ژبه

د خالد بن وليد قل اردو وايي، د ننګرهار په مومندره کې یې د داعش یو وسله‌وال وژلی

یوسف ظریفی

۱۷ چنګاښ ۱۴۰۳ - ۲۲:۰۲

Views: ۲۲۷

لال اباد (پژواک، ۱۷ چنګاښ ۱۴۰۳): په ختيځ کې د ۲۰۱ خالد بن وليد قول اردو مسوولين وایي، د دغې قول اردو ځواکونو د ننګرهار په مومندرې ولسوالۍ کې يو داعش وسله‌وال وژلی دی.

په ختيځ کې د ۲۰۱ سيلاب قول ارو ویاند مولوي وحيدالله محمدي نن پژواک خبري اژانس ته وویل چې تېره شپه د دغې قول اردو اړوند د درېیمی پلې لوا منسوبینو د ننګرهار ولایت د مومندرې ولسوالۍ اړوند ډکې سیمه کې د «خوارجو» په یوه پټنځای عملیات ترسره کړل.

هغه وویل: «د عملیاتو پایله کې د ذاکرالله په نوم کس چې په ابوشیر داعشي مشهور و، د دفاعي ځواکونو له لورې ووژل شو.»

د ننګرهار ولايت د اطلاعاتو او کولتور رياست هم د یوې خپرپاڼې په خپرولو سره ويلي چې د ننګرهار مومندې ولسوالۍ کې يو «خوارج» وسله‌وال وژل شوی دی.