ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د تعلیم او تربیې اړتیا او د نظام مسوولیت
د تعلیم او تربیې اړتیا او د نظام مسوولیت

لیکنه: ډاکټر منصوري

مقدمه: زموږ هېواد چې له لسیزو بحران څخه تازه راوتلی، نو هیله ده چې په ټولنه کې د تعلیم اړتیا او د تعلیمي اسانتیاوو برابرول د نظام د مسوولیت په توګه په نظر کې ونیول شي. د تعلیمي اسانتیاوو او په خاصه د اناثو د تعلیم لپاره د ملت د غوښتنو په توګه باید امیر المؤمنین ته هم وړاندې شي. په دې توګه به له نظام سره د ولس حمایه هم تقویه شي او هم به ملت د خوشحالۍ احساس وکړي.

تعلیم د یوه اسلامي اصل او حق په توګه:

باور لرو چې اسلامي امارت تعلیم او تربیه د ماشوم حق او د کامل مسلمان جوړېدو لپاره یې هر چاته لازم بولي. اسلامي تعلیم خو د ټولو علماوو له نظره پر نر او ښځې فرض بلل کېږي، خو په یوه اسلامي ټولنه کې نور بشري علوم هم د فرد او ټولنې د پرمختګ او هوساینې لپاره یو لازمي امر دی. د اسلام د مقدس دین د تعلیم او تربیې د نظريې له مخې تعلیم د معرفت او حق پېژندنې لپاره یوه فریضه ده. همداراز تعلیم او تربیه د کامل انسان د جوړېدو لپاره د بشري قواوو د سالمې ودې په منظور یو حتمي امر بلل کېږي. په یوه اسلامي ټولنه کې تعلیم د «تادیب» او تربیه د «مرغوب کېدو او قیمتي کېدو» په معنا او مفهوم فردي او ټولنیز حق او مسوولیت بلل کېږي. پر ټولنیزو اړتیاوو او مادي ګټو سربېره په اسلامي ټولنه کې تعلیم په خپل ذات کې یوه ښېګڼه او یو ارزښت بلل کېږي.

د سالمې او صالحې اسلامی ټولنې د جوړېدو لپاره د ټولو اتباعو او په ځانګړې توګه د ښځو تعلیم چې په کورنیو کې تر ډېره حده د اولادونو د روزنې مسوولیت ور په غاړه وي، یوه لزومه ده. تعلیم یافته افراد او په ځانګړي ډول میندې نه یوازې د کورنۍ بلکې د ټولنې د سالمې روزنې،  له فقره د خلاصون او د یوې مرفه اسلامي ټولنې د ایجاد او تداوم لپاره لازم دي.

الحمدلله چې موږ یو بې مثاله اسلامي ملت یو او د ژوند د ټولو امورو، په خاصه توګه د تعلیم او تربیې لپاره اسلامي ماحول مو یو متفق علیه غوښتنه ده. افراد، کورنۍ او اسلامي نظام ټول د اولادونو د تعلیم لپاره د اسلامي ماحول د جوړېدو په اړه مسوولیت لرو. له دغه ځایه د ښځو د تعلیم لپاره د اسلامي ماحول رامنځته کول د اتباعو او هم اسلامي امارت مسوولیت دی، خو د ښځو د تعلیم پر وړاندې باید بهانه او خنډ نه شي.

تقریبا ټول والدین او شاګردان او هم له مکتبه محروم ماشومان د نجونو په شمول د ټولو لپاره د تعلیم او تربیې اسانتیاوې غواړي او یوه ملي غوښتنه ده چې د افغانستان د اسلامي امارت او د معارف وزارت له محترمو مقاماتو څخه د مثبت ځواب هیله لري.

زموږ په جګړه‌ځپلي هېواد کې تعلیم او تربیه د ټولو او په خاصه توګه د ښوونځيو د نجونو لپاره کېدای شي یوازینۍ خوشحالي وي چې د راتلونکي پر لور به د خیر پیلامه وګرځي.

د ټولنې لپاره د لوستو ښځو اړتیا:

سربېره پر دې چې تعلیم یوه اسلامي فریضه ده او فردي او ټولنیزې ګټې لري، خو په معاصرو ټولنو کې د نظام چلولو او ټولنیزو خدماتو وړاندې کولو لپاره په مجموع کې تعلیم‌یافته افرادو او په یو شمېر ټولنیزو سکتورونو کې په خاصه توګه د ښځینه تعلیم‌یافته افرادو ته اړتیا وي چې بې له تعلیم یافته او مسلکي پرسونل څخه د ټولنیزو خدماتو وړاندې کول ناممکن دي. د مثال په ډول، دروغتیايي خدماتو په ساحه کې، د نړۍ په پرمختللو هېوادونو کې د هرو ۱۰۰۰ اوسېدونکو لپاره په اوسط ډول لس نرسان، د اسیا په سطحه بیا د هرو زرو تنو لپاره په اوسط ډول ۵ نرسان موجود دي. د اسیا په سطحه هند د خپل نفوس د هرو زرو کسانو لپاره د نرسانو تر ټولو کم حد لري چې دوه تنه دي. د روغتیا نړۍوال سازمان د روغتیایي اړتیاوو د رفعه کولو لپاره لږ تر لږه د هرو زرو کسانو لپاره د درېیو نرسانو سپارښتنه کوي.

