Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

خوست کې لسګونه میله وسلې او مهمات نیول شوي

خوست‌ښار (پژواک، ۲۳ غويی ۱۴۰۳): د خوست امنیه قومانداني وايي چې په تېرو دوو میاشتو کې یې د دغه ولایت په مرکز او ولسوالیو کې لسګونه میله وسلې او مهمات ترلاسه کړي او ورسره په تړاو ۲۳ کسان هم نیول شوي دي.

د خوست امنيې قوماندانۍ له ترهګرۍ سره د مبارزې مدير مولوي محمدرسول وطنمل پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه وسلې او مهمات يې په تېرو دوو مياشتو کې د دغه ولايت په مرکز او ولسواليو کې نيولي دي.

هغه زیاته کړه، په يادو وسلو او مهماتو کې ۱۴ کلاشينکوفونه، پنځه تومانچې، یو راکټ، یوه پيکا، ۱۲ فشاري ماينونه، ۷ لاسي بمونه، يو د ماين‌پاکۍ روبوټ او د کلاشينکوف او راکټ زرګونه مرمۍ شامل دي.

د وطنمل په خبره، د يادو ناقانونه وسلو او مهماتو په تور يې ۲۳ کسان نيولي چې دوسيې يې عدلي او قضايي ارګانونو ته سپارل شوې دي.

هغه زياته کړه چې دغه ولایت کې د امنيتي ځواکونو او ولس ترمنځ ښه همغږي موجوده ده او تر دې دمه هيڅ راز ترهګريزه پېښه نه ده شوې.

هغه دغه راز له خلکو غوښتنه وکړه که له هر چا سره ناقانونه وسلې موجودې وي، په خپله خوښه دې امنيتي ارګانونو ته تسليم کړي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.