ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د سلګونه میلیون افغانیو په ارزښت د نهو پروژو تړونونه منظور شول

د سلګونه میلیون افغانیو په ارزښت د نهو پروژو تړونونه منظور شول

author avatar
27 May 2023 - 18:14
د سلګونه میلیون افغانیو په ارزښت د نهو پروژو تړونونه منظور شول
author avatar
27 May 2023 - 18:14

کابل (پژواک، ۶ غبرګولی ۱۴۰۲): د ملي تدارکاتو کمېسیون د نهو پروژو تړونونه چې ټولیز لګښت يې سلګونه ميلیون افغانیو ته رسېږي، منظور کړي دي.

د ریاست‌الوزراء اقتصادي معاونیت پر خپل ټويټر ليکلي چې نن (شنبه) د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر په مشرۍ د ملي تدارکاتو کمېسیون غونډه وشوه.

سرچينه زياتوي: «د ملي تدارکاتو کمېسیون په یاده غونډه کې له اجنډا سره سم پر ۲۴ پروژو مفصل بحث وشو، چې د نهو پروژو قراردادونه یې منظور، د دوو پروژو قراردادونه لغوه او د پاتې نورو پروژو په اړه ګډو کمېټو ته دنده وسپارل شوه، څو یې  تخنیکي ارزونه ترسره او خپل راپور د ملي تدارکاتو کمېسیون راتلونکې غونډې ته وړاندې کړي.»

سرچينه زياتوي، په منظور شوو پروژو کې د کانونو او پټرولیم وزارت، لوړو زده‌کړو وزارت، ټولګټو چارو وزارت، پوهنې وزارت، افغان ملي بانک، د افغانستان برېښنا شرکت او کابل ښاروالۍ بېلابېلې پروژې شاملې دي چې ټولیز ارزښت یې سلګونو میلیونو افغانیو ته رسېږي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.