ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

تېره اونۍ په افغانستان کې ۶۱ کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده

تېره اونۍ په افغانستان کې ۶۱ کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده

author avatar
7 Jan 2023 - 18:02
تېره اونۍ په افغانستان کې ۶۱ کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده
author avatar
7 Jan 2023 - 18:02

کابل (پژواک، ۱۷مرغومی ۱۴۰۱): تېره اونۍ هم په افغانستان کې د نجونو پر لوړو زده‌کړو او د ښځو پر کار د محدودیتونو لګول له پراخو غبرګونونو سره مخ شول، خو د کورنيو چارو سرپرست وزير وویل چې د دې ستونزې هواري لپاره پر یوې معقولې او دايمي حل‌لارې کار روان دی.

د تېرې اونۍ مهم خبرونه:

  • ملګري ملتونه: موسسو کې د ښځو پر کار د بندیز له امله د ۱۵۱ موسسو ۸۶ سلنه چارې یا درېدلې او یا یې هم فعالیتونه محدود شوي دي.
  • يوناما: خپلو ټولو افغان ښځينه کارکوونکو ته میاشتنی معاش ورکوو.
  • د خوست، فارياب او نيمروز يو شمېر اوسېدونکو پر نجونو او ښځو د لګېدلو محدودیتونو لرې کولو غوښتنه کړې ده.
  • د کورنيو چارو سرپرست وزير: د نجونو د زده‌کړو او ښځو د کار اړوند ستونزو ته د هواري لپاره پر یوې معقولې او دايمي حل‌لارې کار روان دی.
  • پاکستان: که د ټي‌ټي‌پی په څېر ډلو له خوا وګواښل شو، قانوني واک لرو چې په افغانستان کې د هغوی پر ضد پوځي اقدام وکړو.
  • د افغانستان دفاع وزارت د پاکستان په ځواب کې: افغانستان بې‌څښتنه نه دی او چمتو دی چې له خپلې ځمکنۍ بشپړتیا دفاع وکړي.
  • د پاکستان د کورنیو چارو وزیر: هېڅ‌کله مې نه‌دي ویلي چې اسلام‌اباد د افغانستان پر خاوره برید کوي.
  • مولوي عبدالکبیر: اسلامي امارت د رسمیت پېژندنې ټول شرایط پوره کړي او ملګري ملتونه باید په دغه سازمان کې د افغانستان څوکۍ موږ ته وسپاري.

مرګ‌ژوبله

تېره اونۍ د هېواد په کچه په بېلابېلو پېښو کې ۴۰ کسان وژل شوي او ۲۱ نور ټپيان دي.

تېره اونۍ، د اسلامي امارت ویاند ذبيح‌الله مجاهد وویل چې په کابل، ننګرهار او نیمروز کې د داعش پر پټنځایونو په عملياتو کې د دغې ډلې ۱۱ غړي وژل شوي او ۷ نور یې ژوندي نيول شوي دي.

الجريزې خبر ورکړ چې تېره اونۍ د کابل پوځي هوايي ډګر په دروازه کې د چاودنې له امله ١٤ کسان وژل شوي او ١٨ نور ټپیان دي.

دغه‌راز، د کورنیو چارو وزارت وایي، امنیتي ځواکونو په کابل ښار کې یو سوداګر له انسان‌تښتوونکو ژغورلی او څلور تښتوونکي یې په نښته کې وژلي دي.

راپورونه ښيي، ناپېژاندو وسله‌والو په اروزګان او فارياب کې دوه کسان وژلي، په غزني، باميان او فارياب کې د درېيو کسانو مړي موندل شوي او په فارياب کې يوې ښځې يو کس په دې تور وژلی چې د هغې کور ته د غلا لپاره ورغلی و.

په بغلان کې د يوې کورنۍ د غړو ترمنځ نښته کې دوه ځوانان په ډزو وژل شوي او په همدغه ولايت کې يو کس د غلا په تور يو تن وژلی او بل يې ټپي کړی دی.

