ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

تېره اونۍ افغانستان کې ۳۷ کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې وه

تېره اونۍ افغانستان کې ۳۷ کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې وه

author avatar
27 May 2023 - 16:57
تېره اونۍ افغانستان کې ۳۷ کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې وه
author avatar
27 May 2023 - 16:57

کابل (پژواک، ۶ غبرګولی ۱۴۰۲): تېره اونۍ ځینو هېوادونو وویل چې په افغانستان کې دې ټول‌ګډونه حکومت جوړ او پر ښځو لګېدلي محدودیتونه لرې شي؛ خو چارواکي وایي، حکومت یې ټول‌ګډون دی او د ښځو حقونه خوندي دي.

د تېرې اونۍ مهم خبرونه:

  • ځیني هېوادونه: افغانستان کې دې ټول‌ګډون حکومت جوړ او پر ښځو لګېدلي محدودیتونه لرې شي.
  • اسلامي امارت: حکومت مو ټول‌ګډون دی او د ښځو حقونه د شریعت په چوکاټ کې خوندي دي.
  • د «جي۷» هېوادونه: د افغانستان اوسني چارواکي دې د افغانانو ترمنځ خبرو لپاره کوټلي ګامونه واخلي.
  • د بښنې نړۍوال سازمان راپور: افغانستان کې ښځې ربړول کېږي.
  • اسلامي امارت: د بښنې نړۍوال سازمان راپور له کینې ډک او بې‌بنسټه دی.

مرګ‌ژوبله

تېره اونۍ د هېواد په کچه بېلابېلو پېښو کې ۱۸ کسان وژل شوي او ۱۹ نور ټپيان وو.

راپورونه ښيي، ناپېژاندو وسله‌والو په اروزګان کې يو قومي مشر، سمنګان کې د حضرت سلطان ولسوالۍ جنايي امر، بغلان کې يو ماشوم او په لوګر کې يو ځوان وژلي دي. دغه‌راز، په کاپيسا کې د يوه کس مړی موندل شوی دی.

ځايي چارواکي وايي، په بغلان کې د لاسي بم چادونه شوې او ۱۳ کسان په کې ټپيان شوي دي.

د راپورونو له مخې، په اروزګان کې یوه کس خپل ملګری په ډزو وژلی، هلمند کې يوه کس خپله مېرمن وژلې، پنجشېر کې يوه کس د خپل تره زوی وژلی، اروزګان کې د دوو کسانو ترمنځ شخړه شوې چې په پایله کې یې یو کس د ډبرې په ګوزار وژلی او بل يې ټپي کړی او په غور کې هم د دوو کورنيو ترمنځ د شخړې په پایله کې يو ماشوم وژل شوی دی.

د راپورونو له مخې، په غزني کې د یوې زړې مرمۍ چاودنې له امله يوه ماشوم ژوند له لاسه ورکړی او پل ټپي شوی، میدان وردګو کې هم په ورته چادونه کې يوه ماشوم خپل ژوند له لاسه ورکړی او پل ټپي شوی، کندهار کې د راکټ یوې زړې مرمۍ چاودنې له امله یو کوچی وژل شوی او دوه ماشومان ټپیان دي او په نورستان کې د ماین چاودنې له دوو ماشومانو ژوند اخيستی او یو بل یې ټپي کړی دی.

د ملي دفاع وزارت وايي، په سمنګانو کې د يوې چورلکې لوېدو له امله دوه پیلوټان مړه شوي او د لغمان ولایت چارواکي وايي چې يو «مشهور وسله‌‌وال غل» له امنيتي ځواکونو سره په نښته کې وژل شوى دی.

یادونه: د مرګ‌ژوبلې یادې شمېرې پژواک ته د رسېدلو راپورونو له مخې ښودل شوې، خو کېدای شي د ځینو پېښو په اړه یې راپورونه نه وي ترلاسه کړي او یا سرچینو د مرګ‌ژوبلې کره شمېره نه وي ښودلې.

د سرچينو د معلوماتو له مخې، وړمه اونۍ د هېواد په کچه په بېلابېلو پېښو کې ۱۹ کسان وژل شوي او څلور نور ټپيان وو.

دا په داسې حال کې ده چې په هېواد کې د تېر کال د زمري میاشتې له بدلون مخکې، په جګړو کې هره اونۍ سلګونو ملکي وګړو او د ښکېلو غاړو ګڼو کسانو ته مرګ‌‌ژوبله اوښته.

د افغانستان په تړاو د عشق‌اباد ناسته

تېره اونۍ، د ترکمنستان په مرکز عشق‌اباد کې د افغانستان په تړاو د اروپايي ټولنې او منځنۍ اسيا هېوادونو ځانګړو استازو څلورمه غونډه وشوه.

د ناستې ګډون‌والو چې د افغانستان د اقتصاد او پرمختګ په تړاو یې بحثونه کړي، د افغانستان له سرپرست حکومته غوښتي چې پر ښځو او نجونو لګېدلي بندیزونه پای ته ورسوي.

د ناستې ګډون‌والو په اعلامیه کې په افغانستان کې د ټول‌ګډونه حکومت جوړېدو د اهمیت یادونه هم کړې او ویلي دي، یو داسې حکومت باید جوړ شي چې د ټول افغان ولس مدني، سیاسي، ټولنیز، اقتصادي او کلتوري حقونو ته پابند وي.

