Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

کندهار کې یوه کس د خپل زوم دواړه سترګې ایستلې

کندهار (پژواک، ۴ چنګاښ ۱۴۰۳): د کندهار ځايي چارواکي وايي چې د دغه ولایت په میوند ولسوالي کې یوه کس د خپل زوم دواړه سترګې ایستلې دي.

د کندهار امنیې قوماندانۍ ویاند ملا اسدالله جمشید پژواک خبري اژانس ته وویل چې تېره شپه د دغه ولایت په میوند ولسوالۍ کې یوه کس د خپل زوم سترګې ایستلې دي.

هغه وویل، یاد کس خپل زوم د مېلمستیا په پلمه کور ته ورغوښتی، دواړه سترګې یې ترې ایستلې او د چاقو ګوزارونه یې پرې کړي دي.

د نوموړي په خبره چې یاد ټپي کس اوس په روغتون کې تر درملنې لاندې دی.

هغه زیاته کړه، پېښه د کورني تاوتریخوالي له امله شوې او په اړه یې پلټنې پیل شوې دي.

جمشید د یادې پېښې په تړاو د چا د نیولو په اړه جزئیات نه دي ورکړي.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.