خوست کې د زونونو په کچه د کرکټ یو ورځنۍ سیالۍ پیلېږي
د افغانستان کرکټ بورډ وایي چې د روانې اګسټ میاشتې په شلمه خوست ولایت کې د زونونو په کچه د پنځو لوبډلو په ګډون اتم پړاو د کرکټ لېسټ اې سیالۍ پیلېږي.
د افغانستان کرکټ بورډ وایي چې د روانې اګسټ میاشتې په شلمه خوست ولایت کې د زونونو په کچه د پنځو لوبډلو په ګډون اتم پړاو د کرکټ لېسټ اې سیالۍ پیلېږي.
د غزني د بدني روزنې او ورزش امریت مسوولین وایي چې د دغه ولایت په ګیلان ولسوالۍ کې د کابل ملي لوبډلې په ګډون د درېیو لوبډلو ترمنځ د والیبال دوستانه سیالۍ ترسره شوې.
د سمنګان ورزشي مسوولین وايي چې په دغه ولایت کې د څلورو لوبډلو ترمنځ د باسکېټبال سیالۍ د «نمبر ۲ لېسې» لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
د لوګر د کرکټ امریت مسوولین وايي چې د دغه ولایت په کچه د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د کرکټ انټرکلب سیالۍ پیل شوې چې شاوخوا ۴۵ ورځې به دوام وکړي.
د غزني د بدني روزنې او ورزش مسوولین وايي چې د دغه ولایت په مرکز کې د لسو لوبډلو ترمنځ د فوټبال «الف» لیګ سیالۍ پیل شوې.
دایکنډي کې ورزشي مسوولین وايي چې د دغه ولایت په مرکز نیلي ښار کې د زرمي لوبو څلورم پړاو سیالۍ د کابل، بامیان او دایکنډي ولایتونو د ۹۰ ورزشکارانو په ګډون ترسره شوې.
د غزني د بدني روزنې او ورزش مسوولین وایي چې د دغه ولایت په مرکز کې د لسو لوبډلو ترمنځ د والیبال شپنۍ سیالۍ د «حیدر کرار» لوبډلې په بریا پای ته ورسېدې.
د المپیک ملي کمېټې رییس د چین په کوربهتوب له اسیایي سیالیو څخه د ووشو په برخه کې د افغان مډال ګټونکو په ستاینغونډه کې وویل چې روان کال افغان ورزشکارانو په بېلابېلو نړۍوالو سیالیو کې له ۱۰۰ ډېر مډالونه ګټلي دي.
په میدانوردګو کې له ۸ ولایتونو د ۳۶ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د «میدان اتلانو» لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
د امو نهنګان لوبډلې د شپږیزه کرکټ لیګ لسم پړاو سیالیو پایلوبه کې مس عینک اتلانو لوبډلې ته ماته ورکړه او د دغو سیالیو اتلولي یې وګټله.
د افغانستان کرکټ بورډ وایي چې د شپږیزه کرکټ لیګ لسم پړاو سیالیو پایلوبه نن د مس عینک او امو نهګانو لوبډلو ترمنځ ترسره کېږي.
په پروان کې د غوره لوبغاړو ټاکلو او په ملي سیالیو کې د ګډون لپاره د لوبډلې جوړولو په موخه د بدن جوړونې پنځلسم پړاو سیالۍ وشوې او په پایله کې یې ۴۰ ورزشکاران د غوره څېرو په توګه وټاکل شول.
د غزني ولایت ورزشي مسوولین وايي چې په دغه ولایت کې د درېیو ولایتونو د ۷۰ لوبغاړو ترمنځ د سکېټ لوبو سیالۍ ترسره شوې.
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړي محمدنبي له ایرانه هېواد ته له راستانه شوو افغان کډوالو سره د خپل خیریه بنسټ له لارې یو میلیون افغانۍ نغدي مرسته کړې ده.
د غزني ورزشي مسوولین وايي چې په دغه ولایت کې د ۶۱ ورزشکارانو په ګډون د کونګفو اوولسم پړاو سیالۍ ترسره شوې.
د کرکټ اسیایي شورا د ۲۰۲۵ کال د اسیا جام شلاوریزو سیالیو مهالوېش او د لوبډلو ګروپونه اعلان کړل؛ د دغه مهالوېش له مخې، د افغانستان کرکټ ملي لوبډله به له هانګکانګ، بنګلهدېش او سریلانکا سره په یوه ګروپ کې سیالي کوي.
لوګر کې ورزشي مسوولین وایي چې د دغه ولایت په مرکز پلعلم کې د کونګفو توا ورزش یو ورځنۍ لوبې ترسره شوې چې پهکې ۱۴۰ لوبغاړو ګډون کړی و.
د غزني ورزشي مسوولین وایي چې د دغه ولایت په اندړو ولسوالۍ کې د مرکز او درېیو ولسوالیو ترمنځ د نیزهوهنې یو ورځنۍ سیالۍ ترسره شوې.
پاکستاني رسنیو خبر ورکړی چې د افغانستان، پاکستان او متحده عربي اماراتو د کرکټ لوبډلو ترمنځ درېاړخیزو شلاوریزو سیالیو لوبلړۍ په اړه خبرې وروستۍ شوې او ټاکل شوې یادې لوبې له اسیا جام مخکې ترسره شي.
د المپیک ملي کمېټه وايي، د افغانستان د سنوکر ملي لوبغاړي صالحمحمد محمدي د سنوکر اتلولۍ نړۍوالو سیالیو په لړ کې د خپل چیني سیال پر وړاندې ماتې وخوړه او په دغو سیالیو کې له مخکې تګه پاتې شو.
د شپږیزه کرکټ لیګ لسم پړاو سياليو په لړ کې د بند امیر لوبډلې سپین غر ته او مس عینک بیا د امو لوبډلې ته ماته ورکړه. شپږیزه کرکټ لیګ سیالیو کې نن دوه لوبې…
د غزني ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت مسوولین وایې چې په دغه ولایت کې د والیبال ملي فدراسیون له لوري د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پيل شوې.
د شپږیزه کرکټ لیګ لسم پړاو سياليو په لړ کې د امو لوبډلې بند امیر ته او مس عینک بیا د بست لوبډلې ته ماتې ورکړه. په دې لیګ کې نن دوه لوبې ترسره شوې؛…
د المپیک ملي کمېټه وايي، د افغانستان د سنوکر ملي لوبغاړي صالحمحمد محمدي د سنوکر اتلولۍ نړۍوالو سیالیو په لړ کې د بحرین، کويټ او سکاټلنډ لوبغاړو ته ماته ورکړې او خذفي پړاو ته یې لاره موندلې ده.