فراه (پژواک، ۴ چنګاښ ۱۴۰۳): د فراه سېمهییز مسوولین وايي، امنیتي ځواکونو د دغه ولایت په پشتکوه ولسوالۍ کې د ښکار په تور څلور کسان نیولي دي.
د فراه ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په خبرپاڼه کې د یاد څرګندونو ترڅنګ راغلي چې یاد کسان د پشتکوه ولسوالۍ د سرحدي ځواکونو له لوري د ایران پولې ته څېرمه نیول شوي دي.
سرچېنې لیکلي چې له یادو ښکاریانو سره یوه مېل کلاشینکوف هم نیول شوی دی.
د یادونې ده، اسلامي امارت په هېواد کې د هر ډول الوتونکو، کبانو او وحشي ژوو پر ښکار بندیز لګولی دی.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن