ژبه

دایکنډي کې د فوټسال ۱۷ کلنو خزاني جام سیالۍ د «توفان مرکز» لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې

نیلي (پژواک، ۱۳ لړم ۱۴۰۲): دایکنډي کې د فوټسال ۱۷ کلنو خزاني جام سیالۍ چې نږدې یوه میاشت مخکې د دغه ولایت په مرکز نیلي کې پيل شوې وې، پرون د «توفان مرکز» لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو په وروستي پړاو کې د توفان مرکز او ارمان شهید صادقي لوبډلو له یو بل سره سیالي وکړه چې په پایله کې یې ارمان شهید لوبډلې ته  پنځه پر یو ماته ورکړه.

یادې سیالۍ د دایکنډي د ورزش او بدني روزنې امریت له خوا پیل شوې وې.

د دایکنډي د ورزش او بدني روزنې امر ناصر حقیقت وايي چې دغه سیالۍ د ۱۷ کلنو ځوانانو ترمنځ د سالمو ورزشي سیالیو او د فوټسال د ودې او پیاوړتیا په موخه پیل شوې وې.

هغه زیاته کړه، په یادو سیالیو کې چې نږدې یوه میاشت مخکې پیل شوې وې، د ولایت په کچه ۲۷ لوبډلو ګډون کړی و.

د دایکنډي د ورزش او بدني روزنې امر زیاته کړه، دغه اداره به په دایکنډي کې د ورزش پیاوړي کولو برخه کې لا ډېرې هڅې وکړي.