کونړ کې ۱۷۰۰ نظامیانو ته د ادارې او مدیریت برخو کې درې کلنې زدهکړې ورکول کېږي
د کونړ د تخنیکي او مسلکي زدهکړو امریت له لوري دغه ولایت کې ۱۷۰۰ نظامیانو ته د ادارې او مدیریت برخو کې درې کلنې زدهکړې ورکول کېږي.
د کونړ د تخنیکي او مسلکي زدهکړو امریت له لوري دغه ولایت کې ۱۷۰۰ نظامیانو ته د ادارې او مدیریت برخو کې درې کلنې زدهکړې ورکول کېږي.
د اسلامي امارت ویاند وایي، په بدخشان ولایت کې د کوکنارو کښت د له منځه وړو د بهیر او پر وړاندې یې د پېښو شویو ستونزو د څېړنې لپاره پلاوی وټاکل شو.
د هند په ممبی ښار کې د افغانستان ډیپلماټې او سرکنسولې ذکیې وردګ په داسې حال کې له خپلې دندې استعفا ورکړې چې هندي رسنیو خبر ورکړی، نوموړې د ۲۵ کیلوګرامه سرو زرو د قاچاق پرمهال د ممبی په هوايي ډګر کې توقیف شوې ده.
د بلخ امنیه قومانداني وایي، د دغه ولایت مرکز مزارشریف ښار اوومې امنیتي حوزې مربوطاتو کې یو ځوان د ناپېژانده وسلهوالو لهخوا په ډزو وژل شوی دی.
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي، ۱۵ افغانان چې پاکستان کې د قانوني اسناد نه لرلو له امله بندیان شوي وو، خوشي او هېواد ته راستانه شول.
د بدخشان امنیه قومانداني وايي، د دغه ولایت په درایم ولسوالۍ کې د کوکنار اړولو پر سر د ځايي خلکو او امنیتي کسانو ترمنځ شخړه شوې چې د پولیسو په ځوابي عمل کې د دې ولسوالۍ یو اوسېدونکی وژل شوی دی.
دایکنډي کې امنیتي سرچینې وايي، د دغه ولایت په شهرستان ولسوالۍ کې پر غلا تورن یو کس چې ځان یې له غلا کړي موټرسایکل سره ۱۵ متره لاندې اوبو ته غورځولی و، وروسته له اتو ساعتونو ژوندی را ایستل شوی دی.
بلوچستان کې د يوه مقناطيسي ماين چاودنه کې د خضدار پرېس کلب په نوم یوه خبري مرکز د مشر مولانا محمدصدیق مېنګل په ګډون درې کسان وژل شوي او شپږ نور ټپيان دي.
د کورنیو چارو وزارت وایي، د کابل ښار څلورمې ناحیې اړوند سیمه کې یې درې کسان له ۱۱ زره «کا» ټابلیټونه سره نیولي دي.
د ملي دفاع وزارت وايي، په کابل کې یې ۵۸۶ بېلابېل نظامي وسایط ترمیم او بېرته فعال کړي دي.
د پروان امنیه قومانداني وایي، د دغه ولایت په بګرام ولسوالۍ کې د دوو کورنیو ترمنځ د ځمکې پر سر شخړه کې څلور کسان ټپيان شوي دي.
د ننګرهار امنیه قومانداني وایي، د دغه ولایت په حصارک ولسوالۍ کې یو تن خپل نهه کلن ورور په تېروتنې سره د چرهیي ټوپک په ډز وژلی دی.
د غزني امنیه قومانداني وايي چې د دغه ولایت اندړو ولسوالۍ کې یې درې هغه کسان نیولي چې د شپې له مخې به یې د کورونو دروازې ټکولې او خلکو کې یې وېره پیدا کړې وه.
د افغانستان د ملي دفاع وزارت سرپرست مولوي محمدیعقوب مجاهد کابل کې د اذربایجان له سفیر سره لیدنه کې ویلي، له دغه هېواد سره د اړیکو پیاوړتیا لپاره په بېلابېلو برخو کې د همکاریو غوښتنه کوي.
د ننګرهار امنيه قومانداني وايي، د بېلابېلو عملياتو پر مهال ۲۴ کيلوګرامه شيشه، دوه کيلوګرامه هيرویين او ۳۴ زره او ۲۰۰ ټابلېټ کا ګولۍ ترلاسه شوِي دي.
د اروزګان د تخنیکي او مسلکی زدهکړو امریت له لوري د اسلامي امارت څه کم ۷۰۰ نظامیانو ته نن د ۱۸ میاشتنیو زدهکړو لړۍ پیل شوه.
د غزني امنیتي مسولین وایي، د دغه ولایت په قرهباغ ولسوالۍ کې یوې پېغلې نجلۍ ځان وژنه کړې ده.
کورنيو چارو وزارت وايي، د کابل ښار د څلورمې حوزې اړوند «کلوله پشته» سیمه کې يې د عملیاتو پر مهال دوه کسان د (زیکپ) په نوم له څه باندې ۱۸۷ زره نشهلرونکو ګولیو سره نیولي دي.
د نیمروز ولایت د دلارام ولسوالۍ امنیتي مسوولین وايي، دې ولسوالۍ کې یې د نشهیي توکو دوه کارخونې کشف او سوځولې دي.
د هېواد ځینو سیاسیونو هرات کې پر لمونځکوونکو برید د اسلامي او بشري اصولو خلاف عمل بللی، اروپايي ټولنې، ترکیې او ایران هم غندلی او یوناما ویلي چې په بېړني ډول د دغه برید څېړلو ته اړتیا ده.
د کندهار امنیه قومانداني وایي چې د دغه ولایت سپینبولدک ولسوالۍ بازار کې یو کس د ناپېژانده وسلهوالو له خوا په ډزو وژل شوی دی.
د بلخ امنیه قومانداني وايي، تېره یوه اونۍ د کوکنارو اړولو کمپاين پر مهال د دغه ولایت په بېلابېلو ولسوالیو کې څه باندې اته سوه جریبه د کوکنارو کښت له منځه وړل شوی دی.
د هرات امنیتي سرچینې وايي چې په دغه ولایت کې د وسلهوالو او نورو غلاوو په تور اووه کسان نیول شوي دي.
کورنیو چارو وزارت وایي، د هرات په ګذرې ولسوالۍ کې یوه ناپېژانده وسلهوال پر لمونځکوونکو ډزې کړي چې له امله یې شپږو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او یو تن ټپی دی.