غزني کې یو کس وژل شوی
د غزني امنیه قومانداني وایي، د دغه ولایت د مقر ولسوالۍ د مرکز په مربوطاتو کې یو کس د شخصي دښمنۍ له امله وژل شوی دی.
د غزني امنیه قومانداني وایي، د دغه ولایت د مقر ولسوالۍ د مرکز په مربوطاتو کې یو کس د شخصي دښمنۍ له امله وژل شوی دی.
د ننګرهار امنیه قومانداني وايي، د دغه ولایت په مرکز کې یې د ۶۸ کیلوګرامه چرسو او هېرويينو د قاچاق په تور دوه کسان نیولي دي.
د کونړ امنیه قومانداني وايي چې د دغه ولایت په چپې درې ولسوالۍ کې د ۲۰۰ چهارتراش لرګیو د قاچاق مخه نیول شوې ده.
په څلورو ولایتونو کې ۱۶ کسان د بېلابېلو جرمونو په تړاو نیول شوي، ۳۲ پر نشهیي توکو روږدي له درملنې وروسته خپلو کورنیو ته سپارل شوي او ۸۴ نور روږدي د درملنې په موخه راټول کړای شوي دي.
د هلمند ځایي مسوولین وایي چې د دغه ولایت په ګرشک ولسوالۍ کې یو ۷۰ کلن سړی وژل شوي او زوي یې ټپي دی .
کورنیو چارو وزارت وایي، د کابل ښار څلورمې امنیتي حوزې اړوند سیمه کې یې یوه ښځه د ۴۰ زره امریکایي ډالرو په ارزښت د سره زرو غلا په تور نیولې ده.
د پروان امنیه قومانداني وایي، هغه ډله غله یې نیولي چې د دغه ولایت په سالنګ ولسوالۍ کې یې یو ټکسي موټر غلا او د هغه چلوونکی یې ټپي کړی و.
د فراه د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست وايي، د دغه ولایت په پشترود ولسوالۍ کې یوه کس ځانوژنه کړې ده.
د سمنګان امنیتي مسوولین وايي، د دغه ولایت په خلم ولسوالۍ کې یو کس چې تېره شپه یې خپله مېرمن وژلې ده، نیول شوی دی.
ستره محکمه وايي، هرات کې پر یوې ښځې د تعزیري سزا حکم تطبیق شو.
د کورنیو چارو وزارت وايي، د فاریاب په بلچراغ ولسوالۍ کې په ډېر بيرحمانه او ناوړه ډول د یوه ځوان شکنجه کول له هیڅ پلوه د توجیې وړ نه دي او له عاملینو سره به یې جدي او قانوني چلند وشي.
د فراه سېمهییز مسوولین وايي، امنیتي ځواکونو د دغه ولایت په پشتکوه ولسوالۍ کې د ښکار په تور څلور کسان نیولي دي.
د غزني امنیه قومانداني وایي، د دغه ولایت په جاغوري ولسوالۍ کې په یوه څاه کې د یوه کس مړی موندل شوی دی.
د کورنیو چارو وزارت وایي، له یوه کال راهېسې یې د ګرځنده ټلیفونونو د ساتنې او خوندیتوب الکترونیکي سیسټم له لارې ۷۰۴ غلا شوي ټلیفونونه پیدا او مالکینو ته یې سپارلي دي.
د کندهار ځايي چارواکي وايي چې د دغه ولایت په میوند ولسوالي کې یوه کس د خپل زوم دواړه سترګې ایستلې دي.
د بادغیس امنیه قومانداني وایي، د دغه ولایت په غورماچ ولسوالۍ کې یې شپږ کسان د ځنګلونو وهلو په تور نیولي دي.
سمنګان کې امنیتي سرچینې وايي، یوه ځوان د دغه ولایت په خرم سارباغ ولسوالۍ کې خپل پلار د چرهیي ټوپک په ډز وژلی دی.
د کابل امنیه قومانداني وايي چې د درېیمې حوزې پولیسو شپږ کسان له ۲۲ زره «ذیګپ» ګولیو سره یوځای نیولي دي.
د مالیې وزارت وايي چې د دغه وزارت د دولتي املاکو لوی ریاست له لوري د کابل د بګرامیو ولسوالۍ نساجي فابریکې ته مخامخ له ۳۲۵ جریبه غصب شوې ځمکې څخه ۵۰ جریبه یې بېرته راوګرځول شوه او د پاتې ځمکې په بېرته راګرځولو کار روان دی.
د فراه حکومتي مسوولین وايي چې ناپېژانده وسلهوالو د دغه ولایت په خاکسفید ولسوالۍ کې یو ملکي کس وژلی دی.
د بغلان امنیه قومانداني وایي چې د دغه ولایت په دهنهغوري ولسوالي کې یو کس د چاقو په ګوزارونو وژل شوی دی.
بادغیس کې ځايي سرچینې وايي چې د دغه ولایت په مرکز قلعهنو ښار کې د یوه تنکي ځوان مړی په راځوړند حالت کې موندل شوی او له دې قضیې سره د تړاو په شک شپږ کسان نیول شوي دي.
د کورنیو چارو وزارت وایي، د لوی اختر درې ورځې له کومې امنیتي پېښې پرته په ټول هېواد کې په یوه ډاډمنه فضا کې تېرې شوې.
د فراه د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست وايي، د دغه ولایت په پرچمن ولسوالۍ کې د دوو کورنیو ترمنځ د شخړې له امله درې کسان وژل شوي او دوه نور ټپیان دي.