فراه کې څه باندې سل جریب کوکنار له منځه وړل شوي
د فراه امنیه قومانداني وايي چې د دغه ولایت په دوو ولسوالیو کې د کوکنارو ۱۰۹ جریب کښت او ۲۴۰۰ کیلوګرامه نشهيي توکي له منځه وړل شوي دي.
د فراه امنیه قومانداني وايي چې د دغه ولایت په دوو ولسوالیو کې د کوکنارو ۱۰۹ جریب کښت او ۲۴۰۰ کیلوګرامه نشهيي توکي له منځه وړل شوي دي.
د ننګرهار ولايت د مرکز باريکاب سيمې اوسېدونکي وايي، د دوی د اوسېدو ځای پر سر د رامنځته شوي شخړې څېړنه دې وشي او په قضیه کې ښکیل کسان دې محاکمه شي، خو ځایی چارواکي…
د زابل امنیتي مسوولین وایي، د دغه ولایت د شهر صفا ولسوالۍ په ارهډ مانده سیمه کې پر ماشومانو یوه پخواني ماین چاودنه کړې چې له امله یې یو ماشوم وژل شوی او پنځه نور ژوبل دي.
د کاپیسا د امنیه قوماندانۍ ویاند وايي، د دغه ولایت د محمودراقي ښار لومړۍ حوزې په مربوطات کې یوه ناپېژانده کس د ښکاري ټوپک په ډزو یوه مور او د هغې دوه ماشومان وژلي دي.
د ننګرهار ځايي چارواکي وايي، تېره ورځ د جلالآباد ښار کابلکمپ سیمه کې د ګمرک اړوند ځمکې پرسر راپورته شوې شخړه کې درې کسان وژل شوي او درې نور ټپیان دي.
د هلمند امنیتي مسوولین وایي، د دغه ولایت په باغران ولسوالۍ کې دوه کسان له سلګونه کیلوګرامه بېلابېلو نشهیې توکو سره نیول شوي دي.
د افغانستان بهرنیو چارو وزارت وایي چې په متحده عربي اماراتو کې له یو شمېر زندانونو د ۴۲ بندي افغانانو د خلاصون پرېکړه وشوه.
د کابل امنيه قومانداني وايي چې په تېرو دوو میاشتو کې یې د بېلابېلو نشهيي توکو د قاچاق او پلور په تور ۲۴۶ کسان نیولي دي.
د لوګر امنیتي مسوولین وايي چې د دغه ولایت په درېیو ولسوالیو کې د یو لړ عملیاتو په ترڅ کې لسګونه کیلوګرامه چاودېدونکي توکي او یو شمېر وسلې نیول شوي دي.
د کابل امنیه قومانداني وايي، د کابل ښار اوولسمې امنيتي حوزې مربوطاتو کې یې هغه کس نیولی چې په بغلان کې یې له یوه سړي پنځوس زره ډالر غلا کړي وو.
کورنیو چارو وزارت وايي چې د بدخشان په مرکز فیضاباد ښار کې د چاودنې له امله درې پولیس سرتېري وژل شوي او پنځه نور ټپیان دي.
د افغانستان ملي دفاع وزارت وایي، د پاکستان د پوځ ویاند وروستۍ ادعاوې چې ګواکې خیبر پښتونخوا کې پر چینایانو برید په افغانستان کې پلان شوی و، ردوي او وايي چې د پاکستان خاوره د افغانستان پر ضد کارول شوې ده.
د فراه امنیه قومانداني وايي چې د دغه ولایت په بکواه ولسوالۍ کې د عملیاتو پر مهال ۲۳۹ کیلوګرامه نشهيي توکي کشف او ترلاسه شوي دي.
پولیس وایي، کابل او کاپیسا کې یې پنځه «غله» له دوو موټرو، ۱۱ موټرسایلکونو، دوو زرنج موټرسایکلونو، پنځه میله وسلو، او له یو کور څخه غلا شوو ۳۰۰ زره افغانیو سره نیولي دي.
په ننګرهار او غزني ولایتونو کې د بېلابېلو پېښو له امله څلور کسان مړه شوي او څلور نور ټپیان دي.
د بادغیس امنیه قومانداني وايي، په دغه ولایت کې دوه کسان د سېلابونو له امله مړه شوي او یو کس بیا د پاپېژانده وسلهوالو له خوا په ډزو وژل شوی دی.
د بغلان سیمهییز چارواکي وایي، د دغه ولایت په مرکزي بغلان ولسوالۍ کې یوه ۱۸ کلن هلک ځانوژنه کړې ده.
د افغانستان ستره محکمه وایي، د پکتیا د احمدابا ولسوالۍ لومړنۍ محکمې درېیو کسانو ته چې پر ځینو جرمونو تورن وو، تعزیري سزا ورکړه.
د کندهار سپینبولدک ولسوالۍ د سوداګرۍ خونې مسوولین وايي، له ډیورنډ فرضي کرښې هغه غاړه لاریونوالو په کوږک سیمه کې د سپينبولدک - چمن لار د باروړونکو موټرو پر مخ تړلې ده.
د ماليې وزارت وايي، تېر کال يې هېواد ته له بهره، په تېره بیا له پاکستانه د څه باندې ۱۷۸ زره ټنه بېکيفيته او ممنوعه توکو د قاچاق مخه نیولې ده.
کورنیو چارو وزارت وایي، د کابل ښار پنځلسمې امنیتي حوزې اړوند سیمه کې د لاسيبم چاودنه شوې خو مرګژوبله نه لري.
د غزني امنیه قومانداني وایي، د دغه ولایت په زنخان ولسوالۍ کې یې هغه مهال درې انسانتښوونکي نیولي دي چې غوښتل یې یو ۱۷ کلن هلک وتښتوي.
ځايي سرچینې وايي، د بغلان ډنډغوري ولسوالۍ د سیدجمالالدین افغان لېسې یوه زدهکوونکي په ټولګي کې دننه پر ښوونکي ډزې کړې او وژلی یې دی.
د کندوز امنیه قومانداني وایي چې تېره یوه میاشت کې د کوکنارو د له منځه وړو کمپاین په ترڅ کې د دغه ولایت په مرکز او ولسوالیو کې لسګونه جریب کوکنار له منځه وړل شوي دي.