ننګرهار کې د لسګونه کیلوګرامه نشهيي توکو د قاچاق مخه ونیول شوه
د ننګرهار ولايت په دوربابا ولسوالۍ کې سرحدي ځواکونو د ۶۶ کیلوګرامه نشهيي توکو د قاچاق مخه نیولې او په تړاو یې اووه کسان هم نیول شوي دي.
د ننګرهار ولايت په دوربابا ولسوالۍ کې سرحدي ځواکونو د ۶۶ کیلوګرامه نشهيي توکو د قاچاق مخه نیولې او په تړاو یې اووه کسان هم نیول شوي دي.
د افغانستان ستره محکمه وایي، په بلخ ولایت کې یوې ښځې ته ۳۵ دُرې تعزیري سزا ورکړل شوې ده.
په ختيځ کې د ۲۰۱ خالد بن وليد قول اردو مسوولين وایي، د دغې قول اردو ځواکونو د ننګرهار په مومندرې ولسوالۍ کې يو داعش وسلهوال وژلی دی.
تېره اونۍ، دوحه کې د افغانستان په اړه غونډې د خبرونو سرټکي جوړول، د شانګهای همکاریو سازمان باثباته افغانستان د سیمې په ګټه وباله او ځینو هېوادونو افغانستان کې د ټولګډونه حکومت د جوړښت غوښتنه کوله خو ا.ا وایي، د حکومت څرنګوالی کورنۍ موضوع ده.
ملي دفاع وزارت وايي، پکتیکا کې يې یو هایلکس موټر، څلور کلاشینکوفونه او یوه روسۍ پیکا چې په یوه کور کې په ناقانونه ډول ساتل کېدل، نیولي دي.
د فراه امنیه قومانداني وايي چې په تېرو درېیو میاشتو کې په دغه ولایت کې د نشهيي توکو د تولید او پروسس ۷۲ کارخونې له منځه وړل شوې دي.
ستره محکمه وایي، د کندهار ولایت په لوړ میوند ولسوالۍ کې پنځو کسانو ته په عام محضر کې تعزیري سزا ورکړل شوه.
د فراه امنیه قومانداني وايي چې د دغه ولایت په فراهرود ولسوالۍ کې ناپېژانده وسلهوالو یوه ښځه او خاوند یې وژلي دي.
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي، ۱۳ افغانان چې د قانوني اسنادو نه درلودلو له امله په پاکستان کې نیول شوي وو، خوشي او هېواد ته راستانه شول.
د «ههنګاو» په نوم د بشري حقونو سازمان ویلي چې ایران دوه افغان وګړي اعدام کړي دي.
د کابل امنیه قومانداني وايي چې د کابل ښار اوومې امنیتي حوزې پولیسو د نشهيي توکو د پلور په تور اووه کسان نیولي دي.
د افغانستان ستره محکمه وایي، په پروان، پنجشېر او بادغېس ولایتونو کې اوو کسانو ته چې په بېلابېلو جرمونو تورن وو، تعزیري سزا ورکړل شوه.
د پنجشېر امنیه قومانداني وایي، امنیتي ځواکونو په دغه ولایت کې د عملیاتو پر مهال هغه دوه کسان نیولي چې «په خپلو شومو کړنو» یې خلکو ته اندېښنې پیدا کولې.
د غزني امنیه قومانداني وايي چې د دغه ولایت په ناوې ولسوالۍ کې یو کس د غلا په جرم په عام محضر کې ۳۵ دُرې ووهل شو.
د لوګر عامې روغتیا ریاست مسوولین وایي چې د دغه ولایت په مرکز پلعلم ښار کې د ډاکټرانو اته شخصي کتنځایونه (معاینهخانې) د غیرقانوني فعالیت له امله تړل شوي دي.
د هلمند امنیه قومانداني وایي، د دغه ولایت په مارجې ولسوالۍ کې د هاوان مرمۍ چاودنې له امله یوه ماشومه مړه شوې او ورور یې ټپي دی.
د ننګرهار امنيه قومانداني وايي چې د دغه ولایت په مرکز جلالاباد ښار کې د دوو کورنيو ترمنځ شخړه کې درې کسان وژل شوي او څلور نور ټپیان دي.
د پروان امنیه قومانداني وایي، د دغه ولایت په سیاګرد ولسوالۍ کې یو کس د ښکاري ټوپک په ډز وژل شوی خو د سیمې خلک وايي، دغه کس د خپل ورور له خوا وژل شوی دی.
پولیسو د پروان ولایت په شینوارو ولسوالۍ کې دوه تنه په دې تور نیولي چې له خلکو یې څه باندې ۸۰۰ زره افغانۍ په دې پلمه ټولې کړې چې د قوشتېپې کانال پر غاړه ورته ځمکې وېشي.
د سرپل ولایت مقام وايي، د ۲۰۹ الفتح څلورمې لوا د بلوک قوماندان د خپل زوی له لوري د کلاشینکوف په سهوي ډز وژل شوی دی.
د افغانستان ملي دفاع وزارت د پاکستان د دفاع وزیر د وروستیو څرګندونو په غبرګون کې ویلي، د افغانستان ملي حاکمیت د نقض په اړه څرګندونې ناسنجول شوی عمل او د اوبو خړولو هڅه ده چې د هیچا په ګټه نه ده.
د بغلان د استخباراتو ریاست وايي چې د دغه ولایت په نهرین ولسوالۍ کې یې دوه مهم وسلهوال وژلي دي.
ننګرهار کې سیمهییز مسوولین وايي، د دغه ولایت په تورخم ښارګوټي کې یې پاکستان ته د ۴۰ زره او ۴ سوه او ۷۵ امريکايي ډالرو د قاچاق مخه نیولې او په تړاو یې دوه کسان هم نیول شوي دي.
د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت وایي، د نیمروز په مرکز زرنج کې د دوو کورنیو ترمنځ دښمني چې يو کس په کې وژل شوی و، پای ته ورسېده.