ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

تېره اونۍ په افغانستان کې ۴۳ کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده

تېره اونۍ په افغانستان کې ۴۳ کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده

author avatar
31 Dec 2022 - 18:08
تېره اونۍ په افغانستان کې ۴۳ کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده
author avatar
31 Dec 2022 - 18:08

کابل (پژواک، ۱۰ مرغومی ۱۴۰۱): تېره اونۍ په موسسو کې د ښځو کار تر دویم امره ځنډولو پرېکړه په پراخه کچه له غبرګونونو سره مخ شوه او د سرپرست حکومت ځینو چارواکو وویل، علماوو هڅې پیل کړې چې دې ستونزې ته حل لار ومومي.

د تېرې اونۍ مهم خبرونه

  • په موسسو کې د ښځو کار تر بل امره وځنډول وشو.
  • په موسسو کې د ښځو د کار پر ځنډولو غبرګونونه؛ دا پرېکړه دې بېرته واخیستل شي، بشري مرستې زیانمنوي.
  • د ملګرو ملتونو د بشري مرستو مشر په موسسو کې پر ښځینه کارکوونکو بندیز په اړه د خبرو لپاره کابل ته راځي.
  • دغه پرېکړه په ملي او نړۍواله کچه له غبرګونونو سره مخ شوې ده.
  • شهاب‎الدین دلاور: عالمانو هڅې پیل کړې چې ښځو ته په غیردولتي بنسټونو کې د کار کولو یوه لار پیدا کړي.
  • پوتزل: لوېدیځ هېوادونه دې په افغانستان کې خپل سفارتونه پرانیزي.
  • فایق: د پوتزل څرګندونې خواشینوونکې دي.
  • په اسلام‌اباد کې د افغانستان سفارت: د پاکستاني چارواکو له ژمنو سره سره لا هم هلته نیول شوي افغانان نه دي خوشي شوي

مرګ‌ژوبله

تېره اونۍ د هېواد په کچه په بېلابېلو پېښو کې ۲۹ کسان وژل شوي او ۱۴ نور ټپيان دي.

د افغانستان د ملي دفاع وزارت هغه راپورونه تایید کړل چې د بغلان ولایت په اندراب ولسوالۍ کې د «مقاومت جبهې» د دوو قوماندانانو په ګډون شل کسان وژل شوي دي.

راپورونه ښيي، د بدخشان امنیې قوماندانۍ دروازې ته څېرمه په چاودنه کې د دغه ولایت امنیه قوماندان او دوه ساتونکي یې وژل شوي او دوه نور ټپیان دي.

د راپورونو له مخې، ناپېژاندو وسله‌والو په فارياب کې يو کس او په بادغيس کې د دغه ولایت د قادس ولسوالۍ د پوهنې امر او ورور يې وژل شوي وو، په کندهار کې د يوې زندۍ شوې نجلۍ مړی موندل شوی و او په سرپل کې یوې ښځې خپل خاوند – چې پر نشه‌يي توکو روږدی و – وژلی دی.

ځايي چارواکي وايي، په تخار کې د چاودنې له امله څلور ملکي وګړي ټپيان شوي، په پنجشېر او پروان کې څلور امنيتي سرتېري ټپيان شوي، کندهار کې د راکټ د يوې زړې سرګلولې چاودنې د يوې کورنۍ له يوه ماشومه ژوند اخیستی او درې نور يې ټپيان کړي او فارياب کې ورته چاودنې له امله هم دوه ماشومان ټپيان شوي دي.

یادونه: د مرګ‌ژوبلې یادې شمېرې پژواک ته د رسېدلو راپورونو له مخې ښودل شوې، خو کېدای شي د ځینو پېښو په اړه یې راپورونه نه وي ترلاسه کړي او یا سرچینو د مرګ‌ژوبلې کره شمېره نه وي ښودلې.

وړمه اونۍ، د هېواد په کچه په بېلابېلو پېښو کې اته کسان وژل شوي وو.

دا په داسې حال کې ده چې په هېواد کې د تېر کال د زمري میاشتې له بدلون مخکې، په جګړو کې هره اونۍ سلګونو ملکي وګړو او د ښکېلو غاړو ګڼو کسانو ته مرګ‌‌ژوبله اوښته.

