اروزګان کې د خیروکاریز ماسټر پلان د پلې کېدو پاتې چارې پیل شوې
د اروزګان مرکز ترینکوټ ښار کې له څهکم درې کلونو ځنډ وروسته د خیروکاریز سیمې د ماسټر پلان پلې کېدو پاتې چارې بیا پیل شوې دي.
د اروزګان مرکز ترینکوټ ښار کې له څهکم درې کلونو ځنډ وروسته د خیروکاریز سیمې د ماسټر پلان پلې کېدو پاتې چارې بیا پیل شوې دي.
د هلمند سیمهییز مسوولین وايي، د تېرې یوې میاشتې په لړ کې د دغه ولایت د مارجې ولسوالۍ په بېلابېلو سیمو کې له غاصبینو څه باندې درې زره جریب غصب شوې ځمکه راګرځول شوې ده.
د فراه ولایتي مسوولین وايي چې د دغه ولایت په فراهرود ولسوالۍ کې د دوو دښمنو قومونو ترمنځ ۲۰ کلنه دښمني په دوستي بدله شوه.
نیمروز کې ځايي سرچینې وايي، درې ماشومان چې له خپلې کورنۍ سره پر قاچاقي لار ایران روان وو، د سختې ګرمۍ او تندې له امله لاره کې مړه شوي دي.
د اروزګان ځایي مسوولین وایي، د دیني عالمانو، قومي مشرانو او مسوولینو په منځګړيتوب د دغه ولایت په ګېزاب ولسوالۍ کې د دوو کورنیو ترمنځ دښمني پای ته ورسېده.
د خوست ځاځي میدان ولسوالۍ اوسېدونکي وايي، د قومي تړون پر اساس په خپله ولسوالۍ کې د ځنګلونو ساتنه کوي.
د عدلیې وزارت وایي، د کابل په پغمان ولسوالۍ کې د سردار محمد داوودخان ښارګوټی د اختصاصي محکمې د پرېکړې پر اساس امارتي ثابت شو.
سېمهییز مسوولین وایي، په اروزګان ولایت کې ۱۸ کسانو د بېلابېلو جرمونو په تور تعزیري سزاورکړل شوه.
جوزجان کې یو شمېر معلولین او معیوبین د کاري فرصتونو له نشتوالي او پر وړاندې یې د خلکو له ناسم چلنده شکایت لري او له مسوولینو غواړي چې ستونزو ته یې رسېدنه وکړي.
د کونړ د وټهپور ولسوالۍ په کرمول سیمه کې د دوو کورنیو ترمنځ ۲۵ کلنه دښمني د قومي جرګې له لوري پر دوستۍ بدله شوه.
نیمروز کې سیمهییزې سرچینې د دوو قومونو ترمنځ د یوې دښنمۍ له هوارېدو خبر ورکوي او زیاتوي، په وروستیو درېیو کلونو کې په دغه ولایت کې د قومي جرګو له لارې ۲۰۰ دښمنۍ پای ته رسېدلې دي.
په غزني د دولتي او خصوصي ښوونځیو د سلګونو زدهکوونکو له خوا د جوړ شوو هنري او نورو توکو نندارتون جوړ شو.
ننګرهار کې د ښاروالۍ مسوولین وايي چې نن د دغه ولایت د مرکز جلالاباد ښار پاکولو په موخه عمومي حشر ترسره شو.
لغمان کې سیمهییز مسوولین وایي چې د دغه ولایت په الینګار والسوالۍ کې د یوه ګډ کمېسیون په منځګړیتوب د لسو کورنیو ترمنځ زړه دښمني پای ته ورسېده او روغه جوړه یې وکړه.
د افغانستان د احصايې او معلوماتو ملي اداره وایي چې د تېرې میاشتې په اوږدو کې یې د هوايي ډګرونو او بندرونو له لارې هېواد ته د دوه زره او ۵۹۵ بهرنیو وګړو تګ راتګ ثبت کړی دی.
د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت وایي، د نیمروز په مرکز زرنج کې د دوو کورنیو ترمنځ دښمني چې يو کس په کې وژل شوی و، پای ته ورسېده.
د بغلان ولایت په مرکزي بغلان ولسوالۍ کې د فرهنګي ماښام ترعنوان لاندې مشاعره وشوه.
د ریاستالوزراء سیاسي مرستیال د بېلابېلو ولایتونو له یو شمېر قومي مشرانو او علماوو سره لیدنه کې ویلي، د ا.ا دروازې د ټولو افغانانو پر مخ خلاصي او مسوولین د خلکو په خدمت کې دي، هېوادوالو ته به د کار زمینه برابره او هېواد کې به اقتصادي پرمختګ رامنځته شي.
د لوګر د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري تېره شپه د دغه ولایت په مرکز پلعلم کې د سنځلګل کلنۍ دودېزه مشاعره د سلګونو شاعرانو، فرهنګیانو او د شعر مینهوالو په ګډون ترسره شوه.
غزني کې د ۳۲ جوړو د واده ګډ مراسم په داسې حال کې چې د اړوندو کورنیو سلګونو کسانو په کې ګډون کړی و، ترسره شول.
د خوست د نادرشاه کوټ ولسوالۍ اړوند د ځينيخېلو سيمې اوسېدونکي په خپله سيمه کې د رغنيزو پروژو د پلي کېدو غوښتنه کوي.
فراه ولایت د ۱۱ ولسوالیو په ګډون ۵۸ ملکي او نظامي اداري واحدونه لري چې له ډلې یې لس ریاستونه خپلې ودانۍ نه لري.
د کابل - شمال لویې لارې مسافر او موټرچلوونکي شکایت کوي چې د بغلان د دوشي ولسوالۍ په مربوطاتو کې د سېلابونو له امله د سړک ډېرې برخې خرابې شوې چې دوی یې له ګڼو ستونزو سره مخ کړي دي.
د افغانستان د احصایې او معلوماتو ملي ادارې خبر ورکړی چې د روان لمریز کال په لومړیو درېیو میاشتو کې یې د ټول هېواد په کچه ۷۰۲ زره او ۱۴۸ برېښنایي پېژندپاڼې وېشلې دي.