راپورونه ښيي چې په کندهار کې د یوې زړې سرګلولې چاودنې له امله یوه کس خپل ژوند له لاسه ورکړی او بل ټپي دی او د ننګرهار په تورخم ښارګوټي کې د یوه امنیتي کس په ډزو کې يو کس وژل شوی او بل ټپي دی.

یادونه: د مرګ‌ژوبلې یادې شمېرې پژواک ته د رسېدلو راپورونو له مخې ښودل شوې، خو کېدای شي د ځینو پېښو په اړه یې راپورونه نه وي ترلاسه کړي او یا سرچینو د مرګ‌ژوبلې کره شمېره نه وي ښودلې.

وړمه اونۍ، د هېواد په کچه په بېلابېلو پېښو کې ۲۹ کسان وژل شوي او ۱۴ نور ټپيان وو.

دا په داسې حال کې ده چې په هېواد کې د تېر کال د زمري میاشتې له بدلون مخکې، په جګړو کې هره اونۍ سلګونو ملکي وګړو او د ښکېلو غاړو ګڼو کسانو ته مرګ‌‌ژوبله اوښته.

د نجونو پر زدهکړو او د ښځو پر کار محدودیتونو ته غبرګونونه

د لوړو زده‌کړو وزارت د لېندۍ په ۲۹مه اعلان وکړ چې تر دویم امر پورې په پوهنتونونو کې د نجونو زده‌کړې وځنډېډې. دغه‌راز د اقتصاد وزارت د مرغومي په  درېيمه اعلان وکړ چې په نادولتي موسسو کې د ښځو کار کول هم تر دویم امر پورې وځنډول شول. دغه پرېکړې په ملي او نړۍواله کچه له غبرګونونه سره مخ شوې.

تېره اونۍ په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی ماموریت (یوناما) سرپرست مارکس پوتزل د ریاست‌الوزراء له دویم مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي سره په لیدنه کې وویل چې د ښځو پر کار، تعلیم او زده‌کړو بندیز په افغانستان کې میلیونونه وګړو ته زیان رسوي.

همداراز، پوتزل د کورنيو چارو له سرپرست وزير سراج‌الدین حقاني سره هم د ليدنې پرمهال، د نجونو زده‌کړو او نورو محدوديتونو وضع کېدو په اړه اندېښنه وښوده، خو د کورنيو چارو سرپرست وزير وویل چې د دې ستونزې هواري لپاره پر یوې معقولې او دايمي حل‌لارې کار روان دی.

پوتزل د افغانستان له پخواني ولسمشر حامد کرزي سره هم کتلي او دواړو لورو د نجونو پر مخ د تعليمي او تحصيلی مرکزونو د دروازو پر پرانیستې او موسسو کې کار ته د ښځو پر بېرته ګرځېدو ټینګار کړی دی.

د راپورونو له مخې، د افغان ښځو نړۍوال فورم د ملګرو ملتونو له امنیت شورا غوښتي چې د ښځو د کار او د نجونو د زده‌کړو په موخه د خبرو لپاره یو پلاوی کابل ته ولېږي او په امریکا کې مېشتو یو شمېر افغانانو د افغان نجونو او ښځو د زده‌کړو او کار په ملاتړ لاریون وکړ.

تېره اونۍ د خوست ، فاریاب او نيمروز يو شمېر اوسېدونکو او قومي مشرانو له حکومته وغوښتل چې د نجونو پر وړاندې دې د تړلو تعلیمي ادارو پر پرانیستو سربېره، ښځو ته په نادولتي موسسو کې د کار کولو حق ورکړي.

په نادولتي موسسو کې د ښځو کار تر ځنډولو وروسته، د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې ويلي، د اسلامي امارت تر يادې پرېکړې وروسته، د ۱۵۱ موسسو ۸۶ سلنه چارې یا درېدلې او یا یې هم فعالیتونه محدود شوي دي.

يوناما ويلي چې خپلو ټولو افغان ښځينه کارکوونکو ته د هغوی میاشتنی معاش ورکوي او بريتانیا بيا ويلي چې یادې پرېکړې به د افغانستان راتلونکی له ګواښ سره مخ کړي.