موسسو کې د ښځو د کار ځنډول

د اقتصاد وزارت د مرغومي میاشتې په درېیمه د یوه مکتوب په صادرولو سره وویل، په دې وروستيو کې په کورنيو او بهرنيو نادولتي مؤسسو کې د اناثو له خوا د اسلامي حجاب او د امارت ټولو نافذه قوانينو او مقرراتو نه مراعات کېدو په اړه جدي شکايتونه تر سترګو شوي دي.

په مکتوب کې راغلي: «اقتصاد وزارت د مسوولیت او رسالت رفع کولو په منظور چې د کورنيو او بهرنيو نادولتي موسساتو په کاري ساحه کې د امارت نافذه قوانينو او مقرراتو تطبيق لپاره يې لرلي او لري، ټولو محترمو موسساتو ته هدایت ورکول کېږي چې تر دويم هدايت پورې ټولې ښځينه کارمندانې چې له هغوی سره په اړوندو برخو کې وظیفې کوي، کارونه يې متوقف کړي.»

دغه اقدام له غبرګونونو سره مخ شوی

راپورونه ښيي چې ملګرو ملتونو، امریکا، ناروې، ډنمارک، متحده عربي اماراتو، بحرین، فرانسې، ایټالیا، جاپان، سویس، هالنډ، بریتانیا، جرمني، اسټرالیا، کاناډا، د ماشومانو ژغورنې ادارې، اروپایي ټولنې، د ملګرو ملتونو امنیت شورا، د ملګرو ملتونو د وګړو وجهي صندوق، بې‌پولې ډاکټرانو، د کډوالۍ او بښنې نړۍوالو سازمانونو او د سره صلیب نړۍوالې کمېټې په افغانستان کې د نادولتي موسسو پر ښځینه کارکوونکو بندیز غندلی او نيوکې یې پرې کړې دي.

له يادو سرچينو ځينو ويلي چې افغان حکومت دې د ښځو د کار ځنډولو پرېکړه بېرته واخلي او ځينو بيا ويلي چې دغه کار به په افغانستان کې د بشري مرستو رسولو چارې اغېزمنې کړي.

دغه راز، د ناروې د کډوالو شورا، د ماشوم ژغورنې، پاملرنې، «ورلډ ویژن»، د ژغورنې نړۍوالې کمېټې او «سي‌اراېس» په نادولتي موسسو د اقتصاد وزارت له یادې پرېکړې وروسته خپل فعالیتونه ځنډولي دي.

د افغانستان لپاره د امریکا سفارت شارژدافیرې کرن ډیکر بیا پر خپل ټویټر کې لیکلي: «له افغانستان سره د بشردوستانه مرستو د سترې مرستندویې ټولنې د استازې په توګه، زه احساسوم، زه حق لرم چې د دې وضاحت وکړم چې طالبان څنګه د ښځو او ماشومانو د لوږې مخنیوي اراده لري؛ کله چې ښځې نور اجازه نه لري نورو ښځو او ماشومانو ته مرستې ووېشي.»

خو د کرن ډیکر څرګندونو په ځواب کې د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد پر ټویټر لیکلي: «امریکايي چارواکي باید زموږ په کورنیو چارو کې مداخله ونه کړي.»

هغه ویلي، کومې مؤسسې چې په افغانستان کې فعالیت لري؛ د هېواد د قوانینو او فرمانونو پر رعایت مکلفې دي.

مجاهد وایي: «موږ چا ته اجازه نه ورکوو چې د بشري مرستو تر عنوان لاندې د ا.ا.ا پرېکړو او  مشرانو په اړه بې مسوولیته خبرې یا تهدید وکړي.»

راپورونه ښيي، ټاکل شوې چې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو مشر مارټین ګریفټس په نادولتي موسسو کې پر ښځینه کار کوونکو د بنديز په اړه د خبرو لپاره کابل ته راشي.

په ورته مهال، د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شیخ شهاب‌الدین دلاور ویلي، دیني عالمانو هڅې پیل کړې چې له شریعت او افغاني عنعناتو سره سم ښځو ته په غیردولتي بنسټونو کې د کار کولو لار پیدا کړي.

