د افغانستان فوټبال فدراسیون ملي لوبډلې ته د وربللو لوبغاړو نوملړ اعلان کړ
د افغانستان د فوټبال فدراسیون د هېواد ملي لوبډلې ته د رابلل شوو لوبغاړو نوملړ اعلان کړ.
د افغانستان د فوټبال فدراسیون د هېواد ملي لوبډلې ته د رابلل شوو لوبغاړو نوملړ اعلان کړ.
افغانستان کرکټ بورډ وایي، د ویسټانډیز لوبډلې پخوانی لوبغاړی ډوین براوو د ۲۰۲۴ کال شلاووریز نړۍوال جام لپاره د افغان ملي لوبډلې توپاچونې برخې سلاکار روزونکی ټاکل شوی دی.
د غزني ورزشي مسوولین وایي، د دغه ولایت د مرکز اړوند ۱۲ لوبډلو ترمنځ د فوټسال یوه میاشتنۍ سيالۍ د «یوازېني قهرمان» لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
بغلان کې د سمنګان او بغلان ولایتونو د شلو لوبډلو ترمنځ د کرکټ سیالۍ تېره ورځ د «وحید افغان» لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
افغان کرکټ بورډ وايي، ننګرهار کې یې د پنځو زونونو د لوبډلو ترمنځ د میرویس نیکه جام د کرکټ درې ورځنۍ سیالۍ پیل کړې دي.
د افغانستان کرکټ بورډ وایي چې د ملي لوبډلې لوبغاړی راشد خان له څلورو کلونو وروسته، نن سهار کابل ته راغی.
د هلمند پوهنتون په ورزشي کلب کې تېره شپه د څو ولایتونو ورزشکارانو ترمنځ د فريفایټ سیالۍ ترسره شوې.
د افغانستان کرکټ بورډ وایي چې د کرکټ ملي لوبډله په شلاووریز نړۍوال جام سیالیو کې د ګډون په موخه ویسټانډيز ته ولاړه.
د لوګر د بدني روزنې او ورزش ادارې مسوولین وایي چې د دغه ولایت په کوربهتوب د کابل، پکتیا، خوست او میدانوردګ ولایتونو ورزشکارانو ترمنځ د فريفایټ یو ورځنۍ سیالۍ ترسره شوې.
د سمنګان ورزشي مسوولین وایي، د والیبال پسرلنۍ سیالۍ چې د دغه ولایت د ۱۶ لوبډلو ترمنځ پیل شوې وې د «کندهاریانو» لوبډلې په اتلولۍ او د «سرکنده» لوبډلې په نایباتلولۍ پای ته ورسېدې.
پروان کې د محصلینو د والیبال د شپږو ټیمو ترمنځ د «ارغوانګل» والیبال جام سیالیو اتلولي «عقابان» لوبډلې وګټله او «فتح خیبر» ټیم دویم مقام خپل کړ.
د سریلانکا د کرکټ الف لوبډلې په یوازېنۍ څلور ورځنۍ لوبه کې د افغانستان الف لوبډلې ته ماته ورکړه.
د قوشتېپې په نوم د کرکټ ملي شلاووریزه جام سیالیو پایلوبه کې بند امیر لوبډلې مسعینک ته ماته ورکړه او د دغو سیالیو اتلولي یې وګټله.
هلمند کې سیمهییزمسوولین وایي چې د لښکرګاه ښار مرکزي جمنازیوم کې د ۱۷ لوبډلو ترمنځ د والیبال پیل شوې سیالۍ پای ته ورسېدې.
ټاکل شوې د والیبال ملي لوبډله د مرکزي اسیا هېوادونو ترمنځ سیالیو په لړ کې نن خپله درېیمه لوبه له سریلانکا سره وکړي.
د افغانستان د والیبال فدراسیون وایي چې ملي لوبډلې د مرکزي اسیا هېوادونو ترمنځ د والیبال سیالیو په لړ کې خپله لومړۍ لوبه تېره شپه پاکستان ته وبایله او نن دویمه لوبه له ایران سره کوي.
د افغانستان د والیبال فدراسیون وایي، ملي لوبډله د مرکزي اسیا هېوادونو ترمنځ د والیبال سیالیو په لړ کې خپله لومړۍ لوبه نن له پاکستان سره لوبه کوي.
د افغانستان او سریلانکا د کرکټ الف لوبډلو ترمنځ د یوازېنۍ څلور ورځنۍ لوبې پچه د سریلانکا لوبډلې ګټلې او لومړی توپوهنه کوي.
د قوشتېپې جام سیالیو په لړ کې مس عینک لوبډلې سپین غر ته او بُست لوبډلې بیا بند امیر ته ماتې ورکړه.
په غزني کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د کرکټ ۲۰ اووریزې سیالۍ پيل شوې چې یوه میاشت به دوام وکړي.
د قوشتېپې جام سیالیو په لړ کې نن مسعینک بُست لوبډلې او سپینغر بیا د امو زون لوبډلې ته ماتې ورکړه.
د افغانستان د کرکټ الف لوبډلې د پنځو یو ورځنیو سیالیو په لړ کې په پنځمه او وروستۍ لوبه کې هم د سریلانکا الف لوبډلې ته په پنځو ویکټو ماتې ورکړه.
د فوټبال نړۍوال فدراسیون (فیفا) لومړۍ رسمي درجهبندۍ کې د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې د اسیا ملتونو جام سیالیو کې له ځلېدو او د ۲۰۲۴ کال نړۍوال جام ته له لارموندنې وروسته په نړۍ کې دېرشم ځای خپل کړی دی.
د افغانستان الف لوبډلې د پنځو یو ورځنیو سیالیو په لړ کې نن د پنځمې او وروستۍ لوبې پچه وګټله او لومړی توپاچونه کوي.