویل: «اقتصادي وضعیت مې دومره خراب دی چې بچیان مې په یخو خونو کې ژوند کوي، د لرګیو اخیستو لپاره پيسې نه لرم.»

دی له حکومته غواړي چې د کور رغولو په برخه کې دې ورسره مرسته وکړي.

خو د دغه ولایت پېښو ته د رسېدو ریاست وايي، په ټول ولایت کې د تېرې جګړې په بهیر کې خلکو ته د اوښتو زیانونو سروې شوې او هڅه کوي چې ټولو ته رسېدنه وشي.

د دغه ولایت پېښو ته د رسېدو رییس مولوي فیض‌الله جلالي پرون (د سلواغلې ۴مه) پژواک ته وویل، د دوی د معلوماتو له مخې، په تېره جګړه کې په ټول ولایت کې ۲۵۰۰ کورونه په بشپړ ډول ویجاړ شوي او ۶۰۰۰ نور تخریب شوي دي.

هغه زیاته کړه، تر اوسه ۳۰۰۰ تخریب شوي کورونه ترمیم شوي او د ویجاړ شوو ۸۰۰ کورونو د بېرته رغولو کارونه روان دي.

هغه وویل، حکومت هڅه کوي چې ټولو زیانمن شوو کسانو ته مرستې ورسوي او د خلکو ستونزو ته رسېدنه وکړي.

جلالي زیاته کړه: «هغه کورونه له سروې پاتې دي چې وران شوي خو اوس څوک نه په کې اوسېږي او یا یې د کور د رغولو مصارف له ټاکلي حده زیات یا کم وو.»

هغه وویل، په راتلونکي کال کې پلان لري له سروې پاتې کورونه ثبت کړي او د په رغولو کې ورسره مرسته وکړي.

د یادونې ده، په تېره شل کلنه جګړه کې د هېواد په بېلابېلو سیمو کې خلکو ته درانه ځاني او مالي زیانونه اوښتي دي.

مسوولین وايي، حکومت په ټولو ولایتونو کې د هغو کورونو د بېرته رغولو کارونه پيل کړي چې په تېرو جګړو کې ویجاړ او یا تخریب شوي خو د دې لړۍ بشپړېدل به کلونه وخت ونیسي.

Visits: 78

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.