لوګر کې د ۱۸ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پيل شوې
د لوګر ولایت په محمداغې ولسوالۍ کې د ۱۸ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پيل شوې.
د لوګر ولایت په محمداغې ولسوالۍ کې د ۱۸ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پيل شوې.
د افغانستان د ازادو سیالیو لوبغاړي نصرت حقپرست خپل اسټرالیایي سیال جیمي مولارکي په لومړي رونډ کې ناک اوټ کړ او سیالي يې وګټله.
د هلمند ولایت په مرکزي کرکټ لوبغالي کې د لښکرګاه ښاروالۍ او بست خصوصي پوهنتون په مالي ملاتړ د څلورو ولایتونو ترمنځ د «قوش تېپې کانال» په نوم ولایتي سیالۍ پیل شوې.
ټاکل شوې د کرکټ له ۱۹ کلنو کمعمره اسیا جام سیالیو په لړ کې افغانستان سبا خپله دویمه لوبه له نیپال سره ترسره کړي.
د ۱۹ کلنو کرکټ لوبډلو اسیایي جام سیالیو په لړ کې هندوستان افغانستان ته ماتې ورکړه.
د کرکټ له ۱۹ کلنو کمعمره آسیا جام سیالیو په لړ کې د لوبې پچه هند وګټله او لومړی یې افغانستان ته د توپوهنې بلنه ورکړه.
تر اسیایي جام سیالیو مخکې ملي اتل راشد خان د ۱۹ کلنو ملي لوبډلې لوبغاړو سره خپلې تجربې، مشورې او سپارښتنې شریکې کړې.
د افغانستان کرکټ بورډ د روانې میاشتې په پای کې له متحده عربي اماراتو سره د درېیو شل اووریزو لوبو مهالوېش اعلان کړی دی.
د ۱۲ ولایتونو ترمنځ د اس ځغلونې خزاني سیالۍ په کابل کې پیل شوې چې دوه ورځې به دوام وکړي.
د کرکټ له ۱۹ کلنو کمعمره ملي لوبډلو ترمنځ د اسیا جام سیالۍ سبا په متحده عربي اماراتو کې پیلېږي او افغانستان به خپله لومړۍ لوبه د هند پر وړاندې ترسره کړي.
د افغانستان کرکټ بورډ وايي چې د کرکټ له ۱۹ کلونو کمعمره ملي لوبډله د ۲۰۲۳ کال اسیا جام سیالیو کې د ګډون په موخه متحده عربي امارتو ته لاړه.
د افغانستان ابدالیانو کرکټ لوبډلې (الف لوبډلې) په درې ورځنۍ لوبه کې د انګلېستان الف لوبډلې ته ماتې ورکړه.
د انګلستان او افغانستان الف لوبډلو ترمنځ د کرکټ درې ورځنۍ لوبه په متحده عربي اماراتو کې روانه ده او افغانستان ته د ګټلو لپاره ۱۰۵ منډې پکار دي.
بغلان ولایت کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د والیبال اته ورځنۍ سیالۍ د بغلان برېښنا لوبډلې په اتلوالۍ پای ته ورسېدې. د بغلان د بدني روزنې او ورزش امر قاري محمدامیر امیري د لېندۍ په…
د افغانستان کرکټ بورډ وایي چې د هېواد د الف لوبډلې او د انګلستان الف لوبډلې ترمنځ د کرکټ درې ورځنۍ لوبه نن په اماراتو کې پیلیږي.
د لوګر ولایت په برهکیبرک ولسوالۍ کې د «خزان جام» په نوم د غېږنیونې سیالۍ ترسره شوې.
میدانوردګو کې د بدني روزنې او ورزش امریت له لوري اونۍ مخکې د پنځو ولایتونو ترمنځ د والیبال سیالۍ پیل شوې وې چې نن د کوربه ولایت په بریا پای ته ورسېدې.
د سریلانکا کرکټ ادارې اعلان کړی دی چې دوه میاشتې وروسته به له افغانستان سره د لومړي ځل لپاره د ټسټ کرکټ لوبه کوي.
د هند کرکټ غوره لیګ سیالیو (ایپياېل) په راتلونکي پړاو کې پنځه افغان لوبغاړي لوبډلو له ځان سره وساتل چې هغوی به یو ځل بیا له خپلو پخوانیو لوبډلو سره ولوبیږي.
د ميدانوردګو د بدني روزنې او ورزش امريت له لوري په دغه ولایت کې د پنځو ولایتونو د ۱۸ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پیل شوې.
د کرکټ لس اووریزې سیالۍ د ۱۳ افغان لوبغاړو په ګډون سبا په متحده عربي اماراتو کې پیلېږي.
افغان سوکوهونکي محمدذکریا زماني په یوه سیالۍ کې خپل ټایلنډي سیال بانپورت کاهویام ته ماتې ورکړه.
دایکنډي کې د والیبال سیالۍ تېره ورځ د «ازادي» لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
د افغانستان د رزمي لوبو فدراسیون وایي چې افغان لوبغاړو د ایران په کوربهتوب د رزمي لوبو نړۍوال فېسټیوال کې دویم مقام خپل کړ او دوه د سرو زرو او یو د سپینو زرو مډالونه یې هم ترلاسه کړل.