د میدان وردګ چارواکي: هغه قاتل مو ونيو چې تېره شپه يې يو کس په ډزو وژلی و
د میدان وردګو امنیه قومانداني وايي، د دغه ولایت په جلرېز ولسوالۍ کې يې هغه کس نیولی چې تېره شپه يې يو بل کس په ډزو وژلی و.
د میدان وردګو امنیه قومانداني وايي، د دغه ولایت په جلرېز ولسوالۍ کې يې هغه کس نیولی چې تېره شپه يې يو بل کس په ډزو وژلی و.
د کابل امنيه قومندانۍ د کابل ښار د هوايي ډګر په سړک کې د استقلال هوټل مخې ته د چاودنې خبر ورکوي او وايي چې په دې پېښه کې يو تن ټپي شوی دی.
د میدان وردګو ولایت امنیه قومانداني وايي چې د نشهيي توکو درې قاچاقبر يې له ۲۱ کیلوګرامه مورفینو سره يو ځای نيولي دي.
د پکتيا امنيه قومانداني وايي چې په دغه ولايت کې په دوو جلا عملياتو کې ۷ کسان د غلا په تور نيول شوي دي.
ملي دفاع وزارت وایي، د دغه وزارت سرپرست د پنجشېر په سفر کې له قومي مشرانو، مسوولینو او نورو اقشارو سره خبرې کړې، ویلي یې دي: «هیڅ اخلالګر ته» اجازه نه ورکول کېږي چې امنیت خراب کړي.
د اروزګان ولایت په دهراوود ولسوالۍ کې د نشه یي توکو یوه روږدي خپله مېرمن وژلې ده.
د هند د کرکټ یو پخوانی لوبغاړی، کومیدین او سیاستوال نوجوت سینګ سیدهو د قتل په یوه قضیه کې په یو کال بند محکوم شوی دی. پر ۵۸ کلن سیدهو چې د هندوستان د پنجاب ولایت…
ځایي چارواکي وایي، چې په کندز ولایت کې یو صراف له خپل زوی او منشي سره وژل شوي دي. د کندوز ولایت د صرافانو د اتحادیې رییس حاجي عبدالحي د غویي په ۲۹مه، پژواک…
د بلخ په مرکز مزار شریف کې د ماین چاودنې ۳ امنیتي کسان ټپیان کړي دي.
د روسیې او ترکیې له کلک مخالفت سره سره، فنلنډ او سویډن د ناټو سازمان غړیتوب لپاره خپل غوښتنلیکونه سپارلي دي.
د افغانستان د بیا رغونې په چارو کې د امریکا ځانګړی مفتش (سیګار) وايي، د افغانستان د مخکني حکومت د پوځ د ړنګېدو تر ټولو لوی لاملونه د دوحې تړون او د امریکایي ځواکونو ویستل وو.
په ميدان وردګو ولایت کې درې کسان د یوه موټر د غلا او په پروان ولایت کې بیا دوه کسان د نشهيي توکو د قاچاق په تور نيول شوي دي.
د امریکا د دفاع وزارت ګانګرس ته په یوه تازه راپور کې ویلي چې د ۲۰۲۱ د اګسټ له ۲۹مې د تخلیې پروګرام له بشپړېدو وروسته یې په افغانستان کې هيڅ هوايي برید نه دی…
حکومتي مسوولینو په بلخ او هرات ولایتونو کې د وسلو او مهماتو د یوې لویې زېرمې د کشف او ترلاسه کولو خبر ورکړی دی. د بلخ مرکز مزارشریف ښار کې د دغه ولایت امنیتي مسوولینو…
د فراه امنیه قومانداني وايي چې د دغه ولايت په بالابلوک ولسوالۍ کې د راکټ مرمۍ د سرګلولې چاودنې له امله يو ماشوم وژل شوی او دوه نور ټپيان شوي دي.
د کابل امنیه قومانداني وایي، د کابل ښار د یوولسمې امنیتي حوزې اړوند د خېرخانې په کوتل سیمه کې د سړک غاړې ماین چاودنې دوه ملکي وګړي ټپیان کړي دي.
د کونړ والي وايي چې تېره ورځ د دغه ولایت د استخباراتو ریاست لهخوا یوه نجلۍ چې شاوخوا اتلس میاشتې مخکې له خپلې کورنۍ څخه نادرکه شوې وه، د سړي تښتوونکو له بنده راخوشې شوه.
د کورنیو چارو سرپرست وزیر سراج الدین حقاني وایي چې افغانستان به هيځکله امریکا ته ترهګریز ګواښ نه وي او د دوحې له تړون وروسته دوی امریکا خپل دښمن نه ګڼي. خلیفه سراج الدین حقاني…
د بغلان حکومتي مسوولين وايي چې په دغه ولايت کې درې کسان په هدفي وژنو کې د لاس لرلو په تور نيول شوي دي.
په غزني ښار کې یوه کس خپل خسر په ډزو وژلی او خواښې یې ټپي کړې ده.