ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

هره اونۍ افغانستان ته د ۴۰ میلیونه ډالرو کڅوړې له کومه راځي او چېرته لګول کېږي؟
هره اونۍ افغانستان ته د ۴۰ میلیونه ډالرو کڅوړې له کومه راځي او چېرته لګول کېږي؟

لیکوال : محسن امین

ځینو دوستانو پوښتنه کړي چې هره اوونۍ ۴۰ میلیونه ډالر افغانستان ته د چا لخوا راځي او د هیواد پر اقتصاد یې اغیزه څه ده.
دا د بشري مرستو کڅوړې د ملګرو ملتونو لخوا کابل ته راوړل کیږي، او د افغانستان نړیوال بانک AIB، چې یو سوداګریز بانک دی، سپارل کیږي. د افغانستان د مرکزي بانک رول دومره دی چې د کابل هوایې ډګر څخه دا کڅوړي را پورته کوي او AIB څانګې ته یې سپاري.
دا بشري مرستې تیر کال د ملګرو ملتونو په یو نړیوال کنفرانس کې اعلان شوي، چې ۵۰ سلنه له هدف څخه کمې وي او د ملل متحد د دفاترو د مصارفو او کارمندانو د معاشاتو باندې مصرفیږي، او پاتي برخه یې د ملل متحد د مختلفو ادارو لکه WFP, UNICEF, WHO, FAO, UNDP, UNHCR, UNAMA او داسې نورو لخوا په خپلو برنامو مصرفیږي.
امریکا او ملګرو ملتونو تیره اوونۍ وویل، چې امارت تراوسه د بشري مرستو د پیسو په لیږد او مصرف کې مداخله نه ده کړي، او تر هغه چې حکومت مداخله ونه وکړي، دوي به د UN ادارو ته د نقدو پیسو کڅوړې لیږي. د نړیوالې ټولنې بل شرط دا وو چې د افغانستان مرکزي بانک ته به دا پیسې نه سپارل کیږي، بلکې یو خصوصي او سوداګریز بانک چې د ملل متحد ادارې پکې اکونټ ولري، سپارل کیږي.
د تیر یو کال راهیسې دا بهیر همداسې روان دی، او تقریباً هره اوونۍ یا دوه اوونیو کې ۴۰ میلیونه ډالر AIB ته سپارل کیږي‌ او د ملګرو ملتونو مختلفې ادارې د خپلو مصارفو او برنامو لپاره ترینه ډالر مصرفوي، چې ټولټال ۱.۱ میلیارد ډالر افغانستان ته راوړل شوي.
د بشري مرستو دغو کڅوړو چې ډالر افغانستان ته راوړي، د افغانۍ په ارزښت او د انفلاسیون په کنټرول کې مهم رول ادا کړی او شته بحران یې د فاجعې څخه ساتلی. که چیرې فزیکي ډالر افغانستان ته نه راتللی، او د افغانستان بانک هم خپلو ارزي زیرمو ته لاسرسی نه درلودی، نو افغانستان به د یوې لویې فاجعې سره مخامخ وو، ځکه د افغانستان اقتصاد په نقدي اسعارو باندې ولاړ دی، او افغانستان کې تقریباً ټوله راکړه ورکړه په نقدو کیږي.
د بندیزیونو څخه وروسته، د افغانستان سوداګریز بانکونه د نړیوال مالي‌ سیستم څخه قطع شوي او نورمال بانکي معاملات نشي کولای.
د نقدینې د ستونزې د حل لپاره، د افغانستان مرکزي بانک د نړیوالې ټولنې څخه وغوښتل چې د ډالرو کڅوړې دي دوي‌ ته وسپارل شي، او د دوي له لارې دې د افغانستان پر ټولو سوداګریزو بانکونو باندې وویشل شي، تر څو ټول بانکونه پرې په حرکت راشي او د نقدینې بحران کنټرول شي، خو نړیوالې ټولنې د افغانستان بانک دا غوښتنه تراوسه نه ده منلط، او پر دې یې اصرار کړی چې یوازې AIB بانک ته به دا ۴۰ میلیونه ډالر سپارل کیږي، او نورو بانکونو ته به نه ورکول کیږي.
ځینو جهتونو دا هڅه کوله چې د افغانستان مرکزي بانک څخه د پولي سیاست د تطبیق صلاحیت واخلي او دا واک ملل متحد او AIB ته وسپاري، خو مرکزي بانک په ښه توګه دا حالات مدیریت کړل او د ټولو بانکونو ترمنځ یې درسته همغږي رامنځته کړه او خپل حیثیت یې د پولي سیاست په تطبیق او د کلي اقتصاد د ثبات په برخه کې وساته.
اساسي پوښتنې چې امارت ورسره مخامخ دی هغه دا دي چې که چیرې دا د بشري مرستو د کڅوړو راتګ ودرول شي او افغانستان بانک خپلو ۹.۴ میلیارده ډالر زیرمو ته لاسرسی هم ونه لري، نو څه ډول به د نقدینې، د افغانۍ د ارزښت او د انفلاسیون بحران کنټرولوي؟ پدغو مرستو دومره شوي چې افغانۍ خپل ارزښت ساتلی او بازار کې نرخونه څه نا څه کنټرول شوي، خو که چیرې په بازار کې د ډالرو لیلام ودرول شي، نو بیا افغانۍ په تیزۍ سره خپل ارزښت د لاسه ورکوي‌ او انفلاسیون لوړ ټوپ وهي.
دلته د نړیوالې ټولنې ښکاره تیری هم واضحه دی چې د تیرو ۲۰ کالو راهیسې یې د افغانستان اقتصاد بحراني حالت کې ساتلی وو، په مرستو او نقدي پیسو روږدی اقتصاد چې خپل داخلي تولید ته یې پاملرنه نه کوله، او د تحول څخه وروسته یې د افغانستان بانک ټولې زیرمې کنګل کړي.
د اوس لپاره پکار ده چې د افغانستان بانک چارواکي په سویس کې د افغان فنډ د بورډ سره خبرې وکړي چې د نقدینې او د بانکدارۍ د ستونزو لپاره مشترکې حل لارې په ګوته کړي. د افغانستان د زیرمو ۳.۵ میلیارده ډالر هلته انتقال شوي، او د افغانستان مرکزي بانک باید په پریکړو کې دخیل شي.

دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.