ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

فراه کې د پولیسو یو پخوانی افسر ووژل شو او بل ټپی شوی

فراه کې د پولیسو یو پخوانی افسر ووژل شو او بل ټپی شوی

author avatar
15 Jul 2022 - 22:00
فراه کې د پولیسو یو پخوانی افسر ووژل شو او بل ټپی شوی
author avatar
15 Jul 2022 - 22:00

فراه ښار (پژواک، ۲۴ چنګاښ ۱۴۰۱) : نامعلومو وسله والو کسانو د فراه ولایت د بالابلوک ولسوالۍ د پخواني حکومت د ولسوال ملا سید محمد یو زوی وژلی او بل یې ټپي کړی دی.

ځایي سرچینې وایي، دا پېښه نن غرمه مهال ددې ولایت د هوایي ډګر لمر خاته لوري ته رامنځته شوې ده.

د ویشتل سویو کسانو د کاکا زوی عزت الله پژواک اژانس ته وویل، پېښه هغه مهال رامنځته شوې چې یاد کسان له کور څخه د بازار په لوري روان وو.

د هغه په وینا، د نامعلومو وسله والو په ډزو کې د پخواني ولسوال یو زوی وژل شوی او بل یې ټپي دی.

عزت الله وایي د ولسوال یاد زامن عبدالسلام او عبدالحنان نومیږي او د پخواني حکومت د پولیسو افسران وو.

فراه د اطلاعات او کلتور رییس مولوي عبدالحي سباوون هم پیښه تاییدوي خو نوموړی وایې چې د دغې پیښي په تړاو یو مشکوک کس نیول شوی.

Visits: 63

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.