ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د قوش‌تېپې شل‌اووریز جام سیالیو اتلولي بند امیر لوبډلې وګټله

د قوش‌تېپې شل‌اووریز جام سیالیو اتلولي بند امیر لوبډلې وګټله

author avatar
13 May 2024 - 17:19
د قوش‌تېپې شل‌اووریز جام سیالیو اتلولي بند امیر لوبډلې وګټله
author avatar
13 May 2024 - 17:19

کابل (پژواک، ۲۴ غویی ۱۴۰۳) : د قوش‌تېپې په نوم د کرکټ ملي شل‌اووریزه جام سیالیو پای‌لوبه کې بند امیر لوبډلې مس‌عینک ته ماته ورکړه او د دغو سیالیو اتلولي یې وګټله.

په یادو سیالیو کې چې د غویي میاشتې په ۱۲مه پیل شوې وې او نن پای ته ورسېدې، د هېواد له زونونو پنځو لوبډلو برخه اخیستې وه.

د قوش‌تېپې شل‌اووریز جام سیالیو پای‌لوبې ته د مس عینک او بند امیر لوبډلو لار پیدا کړې وه چې نن یې په کابل لوبغالي کې ترمنځ لوبه ترسره شوه.

د دې لوبې پچه بند امیر لوبډلې وګټله، لومړی یې خپله د توپوهنې پرېکړه وکړه چې په ټاکلو شلو اوورونو کې یې د پنځو لوبغاړو په سوځېدو ۱۹۶ منډې وکړې.

د بند امیر لوبډلې له لوري په توپوهنه کې کریم جنت ۱۰۷، بهیر شینواري ۳۲، حشمت‌الله شهیدي او ریاض حسن ۲۰ - ۲۰ منډې وکړې.

د مس عینک لوبډلې له لوري ضیاالرحمن، وحیدالله ځدراڼ، دولت ځدراڼ او محمدریاض د بند امیر لوبډلې یو یو لوبغاړي وسوځول.

په مقابل کې یې د مس عینک لوبډلې یاد هدف پوره نه کړای شو، په شلم اوور کې یې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو ۱۷۳ منډې وکړې او د ۲۳ منډو په توپیر یې بند امیر لوبډلې ته ماتې وخوړه.

د مس عینک له لوري په توپوهنه کې شاهدالله ۴۱، نوید عبید ۳۴ او ابراهیم ځدراڼ ۲۶  منډې وکړې.

په توپ‌اچونه کې د بند امیر له لوري کریم جنت څلور، نجات مسعود او وفادار مومند د مس عینک لوبډلې دوه دوه لوبغاړي وسوځول.

په یادو سیالیو کې د هېواد له پنځو زونونو د مس عینک، امو، بُست، بند امیر او سپین‌غر په نوم لوبډلو برخه درلوده چې د ملي لوبډلې، ملي الف لوبډلې، ملي نولس کلنې لوبډلې او کورني کرکټ لسګونه لوبغاړي په‌‌کې ولوبېدل.

د یادونې ده، د روانې مې میاشتې په ۱۷مه به په ننګرهار کې د پنځو زونونو ترمنځ د کرکټ درې ورځنۍ سیالۍ پیل شي.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.