د ۱۹ کلنو د کرکټ اسیا جام سیالیو مهالوېش اعلان شو
د افغانستان کرکټ بورډ وایي، د کرکټ اسیایي شورا له ۱۹ کلونو کمعمره لوبډلو د اسیا جام سیالیو مهالوېش اعلان کړ.
د افغانستان کرکټ بورډ وایي، د کرکټ اسیایي شورا له ۱۹ کلونو کمعمره لوبډلو د اسیا جام سیالیو مهالوېش اعلان کړ.
د یوه ورځني کرکټ نړۍوال جام سیالیو په لړ کې انګلستان نیدرلینډ ته په ماتې ورکولو سره د اتلانو راتلونکي جام کې د لوبېدو لپاره یې چانس پیدا شو.
د افغانستان فوټبال فدراسیون له لوري انګلستانی اشلي مایکل وستوود، د یوه کال لپاره د فوټبال ملي لوبډلې د روزونکي په توګه وټاکل شو.
د تکواندو ملي لوبډلې لوبغاړي د پاکستان په کوربهتوب د تکواندو پنځم پړاو ازادو اسیایي سیالیو کې له کډون وروسته بېرته هېواد ته راستانه شول.
هرات کې د کرکټ ځيني لوبغاړي په دغه ولایت کې د معیاري لوبغالي له نشتوالي شکایت کوي، وایي چې د مناسب ځای نشتوالي له امله نه شي کولای چې په حرفهیي ډول د کرکټ لوبې وکړي.
د نړۍوال جام سیالیو په لړ کې افغانستان په پنځوسم اور کې د پنځو لوبغاړو په سوځېدو اسټرالیا ته د ۲۹۲ منډو هدف وټاکه.
د یوه ورځني کرکټ نړۍوال جام سیالیو په لړ کې افغانستان سیميفاینل ته د رسېدلو لپاره نن له اسټرالیا سره مهمه لوبه کوي.
د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې لوبډلمشر حشمتالله شهیدي د اسټرالیا پر وړاندې د لوبې په اړه وایي چې دوی میدان ته د لوبو ګټلو لپاره ښکته کېږي، دا نه ګوري چې مخالفه لوبډله یې کومه ده.
د کرکټ نړۍوال جام سیالیو په لړ کې بنګله دېش سریلانکا ته ماتې ورکړه، خو دواړه لوبډلې لا دمخه په نړۍوال جام کې له مخکې تګه پاتې شوي دي.
د المپیک ملي کمېټه وایي چې افغانستان د پاکستان په کوربهتوب د تکواندو پنځم پړاو ازادو سیالیو کې لومړی مقام ترلاسه کړ.
د یوه ورځني کرکټ نړۍوال جام سیالیو په لړ کې هند سوېلي افریقا ته په ماتې ورکولو سره پرله پسې اتمه بریا خپله کړه.
د المپیک ملي کمېټه وایي، د افغانستان رګبي ملي لوبډلې د قطر په کوربهتوب اسیایي لوبو کې د ۱۵ هېوادونو ترمنځ څلورم مقام ترلاسه کړ.
د افغانستان د تکواندو فدراسیون وایي چې د محسن رضایي او علي اکبر په نومونو دوو افغان ورزشکارانو د پاکستان په کوربهتوب د تکواندو ازادو اسیایي سیالیو کې د سرو زرو مډوالونه ترلاسه کړي دي.
د افغانستان کرکټ بورډ پخوانی چارواکی بشیر ستانکزی د جرمني د کرکټ ادارې عملیاتي او پرمختیایي چارو مسوول ټاکل شوی دی.
د یوه ورځني کرکټ نړۍوال جام سیالیو په لړ کې اسټرالیا انګلستان ته او پاکستان نیوزیلینډ ته ماتې ورکړه، بلخوا سویلي نیمه پای لوبې ته د سویلي افریقا ورتګ یقیني شو.
په یوه ورځني کرکټ نړۍوال جام سیالیو کې تر څلورو بریاوو وروسته افغانستان د لومړي ځل لپاره د کرکټ د اتلانو جام ته لاره پیدا کړه.
دایکنډي کې د فوټسال ۱۷ کلنو خزاني جام سیالۍ چې نږدې یوه میاشت مخکې د دغه ولایت په مرکز نیلي کې پيل شوې وې، پرون د «توفان مرکز» لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
غزني کې د ۴۰ ورزشکارانو ترمنځ د تکواندو سيالۍ ترسره شوې.
د بغلان په مرکز پلخمري کې د پنځو ولایتونو د ۲۴ لوبغاړو ترمنځ د کیکبوکسینګ سیالۍ ترسره شوې.
د افغانستان د تکواندو فدراسیون مسوولین وایي چې حمکتالله زین او امید سهاک دوه افغان ورزشکارانو د پاکستان په کوربهتوب د تکواندو ازادو اسیایي سیالیو کې خپلو سیالانو ته ماتې ورکړې او د نقرې دوه مډوالونه یې ترلاسه کړي دي.
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې لوبډلمشر حشمت الله شهیدي د کرکټ نړۍوال جام سیالیو په لړ کې د نیدرلینډ پر وړاندې بریا د هغو افغان کډوالو په نوم کړه، چې له پاکستانه په زوره ویستل کېږي.
د یوه ورځني کرکټ نړۍوال جام سیالیو په لړ کې افغانستان نیدرلینډ ته په ماتې ورکولو سره څلورمه بریا خپله کړه.
د یوه ورځني کرکټ نړۍوال جام سیالیو په لړ کې افغانستان نن خپله اوومه لوبه نیدرلینډ سره کوي، بلخوا سر روزونکي ټروټ ویلي چې دا لوبه ننګونکې ده.
د کرکټ نړۍوال جام سیالیو په لړ کې هنده سریلانکا ستره او تاریخي ماتې ورکړه او دې بریا سره ددغه نړۍوال جام سیمي فاینل یا دویم پړاو سیالیو ته لاره پیدا کړه.