د روغتیایي سکتور ځینې برخې لکه، ولادي او نسایي یا هم د دایو برخه، بیا یوازې ښځینه پرسونل ایجابوي چې د اسلام له مبادیو سره سم باید ښځینه پرسونل وي.

د دغو معیارونو او لزوماتو له مخې زموږ په هېواد کې لږ تر لږه  ۱۰۵۰۰۰  نرسانې لازمي دي[1] تر څو د صحي خدماتو ټیټ حد وړاندې کړای شي. که نرسانې یوازې د اناثو لپاره وګمارل شي، نو لږ تر لږه ۵۵۰۰۰ نرسانې او د ولادي او نسایي خدماتو لپاره  تر ۵۵۰۰۰  زیاتې دایې باید ولرو. له دې ځایه لږ تر لږه د لومړنیو روغتیایي خدماتو د وړاندې کولو لپاره له ډاکترانو او متخصصینو ور هاخوا په هېواد کې باید ۱۱۰۰۰۰ ښځينه صحي پرسونل ولرو.

په تعلیمي چارو کې د ښځینه ښوونکو رول بیا تر دې هم زیات مهم دی. لږ تر لږه د کورنیو د اقتصادي ودې او د ماشومانو د سالمې ودې او روزنې لپاره به ښځینه معلمانې ډېرې ګټورې وي. ښه به وای که تر شپږم ټولګي پورې په ټولو تعلیمي نهادونو کې ښوونکې ګومارل شوي وای. د دغه اصل له مخې بیا په هېواد کې تر شپږم ټولګي پورې د باکیفیته تعلیم د وړاندې کولو لپاره لږ تر لږه ۴۰۰۰۰۰ ښځینه ښوونکو ته اړتیا شته[2]. له شپږم ټولګي څخه پورته (د لیسې دورې) لپاره یوازې د نجونو د تعلیم لپاره شاید ۲سوه زره ښځينه معلمانې لازمي وي. په دې لحاظ په هېواد کې یوازې د تدریس د مسلک لپاره ۶ سوه زره ښځینه ښوونکو ته اړتیا لیدل کېږي.

سربېره پر دې په تولیدي، اداري، امنیتي، کورنیو تشبثاتو او نورو سکتورونو کې هم ښځینه مسلکي پرسونل ته اړتیا شته.

دغه ټول پورته ذکر شوي وظایف (یوازې په روغتیایي او تعلیمي سکتورونو کې) لږ تر لږه دولس کاله اساسي تعلیم او تربیي ته اړتیا لري؛ یعنی د ابتدايي دورې یوه ښوونکې، دایه او یا هم یوه نرسه لږ تر لږه باید دولس کلن اساسي تعلیم ولري، څو دغه وظایف په نسبي توګه سم تر سره کړای شي.

پر دغو اړتیاوو سربېره، په هېواد کې د کلیوالي او ښاري سیمو ترمنځ د تعلیمي او روغتیایي خدماتو د وړاندې کولو او کیفیت ترمنځ توپیرونه یو بل اړخ دی چې د ښځینه مسلکي پرسونل د روزلو او استخدامولو لپاره لږ تر لږه د نجونو د دولس کلن تعلیم اړتیا او غوښتنه نوره هم تقویه کوي.

د ښځو په شمول د ټولو لپاره تعلیم او تربیه د اسلامي نظام د تقویې، حیثیت  لوړولو او د ملت او امت د ارمانونو د پوره کولو لپاره یو لازمي امر دی. الحمدلله اوس چې  له لسیزو جګړو وروسته په هېواد کې نسبي امنیت راغلی او هېوادوال مو د ارامۍ ساه اخلي، نو لږ تر لږه د ښوونځیو دروازې باید د ټولو پر مخ خلاصې وي.

[1] . که د هیواد نفوس ۳۵ میلیونه وبلل شي.

[2] . د ۶ -۱۲ کلنو ماشومانو شمیر تقریبا ۸ میلیونه تخمین شوی ده. نو که د هرو شلو تنو ماشومانو د یوه صنف لپاره د امادګی د دوري په شمول د شپږ کلن تعلیم په دوره کې یوه معلمه په نظر کی و نیول شي، نو  ۴۰۰۰۰۰ معلمانو ته به اړتیا وي.

دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

Visits: 770

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.