ژبه

قانع: کابل ښار کې د لاسي‌بم چاودنه شوې

کابل (پژواک، ۱۶ غویی ۱۴۰۳): کورنیو چارو وزارت وایي، د کابل ښار لسمې امنیتي حوزې اړوند سیمه کې د لاسي‌بم چاودنه شوې خو مرګ‌ژوبله نه لري.

د کورنیو چارو وزارت ویاند مفتي عبدالمتین قانع دغه څرګندونې د پژواک خبري اژانس سره په خبرو کې وکړې.

هغه وویل چې چاودنه د اریا ښارګوټي سره شاوخوا سیمه کې شوې ده.

د یادې سېمې یو تن اوسیدونکی هم چې نه غواړي نوم یې په راپور کې خپور شي وایي چې د چاودنې غږ یې اورېدلی خو په اړه یې نورمعلومات نه لري.