ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

له ۲۵ ورځو راهیسې د نړۍوالو بشري نغدي مرستو کڅوړه افغانستان ته نه ده رارسېدلې

له ۲۵ ورځو راهیسې د نړۍوالو بشري نغدي مرستو کڅوړه افغانستان ته نه ده رارسېدلې

author avatar
8 Jan 2023 - 17:45
له ۲۵ ورځو راهیسې د نړۍوالو بشري نغدي مرستو کڅوړه افغانستان ته نه ده رارسېدلې
author avatar
8 Jan 2023 - 17:45

کابل (پژواک، ۱۸ مرغومی ۱۴۰۱): له ۲۵ ورځو راهیسې د ملګرو ملتونو له لوري کابل ته د بشري مرستو لپاره د پیسو استولو الوتنې ځڼدول شوې؛ ځینو رسنیو د افغانستان بانک له قوله هم ویلي چې دا مرستې بندې شوې دي، خو دغه بانک دا څرګندونې ردوي.

تېر کال د زمري میاشتې په وروستیو کې د افغانستان جمهوري نظام ړنګ شو او ځای یې اسلامي امارت ونیو.

له دغه بدلون سره په افغانستان کې تر یوې مودې بانکي سیستم په ټپه ودرېد او خلک له سختو اقتصادي ستونزو سره لاس او ګریوان شول، خو وروسته نړۍوالې ټولنې بشري مرستې پیل کړې.

د تېر ۱۴۰۰ هجري لمریز کال د لېندۍ په لسمه د ۱۶ میلیون ډالرو بشري مرستو لومړۍ کڅوړه هېواد ته راورسېده، وروسته تر هغه یو ځل د ۱۶ میلیون او بیا دوه ځلې د څه باندې ۱۹ میلیون امریکايي ډالرو بستې هېواد ته راورسېدې.

تر دې وروسته، د ۱۴۰۰ کال د مرغومي له شلمې د روان کال د چنګاښ تر ۱۶مې، پنځه ویشت، ۳۲ میلیوني کڅوړې او تر هغه وروسته ۲۱، څلویښت میلیون ډالرې کڅوړې هېواد ته راوړل شوې دي.

دغه کڅوړې کله هره اونۍ، کله اونۍ کې دوه ځلې او کله په دوو اونیو کې یو ځل هېواد ته راوړل کېدې، خو یو ځل ۲۷ ورځې، یو ځل ۲۶ ورځې، دوه ځله ۲۵ ورځې، یو ځل ۲۳ ورځې او یو ځل هم شل ورځې ځنډېدلې دي.

وروستۍ ۴۰ میلیون ډالري کڅوړه د روان کال د لېندۍ په ۲۳مه هېواد ته رارسېدلې ده.

له دې وروسته تر ننه (د مرغومي ۱۸مه) په داسې حال کې بله کڅوړه نه ده راوړل شوې چې د افغانستان سرپرست حکومت د لېندۍ په ۲۹مه د نجونو لوړې زده‌کړې وځنډولې او بیا د مرغومي په درېیمه نادولتي موسسو کې د ښځو کار تر بل امر پورې وځنډاوه.

د بي‌بي‌سي د راپور له مخې، د ملګرو ملتونو د بشري مرستو مشر مارټین ګرېفېټس خبرداری ورکړی چې د افغانستان د سرپرست حکومت له خوا په نادولتي ادارو کې د ښځو پر کار بندیز به په افغانستان کې د بشري مرستو پر هڅو جدي منفي اغېز وکړي.

هغه ویلي، که سرپرست حکومت پر ښځینه کارکوونکو محدودیتونو ته دوام ورکړي، ښايي په افغانستان کې بشردوستانه مرستې ناشونې شي.

خو نوموړي زیاته کړې، ملګري ملتونه به هره هڅه کوي چې له دغه بندیز سره سره چارې پرمخ یوسي.

ګارډین د بي‌بي‌سي په حواله لیکلي چې مارټین ګرېفېټس ویلي: «پر طالب چارواکو د لګول شوو بندیزونو له ځنډ سره، د ملګرو ملتونو له لوري کابل ته د بشري مرستو لپاره د پیسو استولو الوتنې ځڼدول شوې دي. دا مرستې د امریکا د بندیزونو له امله په نغدي ډول ورکول کېږې.»

سرچینه لیکي چې ګریفیتس ویلي، دا پیسې د ملګرو ملتونو د سیسټم او بشردوستانه ادارو له خوا کارول کېږي او کنټرولېږي.

هغه ویلي: «زه له دې نظر سره موافق نه یم چې طالبان د خپل پايښت لپاره پر نړۍوالو مرستو تکیه کوي. طالبان د مالیاتو له لارې، له هر ډول سرچینو او د افغانستان د ادارې له لارې پیسې ټولوي.»

تېره ورځ امو ټلویزیون د افغانستان بانک د ویاند حسیب‌الله نوري له خولې لیکلي چې نړۍوالې ټولنې له افغانستان سره نغدي مرستې بندې کړې دي، د نغدي مرستو وروستۍ کڅوړه د لېندې په ۲۳مه رارسېدلې او یوناما په بهرنیو موسسو کې د ښځو د کار د بندېدو له امله دغه مرستې بندې کړې دي.

خو د افغانستان بانک یوه اعلامیه خپره کړې او پکې ویلي، پرون یو شمېر رسنیو د افغانستان بانک د ویاند له قوله د نړۍوالو مرسته کوونکو د بشري مرستو بندېدو په اړه راپور خپور کړی چې حقیقت نه لري.

سرچینه زیاتوي، د افغانستان بانک د هر هغه اصولي اقدام چې هېواد ته د اسعارو د راتګ او د ټولنې له اړو کسانو سره د مرستې لامل کېږي ستاینه کوي او دغه بانک به د بانکي سکټور د لاپیاوړتیا په برخه کې خپلې هڅې جاري وساتي.

د افغانستان بانک له رسنیو غوښتي چې د خبرونو په لیکلو او خپرولو کې د بې‌طرفۍ اصل ته پاملرنه وکړي او د عامه ذهنونو د خرابوالي سبب نه شي.

Visits: 348

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.