کندهار (پژواک، ۳۰ وری ۱۴۰۱): د کندهار په ژیړۍ ولسوالۍ کې د یوه کس جسد موندل شوی چې لاسونه یې شاته تړل شوي او زندۍ شوی دی.
د سیمې اوسېدونکي وایي، د وژل شوي کس جسد تېره شپه د دې ولسوالۍ د سنځري سیمې اړوند د عبدالهادي له پمپ سره موندل شوی دی.
محمد عوض چې دغه جسد یې له نژدې لیدلی پژواک خبري اژانس ته وویل، وژل شوی کس د منځني عمر لرونکی دی چې لاسونه یې شاته تړل شوي او په خفه ډول وژل شوی دی.
هغه زیاته کړه، داسې ښکاري چې جسد له بل ځایه دلته راوړل شوی وي؛ ځکه د دې سیمي اوسېدونکی نه دی او څوک يې نه پېژني.
د ده په خبره، جسد د امنیتي کسانو له خوا میرویس روغتون ته لېږدول شوی دی.
د کندهار د میرویس روغتون یوه ډاکټر پژواک خبري اژانس ته وویل چې جسد د ژیړۍ ولسوالۍ له سنځري سیمې ور وړل شوی؛ خو تر اوسه یې خپلوان نه دي موندل شوي.
هڅه مو وکړه چې په دې اړه د کندهار د امنیتي چارواکو معلومات هم واخلو خو و نه توانېدو.
د کندهار د امنیې قوماندان ویاند محمد اصف حکیمي یوازې دومره پژواک ته وویل چې د پېښې معلومات کوي.
له دې وړاندې هم د کندهار په بېلابېلو سیمو کې د ښځو او نارینوو په ګډون د یو شمېر کسانو جسدونه موندل شوي چې په مرموز ډول وژل شوي وو.
وروستۍ پېښه ۱۳ ورځې وړاندې د وري په ۱۷مه د کندهار په اوومه ناحیه کې د یوه ۱۴ کلن هلک د وژنې وه، چې وروسته یې امنیتي کسانو په تړاو څلور تنه نیولي وو.
دغو پېښو خلک اندېښمن کړي او له امنیتي ادارو یې د مخنیوي غوښتنه کوي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










