د افغانستان اوسپنې پټلۍ ادارې مشر نن په ترکیه کې د رېلپټلۍ نړۍوالې اتحادیې د منځني ختيځ څانګې (UIC RAME) په ۳۱مه غونډه کې ګډون کوي.
د خوړو او کرنې نړۍوالې ادارې وايي، د افغانستان په ګډون د نړۍ د ۲۲ هېوادونو په ۱۸ لوږېځپلو برخو کې حالت لا خرابېدونکی دی او دغو سيمو ته بايد په بېړنۍ ډول بشري مرستې ورسول شي.
د ماليې وزارت وايي، د خوست ولایت اړوند د غلام خان سرحدي ګمرک د سوداګریزو توکو د چک او پلټني اړوند منسوبینو د څه باندې یو ټُن وېښتانو د قاچاق مخنیوی کړی.
په ایران کې د افغانستان سفارت وایي، د دغه سفارت سرپرست د مخکینۍ ولسي جرګې له غړي اللهګل مجاهد سره لیدلي او هغه په دې لیدنه کې هېواد ته د بېرته تګ لپاره تابیا څرګنده کړې ده.
د کندهار پخوانی سناتور محمدعمر شېرزاد وایي، وسلهوالو کسانو یې کابل کې له کوره زرهي موټر بیولی خو امنیې قوماندانۍ وویل، دا پېښه تر څېړنو لاندې ده، هیله شته دغه وسلهوال ونیول شي.
د راپورونو له مخې، په ترکيه کې د ولسمشریزو ټاکنو د دوو مخکښو نوماندانو رجیب طیب اردوغان او کمال قلیچدار اوغلو ترمنځ د ولسمشرۍ دویم پړاو ټاکنې روانې دي.
د کورنيو چارو وزارت وايي، د نیمروز په مربوطاتو کې ایراني سرحدي ځواکونو د افغانستان په لور ډزې کړې چې له متقابل غبرګون سره مخ شوي او په نښته کې له دواړو خواوو یو یو کس وژل شوی او ګڼ ټپیان دي.
کابل (پژواک، ۶ غبرګولی ۱۴۰۲): د ملي تدارکاتو کمېسیون د نهو پروژو تړونونه چې ټولیز لګښت يې سلګونه ميلیون افغانیو ته رسېږي، منظور کړي دي.
تېره اونۍ ځینو هېوادونو وویل چې په افغانستان کې دې ټولګډونه حکومت جوړ او پر ښځو لګېدلي محدودیتونه لرې شي؛ خو چارواکي وایي، حکومت یې ټولګډون دی او د ښځو حقونه خوندي دي.
کابل (پژواک، ۵ غبرګولی ۱۴۰۲): د راپورونو له مخې، د پاکستان حکومت د دغه هېواد مخکینی لومړی وزير عمران، د هغه مېرمن او د هغه
راپورونه ښيي، وسلهوالو د خیبر پښتونخوا په هنګو سیمه کې د تېلو او ګازو پر تاسیساتو برید کړی چې په کې څلور پاکستاني پوليس او دوه د دغه کمپنۍ ساتونکي وژل شوي دي.
د «جي۷» غړو هېوادونو د افغانستان له سرپرست حکومته غوښتي چې له «ترهګرۍ» سره د مبارزې په برخه کې خپلې ژمنې عملي کړي، د ښځو او نجونو حقونو په برخه کې د ملګرو ملتونو منشور ته درناوی وکړي او د افغانانو ترمنځ د خبرو لپاره دې کوټلي ګامونه واخلي.