موظف پلاوی وایي، امو سیند خلکو ته د زیانونو اړولو ترڅنګ د افغانستان ۲۵ کیلومتره خاوره لاندې کړې او کابینې د زیان د سملاسي مخنیوي لپاره دوه میلیارد افغانۍ ځانګړې کړې دي.
له ۲۵ ورځو راهیسې د ملګرو ملتونو له لوري کابل ته د بشري مرستو لپاره د پیسو استولو الوتنې ځڼدول شوې؛ ځینو رسنیو د افغانستان بانک له قوله هم ویلي چې دا مرستې بندې شوې دي، خو دغه بانک دا څرګندونې ردوي.
کابل (پژواک، ۱۷مرغومی ۱۴۰۱): تېره اونۍ هم په افغانستان کې د نجونو پر لوړو زدهکړو او د ښځو پر کار د محدودیتونو لګول له پراخو
د افغانستان د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت په اسلاماباد کې د کډوالو اتشې ته ویلي چې که په پاکستان کې د افغان بندیانو د بند موده پوره وي، خو د نغدي جریمې او یا کرایې نه لرلو له امله بند پاتې وي، سملاسي دې د جریمې پیسې ادا او د ټرانسپورټ زمینه دې ورته برابره کړي.
ایراني رسنیو د دغه هېواد د لوړو زدهکړو وزیر له قوله راپور ورکړی چې د ایران درېیو پوهنتونونو د افغان نجونو محصلینو د منلو لپاره د چمتووالي اعلان کړی دی.
د کورنیو چارو وزارت وايي، نن سهار د کابل پوځي هوايي ډګر په بهرني قراول کې چاودنه شوې او یو شمېر کسانو ته یي مرګژوبله اړولې ده.
کابل (پژواک، ۱۰ مرغومی ۱۴۰۱): تېره اونۍ په موسسو کې د ښځو کار تر دویم امره ځنډولو پرېکړه په پراخه کچه له غبرګونونو سره مخ
متحده عربي اماراتو او بحرین، افغانستان کې په غیردولتي موسسو کې د ښځینه کارکوونکو د کار ځنډولو پر پرېکړې نیوکې کړې وایي، دغه کار به په افغانستان کې د بشري مرستو رسولو چارې اغېزمنې کړي.
چارواکي وایي، د کاپيسا ولایت د علماوو پنځلسکسیزه شورا جوړه شوه چې د اړوندو موضوعاتو په اړه به د ولایت مسوولینو ته د شریعت په رڼا کې مشورې ورکوي.
په افغانستان کې د ایران سفارت نوي سرپرست، د افغانستان د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر سره په لیدنه کې ویلي چې هېواد یې په افغانستان کې د کانونو، انرژۍ، رېلپټلۍ او داسې نورو برخو کې پانګونې ته چمتو دی.
ملګرو ملتونو، امریکا، ناروې، جرمني، اسټرالیا، کاناډا، د ماشومانو ژغورنې ادارې، د کډوالۍ او بښنې نړۍوالو سازمانونو په افغانستان کې د نادولتي موسسو پر ښځینه کارکوونکو بندیز غندلی او نیوکې یې کړې دي.
کابل (پژواک، ۳ مرغومی ۱۴۰۱): تېره اونۍ په افغانستان کې د نجونو لوړو زدهکړو ځنډولو پرېکړه – چې په کور دننه او بهر له پراخو