Language

د افغان حکومت پلاوی نن د رېل‌پټلۍ نړۍوالې اتحادیې غونډه کې ګډون کوي

کابل (پژواک، ۱۰ غبرګولی ۱۴۰۲): د افغانستان اوسپنې پټلۍ ادارې مشر نن په ترکیه کې د رېل‌پټلۍ نړۍوالې اتحادیې د منځني ختيځ څانګې (UIC RAME) په ۳۱مه غونډه کې ګډون کوي.

د افغانستان اوسپنې پټلۍ ادارې پر خپل ټويټر ليکلي چې د دې ادارې مشر ملا بخت‌الرحمن شرافت د یوه پلاوي په مشرۍ وړمه ورځ ترکیې ته تللی دی.

سرچینه زیاتوي، شرافت تېره ورځ د رېل‌پټلۍ نړۍوالې اتحادیې د منځني ختيځ څانګې په تخنیکي غونډه کې ګډون وکړ.

د افغانستان د اوسپنې پټلۍ اداره زیاتوي: «په دې غونډه کې د یادې اتحادیې غړو چې د ایران، ترکیې، سعودي او نورو هېوادونو استازي هم په کې شامل دي، د رېل پټلۍ له لارې د سیمه‌ییز اتصال، د انتقالاتو معياري کېدو او چټکتیا، د ډیجیټلي خدماتو وړاندې کولو او د چاپېریال له ککړتیا د مخنیوي په اړه بحثونه وشول.»

د سرچينې معلوماتو له مخې، د تېرې ورځې ناسته تخنیکي وه او ټاکل شوې چې افغان پلاوی نن (د غبرګولي لسمه) د یادې اتحادیې د منځني ختيځ څانګې په ٣١مه ناسته کې ګډون وکړي.