دا په داسې حال کې ده چې د ریاست‌الوزرا کفیل او سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر اوسنی حکومت ټول‌ګډونه ګڼي، خو وایي، د پخواني حکومت هغو څېرو ته په حکومت کې ځای نشته چې ولس او نړۍوالو ته د منلو او زغملو وړ نه ‌وي.

دغه‌راز، د «جي۷» غړو هېوادونو له اسلامي امارت څخه غوښتي چې له «ترهګرۍ» سره د مبارزې په برخه کې خپلې ژمنې عملي کړي، د ښځو او نجونو حقونو په برخه کې د ملګرو ملتونو منشور ته درناوی وکړي او د افغانانو ترمنځ د خبرو لپاره دې کوټلي ګامونه واخلي.

خو تر دې وړاندې، د اسلامي امارت ویاند ذبيح‌الله مجاهد ويلي چې د افغانستان سرپرست حکومت د یوه مسوول حکومت په توګه چاته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د نورو هېوادونو پر ضد وکاروي او له نورو هېوادونو څخه په ځانګړې توګه د سیمې له هېوادونو هم تمه لري چې د خپلو هغو اتباعو مخه ونیسي چې افغانستان ته د ورانکارو کړنو ترسره کولو په موخه د داخلېدو هڅه کوي.

په رسمیت نه پېژندل

تېره اونۍ، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند مټیو میلر ویلي، تر هغې چې په افغانستان کې پر ښځو بندیزونه لرې نه شي، واشنګټن به د افغانستان سرپرست حکومت په رسمیت ونه پېژني.

خو د اسلامي امارت د ویاند مرستیال بلال کریمي وايي: «اسلامي امارت له ټولو هېوادونو سره د نېکو اړیکو غوښتونکی دی. له هېوادونو سره د رسمي او علني اړیکو غوښتونکی دی؛ خو داسې نه چې زموږ ارزښتونه او د هېواد ملي ګټې د دغو رسمي اړیکو قرباني شي.»

همداراز، د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان هم ویلي، تر هغه وخته به د افغانستان سرپرست حکومت په رسمیت ونه پېژني څو چې په دغه هېواد کې ټول‌ګډونه حکومت رامنځته نه شي.

دا په داسې حال کې ده چې په کابل کې د چین سفیر وانګ یو وايي، هېواد يې د فشار راوړلو، بندیز او لاسوهنې له سیاست سره مخالف او د افغانستان ترڅنګ ولاړ دی.

د ښځو حقونو ته درناوی

تېره اونۍ، د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمېشنر ولکر ترک په جنېوا کې د یوې غونډې پر مهال په افغانستان کې د ښځو پر وړاندې د اسلامي امارت د تګلارې لغوه کېدو غوښتنه کړې او ویلي، پر ښځو محدودیتونه افغانستان د بې‌وزلۍ او ناهیلۍ لور ته بیایي.

دغه‌راز، د بښنې نړۍوال سازمان په خپل تازه راپور کې ادعا کړې چې د ښځو او نجونو له حقونو پر سرغړونو سربېره، په زوره د هغوی تري‌تم کول، زندان ته اچول، ربړول او ورسره شوی نور ناسم چلند د جرمونو د نړۍوالې محکمې د قوانینو پر بنسټ بشر ضد جرمونو ته ورته دي.

خو اسلامي امارت وایي، د شریعت په رڼا کې د ښځو او نجونو حقونه خوندي دي.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد د بښنې نړۍوال سازمان د راپور په تړاو وايي: «دغه له کینې ډک دی او موږ یې ردوو. دوی باید واقعیتونه درک کړي، ښځې د اسلامي امارت تر واک لاندې په پت او عزت کې دي، له تېري او ځورونې خوندي شوې او د حکومت په اډانه که کې کار کوي. زموږ زرګونه خویندې په روغتیا، ښوونې او نورو ټولنیزو برخو کې کار او فعالیت کوي.»

دغه‌راز، د ملګرو ملتونو د ښځو څانګه وايي، په ټوله نړۍ کې د ښځو د حقونو پر وړاندې مبارزه له ننګونو سره مخ ده خو په افغانستان کې بيا دا مبارزه له ډېرو ننګونو سره مخ ده؛ خو هڅه کوي چې د ښځو د ژوند لپاره ګټورې کړنې ترسره کړي.

د ناروې د کډوالو شورا مشر جان اېګېلنډ په کندهار کې له ځایي مشرانو سره تر لیدنو وروسته له هغوی غوښتي چې د ښځینه کارکوونکو فعالیت بیا پیلولو په تړاو یو مشخص وخت ورته وټاکي.

د بشري مرستو دوام

د سره صلیب نړۍوالې کمېټې له افغاني سرې میاشتې ټولنې سره د  ۱۶ ټیوټا لنډکروزر امبولانسونو مرسته وکړه، له ماشومانو د ملګرو ملتونو ملاتړ صندوق (یونیسف) د ۷ ميليون افغانيو په ارزښت طبي او غيرطبي توکو مرسته وکړه او اروپايي ټولنې هم له افغانستان سره د ۹۸ ټُنه تجهیزاتو او طبي توکو مرسته وکړه.

Visits: 144

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.