منځپانګې ته تلل
چهارشنبه ۱۱ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۲:۰۹ غ.و
۱۵° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۷° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی
برخه

امنیت او جرمونه

۳۲،۰۲۸ راپورونه

راپورونه

غړي

فاریاب کې د یوه ځوان د قتل په تور دوه وروڼه نیول شوي

فاریاب کې امنیتي سرچینې وايي چې د دغه ولایت د المار ولسوالۍ د یوه اوسېدونکي او موټرپلورونکي جسد په قرمقول ولسوالۍ کې په یوه څاه کې موندل شوی او د قتل په تور یې دوه کسان چې وروڼه دي، نیول شوي.

غړي

یو افغان بندي له امریکایي اتباعو سره په تبادله کې له بنده ازاد شو

د افغانستان بهرنیو چارو وزارت وايي، د ا.ا او امریکا ترمنځ د اوږدو او ګټورو مذاکراتو په پایله کې په امریکا کې یو افغان بندي خان‌محمد له امریکایي اتباعو سره په تبادله کې له بنده ازاد او هېواد ته راولېږدول شو.

ټرمپ: افغانستان کې پاتې پوځي تجهیزات بېرته تر لاسه کوو

د امریکا منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، که ټاکل شوې وي چې امریکا له افغانستان سره مرستې وکړي، نو افغانستان یې دې پوځي تجهیزات بېرته ورکړي، خو د شنونکو په اند، دغه تجهیزات د افغانانو حق دی او که امریکا یې غواړي نو بیا دې افغانستان ته د ورانیو تاوان هم ورکړي.

غړي

حقاني: ایران دې د افغان بندیانو د لېږد بهیر ژر پیل کړي

د افغانستان د سترې محکمې قضایي پلاوي ویلي چې له ایرانه افغانستان ته د افغان زندانیانو د لېږد بهیر ته بشپړ چمتووالی لري او له هغه هېواده یې غوښتي چې د زندانیانو د هویت له تثبیت وروسته دغه بهیر ژر تر ژره پیل کړي.

غړي

کراچۍ کې نیول شوي ۲۹ افغان کډوال خوشي شول

د پاکستان په کراچۍ ښار کې د افغانستان قونسلګري وايي، تېره ورځ د پاکستان پولیسو کراچۍ کې ۲۹ هغه افغان کډوال نیولي وو چې د کډوالۍ کارتونه یې هم لرل، خو وروسته یې خوشي کړي دي.

غړي

یوه میاشت کې په یوولس ولایتونو کې څه باندې ۶۵ زره جریبه غصب شوې ځمکه راګرځول شوې ده

د عدلیې وزارت وایي، د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي تخنیکي پلاوو تېره مياشت په ۱۱ ولایتونو کې څه باندې ۶۵ زره او ۲۲۹ جریبه ځمکه له بررسۍ او تثبیت وروسته راګرځولې او اړوندو ادارو ته یې تسلیم کړې ده.

نور راپورونه