منځپانګې ته تلل
چهارشنبه ۱۱ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۴:۲۱ غ.و
۱۵° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۷° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی
برخه

امنیت او جرمونه

۳۲،۰۲۸ راپورونه

راپورونه

غړي

ننګرهار کې يو صراف د انسان‌تښتوونکو له منګولو ژغورل شوی او په تړاو يې اووه کسان نيول شوي

د ننګرهار ولايتي چارواکي وايي، هغه صراف چې ۱۵ ورځې مخکې جلال‌اباد ښار کې د انسان‌تښتوونکو له لوري تښتول شوی و، تېره ورځ ژغورل شوی او په تړاو یې د یوې ښځې په ګډون اووه کسان نیول شوي دي.

غړي

عدلیې وزارت: د تمدن ټلوېزیون فعالیت د ګوندي تړاو او له غصب‌ شوې ځمکې د استفادې له امله درول کېږي

د ا.ا د عدلیې وزارت وايي، د تمدن ټلوېزیون، خاتم‌النبیین مدرسې او خاتم‌النبیین پوهنتون فعالیت له دې امله درول کېږي چې «د افغانستان حرکت اسلامي» په لغوه شوي ګوند پورې تړاو لري او ودانۍ یې هم په غضب شوې ځمکه کې جوړې شوې دي.

غړي

د کورنیو چارو وزارت مرستیال: ملګري ملتونه دې له نشه‌يي توکو سره مبارزه کې له موږ سره مرسته وکړي

د کورنیو چارو وزارت له نشه‌یي توکو سره د مبارزې مرستیال د ملګرو ملتونو پرمختیایي پروګرام له مسوول سره په لیدنه کې ویلي چې نشه‌یي توکي یوازې د افغانستان ستونزه نه، بلکې نړۍوال بشري ناورین دی.

غړي

پاکستاني ځواکونو چمن کې پر پرلت‌والو ډزې کړې او خېمې یې ورسوځولې

پاکستاني ځواکونو په چمن کې پر هغو کسانو ډزې کړې او خیمې یې ورسوځولې چې له تېرو اتو میاشتو راهیسې یې د سپین‌بولدک - چمن پر دروازه د تګ راتګ لپاره د پاسپورټ او ویزې جبرې کېدو پرېکړې غبرګون کې پرلت پیل کړی دی.

نور راپورونه