د ژغورنې نړۍواله کمېټه د مرستو رسولو په برخه کې د ښځو ګډون یوه عملیاتي اړتیا بولي او له اسلامي امارت څخه یې غوښتي چې د دغې ادارې ښځینه کارکوونکو ته دندې ته د بېرته تلو اجازه ورکړي.

د ماشومانو خوندیتوب نړۍوالې ټولنې ويلي، د يادې پرېکړې له امله به په افغانستان کې ډېر ماشومان کار کولو ته اړ شي او د ملګرو ملتونو د بشري مرستو څانګه وايي چې یاده پرېکړه به په افغانستان کې د بشري مرستو پر هڅو جدي اغېز وکړي.

خو د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد وایي چې ښځې په نادولتي موسسو کې د کاري چاپېریال نه خونديتوب او پر هغو د حکومت نه کنټرول له امله له کاره منع شوې دي.

هغه زياتوي: «کله چې د اصلاحاتو او یا د شریعت یو حکم تطبیق کېږي، طبیعي ده ځيني خلک به زیان ویني خو هغوی باید پر بدیلو لارو فکر وکړي، تنها دا لار نه ده او بل د ډوډۍ پیدا کېدو لپاره هغه لار مهمه ده چې د اسلامي شریعت په دننه کې وي؛ که څوک ووايي چې زه لار کې درېږم، غلا کوم ځکه ډوډۍ ماشومانو ته رسوم او که غلا راباندې بنده شي، دا ماشومان وږي نه شي، ایا موږ کولای شو د غلا اجازه ورکړو؟ دا خو غیرشرعي موارد دي.»

د مجاهد په خبره، د حکومت وجیبه دا ده چې د خلکو، په ځانګړي ډول ښځو عزت وساتي او دا یې هم وجیبه ده چې خلکو ته ښه ژوند برابر کړي.

دغه‌راز، د ايران، بریتانيا، امریکا، قطر او د نړۍ شاوخوا ۱۸ بېلابېلو پوهنتونونو افغان نجونو لپاره سلګونه سکالرشیپونه او پرليکه زده‌کړو د ورکړې اعلان هم کړی دی.

د افغانستان او پاکستان ناندرۍ

د راپورو له مخې، د پاکستان د کورنیو چارو وزیر رانا ثناءالله د مرغومي په لسمه وویل: «که پاکستان د تحریک طالبان پاکستان په څېر ډلو له خوا و ګواښل شي، نو اسلام‌اباد قانوني واک لري چې په افغانستان کې د هغوی پر ضد پوځي اقدام وکړي.»

 د افغانستان دفاع وزارت د یادو څرګندونو په غبرګون کې خبرداری ورکړی چې افغانستان «بې څښتنه نه دی» او چمتو دی چې له خپلې ځمکنۍ بشپړتیا څخه دفاع وکړي.

همداراز، ذبیح‌الله مجاهد د پاکستان دغه څرګندونې ناسمې بولي او وايي، پاکستاني چارواکي باید له بې‌اساسه خبرو او پاروونکو نظریاتو ډډه وکړي؛ ځکه داسې خبرې او بې‌باورۍ د هېڅ اړخ په ګټه نه دي.

پخواني ولسمشر حامد کرزي هم په دې اړه غبرګون ښودلی؛ د پاکستان له حکومته یې غوښتي چې د خپلو تېرو څو لسیزو پر پالیسۍ له سره ژور غور وکړي او بدله یې کړي، له ګواښ او زور زیاتي ډډه وکړي او په سیمه کې د سولې او ثبات ټینګښت لپاره له افغانستان سره د متمدنو او نېکو اړیکو لار خپله کړي.

خو د افغان چارواکو تر غبرګونو وروسته، د پاکستان د کورنیو چارو وزیر وویل، هېڅ‌کله یې نه‌دي ویلي چې اسلام‌اباد د افغانستان پر خاوره برید کوي؛ بلکې کوم هېواد چې د پاکستان ګټې له خطر سره مخ کړي، جګړه به ورسره وکړي.

