ځینو افغان سیاستوالو د کابل نننۍ چاودنې په سختو ټکو وغندلې
ځينې افغان سیاستوال، د کابل نننۍ چاودنې غندي، جنایت یې بولي او دا ډول بریدونه د افغانستان د سولې او ثبات د دښمنانو کار بولي. نن د کابل ښار د اتلسمې امنيتي حوزې اړوند د…
ځينې افغان سیاستوال، د کابل نننۍ چاودنې غندي، جنایت یې بولي او دا ډول بریدونه د افغانستان د سولې او ثبات د دښمنانو کار بولي. نن د کابل ښار د اتلسمې امنيتي حوزې اړوند د…
[contact-form][contact-field label="Name" type="name" required="true" /][contact-field label="Email" type="email" required="true" /][contact-field label="Website" type="url" /][contact-field label="Message" type="textarea" /][/contact-form] کابل (پژواک، ۳۰ وری ۱۴۰۱): داعش ډله ادعا کوي چې د افغانستان له خاورې یې د ازبکستان امنیتي ځواکونو پر یوه مرکز برید کړی؛ خو…
په دایکنډي کې امنیتي سرچینې وایي، د یاد ولایت په کیتي ولسوالۍ کې یوې مېرمنې ځانوژنه کړې ده.
د غور سیمه ییز مسوولین، د دغه ولایت په شهرک ولسوالۍ کې د یوه سړي د جسد موندلو خبر ورکوي.
کونړ ته د ملي دفاع وزارت تللی پلاوی وايي، په دغه ولایت کې يې د څلورو مياشتو په اوږدو کې له خلکو ۱۳۲ عرادې نظامي موټرونه او ۳۳۸ میله کلاشینکوفونه راټول کړي دي.
د کابل امنیه قومانداني وایي، د کابل په لوېدیځ کې د درېیو چادونو له امله شپږ کسان وژل شوي او ۱۱ نور ټپیان دي.
کندهار کې لاریون کوونکو پر خوست او کونړ د پاکستان هوایي بريدونه پر افغان خاوره د پاکستان ښکاره یرغل وباله او ټینګار يې وکړ چې دې بريدونو ته بايد ځواب ورکړل شي.
د ميدان وردګو ولايت په جلرېز ولسوالۍ کې يو ورور خپله خور په چړې وژلې ده.
د پکتيا امنيتي چارواکي وايي، په تېرو دوو مياشتو کې يې په دغه ولايت کې ۴۵ تنه د بېلابېلو جنايي جرمونو په تور نيولي او يو شمېر وسلې او نشه يې توکي هم ترلاسه کړي دي.
د کندوز ولایت په قلعه زال ولسوالۍ کې د يوه وسله وال په ډزو کې عامو خلکو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د اروزګان په مرکز ترینکوټ کې د یوې سرګلولې چادنې له امله یو ماشوم وژل شوی او یو بل ټپي دی
د پولیسو د یو افسر قسیم قایم ورور ادعا کړې چې قایم په خړ رنګه حکومتي موټرو کې له بیول کېدو وروسته وژل شوی، خو د کورنيو چارو وزارت وايي، دا قضیه تر جدي پلټنې لاندې ده او پایلې به یې رسنیزې شي.
په نورستان ولایت کې یوه ځوان خپل پلار وژلی چې وروسته د امنیتي ځواکونو له خوا نیول شوی دی.
د لغمان امنیتي مسوولین وايي، د دغه ولایت مرکز اړوند په بابا کمپ سیمه کې يې يو کس چې د دوو ماشومانو د تښتولو هڅه يې کوله نيولی دی.
د دفاع وزارت د لوی درستيز مرستيال د يوه پلاوي په ملتيا د خوست په سپېره ولسوالۍ کې د وړمې شپې بمبار شوې سيمې ته د سفر پر مهال ويلي چې د حکومت مسوولين له خپلې خاورې په مېړانه دفاع کوي او هیچا ته به اجازه ورنه کړي چې پر خاوره يې تېری وکړي.
پر افغانستان د پاکستان له هوايي بریدونو وروسته، د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند عاصم افتخار د افغانستان له سرپرست حکومته غوښتي چې د ډیورنډ فرضي کرښې په اوږدو کې دې امنیت ټینګ کړي.
د افغانستان دفاع وزارت، د هېواد پر ځینو سیمو د پاکستان هوایي بریدونو په غبرګون کې وایي، افغانان د هیڅ «یرغلګر» پر وړاندې بې ځوابه نه دي پاتې او له خپلې خاورې، خلکو او وطنه دفاع کوي.
د ننګرهار غني خېلو ولسوالۍ اړوند په مارکو بازار سيمه کې سلګونو کسانو پر خوست او کونړ ولايتونو د پاکستان د هوايي بريدونو په غبرګون کې لاريون وکړ.
افغانان، پر افغانستان د پاکستان بریدونو ته سخت غبرګونونه ښيي؛ پر افغانستان د برید شپه د پاکستان د ذلت د پیل لومړۍ شپه بولي او وایي افغانان باید خپلو دښمنانو ته په واحد دریځ سره درنه څپېړه ورکړي.
امنيتي ځواکونو په کابل ښار کې هغه مېرمن نيولې چې د خپلې بنې لور یې وژلې وه.
د ننګرهار مومندرې ولسوالۍ اړوند تورخم ښارګوټي کې پاکستان ته د ۶۰۰ زره ډالرو د قاچاق مخه ونيول شوه او په تړاو يې يو تن هم نيول شوی دی.
د پاکستان د ولسي جرګې غړي محسن داوړ او د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین، پر افغانستان د پاکستان بریدونه غندلي؛ داوړ وایي، د برید امر ورکوونکي دې وڅارل شي او پښتین دا برید جنګي جرم بللی دی.
په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د استازولۍ دفتر وایي، پر خوست او کونړ ولایتونو د پاکستان هوایي بریدونو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۴۰ ملکي وګړي وژل شوي دي.
پخواني ولسمشر پر افغانستان د پاکستان هوایي بریدونه غندلي او دا یې د نړیوالو اصولو خلاف عمل بللی دی.