منځپانګې ته تلل
شنبه ۲۸ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۹:۲۶ غ.م
۱۲°صاف · ↑۱۶° ↓۳°د هوا کیفیت: منځنی

کابل کې د برېښنا د مزو د تولید نوې کارخونې فعالیت پیل کړی

· ۱ دقیقه لوستل · ۲ کتنې

په کابل کې د برېښنا د مزو یوه نوې کارخونه فعاله شوې چې ۲۳ کسانو ته پکې د کار زمینه برابره شوې ده. د کارخونې مسوول وايي، دوی اوس کولای شي برېښنايي مزي تر اته درجې نری کړي؛ هغه چاره چې د ده په خبره، له دې مخکې په افغانستان کې نه ترسره کېده. هغه هیله څرګندوي چې د تولید د کچې په لوړېدو سره به له چین، ایران، پاکستان او نورو هېوادونو د برېښنايي مزو واردات کم شي.