د پاکستان تر يادو څرګندونو وروسته د هند د بهرنیو چارو وزیر ایس‌جی شنکر په غیرمستقیم ډول ویلي، د «ترهګرۍ مرکز» په پاکستان کې دی. خو پاکستان دغه خبرې د دغه هېواد په بدنامولو کې د هند د ناکامۍ په اړه زیاتېدونکې ناهیلي بولي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت هم ويلي چې پاکستان حق لري د «ترهګریزو» بریدونو پر وړاندې د ځان دفاع وکړي او د افغانستان سرپرست حکومت دې هم پر خپلې هغې ژمنې ودرېږي چې خاوره به یې د نورو پر ضد نه کارېږي.

خو د اسلامي امارت د ویاند مرستیال بلال کریمي د امریکا بهرنیو چارو وزارت د ویاند وروستیو څرګندونو ته په غبرګون کې ویلي چې کابل له نړۍ سره پر خپلو ټولو ژمنو ولاړ دی.

هغه زیاتوي، داسې سند او شواهد نشته چې د افغانستان خاوره د نورو هېوادونو پر ضد کارول شوې وي.

کریمي زياته کړې:«ټول هېواد د اسلامي امارت د ځواکونو تر کنټرول لاندې دی او هېڅ ډول شواهد او سند شتون نه لري چې ګواکې زموږ په هېواد کې د نورو هېوادونو پر ضد اقدام یا فعالیتونه کېږي.»

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د څوکۍ غوښتنه

د ریاست‌الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړي استازي له مرستیال مارک پوتزل سره په خبرو کې وویل چې ملګري ملتونه باید په دغه سازمان کې د افغانستان څوکۍ اسلامي امارت ته وسپاري؛ ځکه چې امارت د رسمیت پېژندنې ټول شرایط پوره کړي دي.

پوتزل ويلي، یوناما د افغان حکومت او نړۍوالې ټولنې ترمنځ د پله حیثیت لري او هڅه کوي چې د دواړو ترمنځ واټن له منځه یوسي.

دغه‌راز، د کورنیو چارو سرپرست وزیر سراج‌الدین حقاني د مصر، سوډان او فلسطین له علماوو سره په کتنه کې له هغوی غوښتي چې د «دردېدلي افغانستان» غږ خپلو هېوادونو او نړۍ ته ورسوي.

شهزاده هري ته د انس حقاني ځواب

د راپورونو له مخې، د بریتانیا د شاهي کورنۍ غړي شهزاده هري ویلي، په ۲۰۱۲ او ۲۰۱۳ زېږديز کلونو کې یې په افغانستان کې ۲۵ «طالبان» وژلي او زياتوي: «کله چې ما ځان د جګړې په ګرم ډګر او ګډوډۍ کې ډوب وموند، نو ما د هغو ۲۵ کسانو په اړه فکر نه کاوه، دوی لکه د شطرنج دانې باید له تختې لرې کړای شوې وای.»

د افغانستان د سرپرست حکومت جګپوړي غړي انس حقاني د بریتانیا د شهزاده هري د څرګندونو په غبرګون کې ویلي، هغه کسان چې ده وژل هغه د شطرنج مهرې نه، بلکې انسانان وو.

حقاني هري پر جنګي جرم تورن کړی او ویلي یې دي: «تا رښتیا هم ویلي چې زموږ بې‌ګناه وګړي ستاسو پوځیانو لپاره د شطرنج د مهرو په څېر وو، خو بیا هم په دې لوبه کې تاسو ماتې وخوړه.»

همداراز، د اسلامي امارت مرستيال وياند بلال کريمي په دې اړه ویلي: «د هري اعتراف دا څرګندوي چې دغه ډول جنایات یوازې تر هري پورې منحصر نه دي، بلکې هر اشغالګر هېواد زموږ په هېواد کې د دا ډول جنایاتو داستان لري.»

Visits: 88

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.