د استخباراتو لوی ریاست وايي د شیخ سردار ولي په وژنه کې «خوارجو» لاس درلود
د استخباراتو لوی ریاست وايي چې مشهور دیني عالم شیخ سردارولي ثاقب د یوه کس له خوا په خپل کور کې په چړو وهل شوی او په وينا يې چې په دې قضیه کې «خوارجو»…
د استخباراتو لوی ریاست وايي چې مشهور دیني عالم شیخ سردارولي ثاقب د یوه کس له خوا په خپل کور کې په چړو وهل شوی او په وينا يې چې په دې قضیه کې «خوارجو»…
د هېواد د استخباراتو لوی ریاست وايي، کابل کې يې د کشفي عملیاتو په پایله کې یوه اندازه وسلې او مهمات کشف او ترلاسه کړي دي. د استخباراتو لوی رياست پر خپل ټويټر ليکلي چې…
د استخباراتو لوی رياست وايي، امنيتي ځواکونو د ننګرهار په کوز کونړ ولسوالۍ کې يو ماشوم له سړي تښتوونکو څخه ژغورلی دی. سرچینې پرون پر خپل ټويټرپاڼه لیکلي چې د ننګرهار د استخباراتو ریاست منسوبینو…
د کابل امنیه قومانداني وايي، د کابل په پغمان ولسوالۍ کې د نامعلومو وسلهوالو له لوري د ښځو او ماشومانو په ګډون د یوې کورنۍ ۷ غړي وژل شوي او دوه نور ټپیان دي.
په لوګر کې د يوې کورنۍ څلور غړي او په غزني کې دوه ځوانان د ناپېژاندو وسلهوالو له خوا په ډزو وژل شوي دي.
د کورنیو چارو وزارت وایي، یو دیني عالم سردارولي ثاقب د کابل ښار د پنځمې امنیتي حوزې اړوند په کوټېسنګي سیمه کې د نامعلومو کسانو له خوا وژل شوی دی.
په افغانستان کې د بریتانوي ځانګړو ځواکونو له خوا د جنګي جرمونو د تورونو په اړه د راپورونو تر خپرېدو وروسته، د بښنې نړۍوال سازمان د دغو تورونو د فوري څېړنې غوښتنه کړې ده.
د پنجشېر امنیه قومانداني د دغه ولایت د خنج ولسوالۍ په شابه غرونو کې د دوو وسلهوالو د وژل کېدو خبر ورکوي.
د "بي بي سي" موندنې ښيي چې د بريتانيا هوايي ځواکونو په افغانستان کې په پرلهپسې ډول د مشکوکو حالاتو پرمهال بنديان او بېوسلې کسان وژلي دي.
د دفاع وزارت سرپرست ته په منسوب غږیز پیغام کې د بغلان د خوست ولسوالۍ په یوه سیمه کې د ځینو کسانو له خوا د بیرغ راښکته کېدو خبره شوې او امنیتي ځواکونو ته امر شوی چې اطاعت او مسوولیتونو ته یې پام ډېر کړي.
د هلمند ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست وایي، د دغه ولایت په مرکز لښکرګاه کې يوه کس پر لمونځ کوونکو ډزې کړې، چې له امله یې يو کس وژل شوی او درې نور ټپيان دي.
د پنجشېر د امنیه قوماندانۍ د امنیت پخواني امر عبدالحمید خراساني تېره ورځ د اسلامي امارت مشرانو ته شکایت کړی و چې امنیتي ځواکونو یې درې کسان نیولي، خو ولایتي چارواکي وایي چې ستونزه د ناسم پوهاوي له امله رامنځته شوې وه او هماغه ساعت حل شوه.
ځایي سرچینې وايي، د بغلان ولایت د خوست ولسوالۍ په ګوزه ریګ سیمه کې د یو تن مړی موندل شوی دی.
د بغلان د اطلاعاتو او کلتور رييس وايي چې د مخکني حکومت پر مهال او د اوسني حکومت په لومړيو کې د دغه ولايت په يو شمېر تاريخي او لرغونو سيمو کې غيرقانوني کیندنې شوې دي.
د افغانستان د ملي دفاع سرپرست وزیر مولوي محمد یعقوب مجاهد د قطر له امیر او نورو ملکي او نظامي چارواکو سره د دواړو هېوادونو ترمنځ پر دفاعي او امنیتي همکاریو خبرې کړې دي. د…
د بشري حقونو د څار نړۍوال سازمان ویلي چې د افغانستان په ختیځ کې له څو میاشتو راهیسې تر سل ډېر مشکوک وسله وال په صحرایي ډول اعدام او ورک شوي، خو د سرپرست حکومت…
د اروزګان په دهراوود ولسوالۍ کې د مخکني نظام د سیمهییزو پولیسو یو قوماندان د وسلهوالو په برید کې وژل شوی دی.
د افغانستان سرپرست حکومت وایي، په کابل ښار کې د عملیاتو پر مهال دوه وسلهوال وژل شوي او څلور نور نیول شوي دي.
د اروزګان په دهراوود ولسوالۍ کې د هاوان سرګلولې د چاودنې له امله ۳ ماشومان ټپیان شوي دي.
چارواکي وايي، له کابل وروسته په کندهار کې هم پر پولیسو د نوي یونیفورم وېش پیل شو او له دې وروسته به د امنیت ساتنې چارې یوازې په همدغه یونیفورم کې ترسره کوي.
د هلمند د امنیې قوماندانۍ له درنو جرمونو سره د مبارزې مدیریت مسوولین خبر ورکوي چې د دغه ولایت په ګرمسېر ولسوالۍ کې ۱۵ کسان، پاکستان ته د اوسپنې د قاچاق په تور نیول شوي دي.
هندي رسنۍ وايي، ناپېژانده وسلهوالو تېره ورځ د هند په مهاراشترا ایالت کې په «صوفي بابا» مشهور د مسلمانانو یو روحاني مشر خواجه سعید ظریف چشتي وژلی دی.
د بلخ امنیه قومانداني وايي، "د افغان ولس دښمن" تېره ورځ د افغانستان له خاورې درې توغندي د ازبکستان لوري ته توغولي، خو چا ته یې زیان نه دی رسولی.