په بادغيس کې بيا يو شمېر ديني عالمانو په يوه ناسته کې د حکومت له يادې پرېکړې ملاتړ اعلان کړی دی.

دا په داسې کال کې ده چې د افغانستان د لوړو زده‌کړو وزارت د لېندۍ په ۲۹مه وویل چې په هېواد کې د نجونو لوړې زده‌کړې تر بل امر پورې ځنډول شوې دي. د نجونو له شپږم ټولګي پورته ښوونځي هم د روان هجري لمریز کال له پیله ځنډول شوي دي.

د کانونو او پټرولیم وزیر شیخ شهاب‌الدین دلاور تېره اونۍ وویل، د ښوونځیو او پوهنتونونو په اړه به ژر تصمیم ونیول شي او د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ادارې مشر مولوي عبدالحنان عارف‌الله ویلي چې سرپرست حکومت د زده‌کړو مخالف نه دی او پوهنتونونه به هرو مرو خلاصوي.

د سفارتونو بېرته پرانيستو غوښتنه او تعامل

تېره اونۍ، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازولۍ دفتر مرستیال مارکس پوتزل له لوېدیځو هېوادونو وغوښتل چې د افغانستان د وضعیت ښې ارزونې لپاره دې په کابل کې خپل سفارتونه بېرته پرانیزي.

خو په ملګرو ملتونو کې د افغانستان سرپرست استازي نصیراحمد فایق د مارکس‌ پوتزل څرګندونو ته په غبرګون کې ویلي: «د پوټزل څرګندونې خواشینوونکې دي، په ډاډ سره وایم چې دا د هغه خپل شخصي نظر دی، نه د ملګرو ملتونو.»

راپورونه ښيي چې د ناروې د کډوالو شورا منشي یان ایګلنډ په يوه مرکه کې ویلي چې نړۍ له اسلامي امارت سره خبرو ته اړتیا لري او لوېدیځ هېوادونه باید د افغانستان له سرپرست حکومت سره تعامل وکړي.

دغه راز، د پاکستان او ترکیې د بهرنیو چارو وزیران وايي، اسلام‌اباد او انقره «د افغانستان کې د ثبات» لپاره په ګډه کار کوي.

د راپورونو له مخې، د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف ویلي که د افغانستان سرپرست حکومت وغواړي، مسکو او هند کولی شي چې د افغانانو ترمنځ خبرو پیلولو کې همکاري وکړي.

پانګونې ته لېواليتا

د راپورونو له مخې، د چین سوداګرۍ خونې استازي د افغانستان برېښنا شرکت له مشر سره په لیدنه کې ویلي، غواړي په افغانستان کې له ډبرو سکرو د ۵۰۰ مېګاواټه برېښنا تولید په برخه کې پانګونه وکړي.

دغه راز، په افغانستان کې د ایران سفارت نوي سرپرست حسن کاظمي قمي له افغان چارواکو سره په لیدنو کې وویل چې هېواد یې په افغانستان کې د کانونو، انرژۍ، رېل‌پټلۍ او داسې نورو برخو کې پانګونې ته چمتو دی.

د ریاست‌‌الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر وویل چې د افغانستان «اسلامي امارت» د کانونو، انرژۍ او کرنې په برخو کې د ایران له خوا د پانګونې لپاره هر ډول همکارۍ ته چمتو دی.

مرسته

تېره اونۍ، ازبکستان افغانستان ته له اړمنو افغانانو سره د مرستې لپاره ۱۷۰ ټنه بشري مرسته را استولې وه.

د کډوالو ستونزې

د راپورونو له مخې، په اسلام‌اباد کې د افغانستان سفارت وایي، د پاکستاني ادارو او چارواکو له ژمنو سره سره لا هم په پاکستان کې د ښځو او ماشومانو په ګډون نیول شوي افغانان له بنده نه دي ازاد شوي.

په اسلام‌ا‌باد کې د افغانستان سفارت د تېرې لېندۍ مياشتې په ۲۷مه ویلي وو چې په درېېو میاشتو کې په پاکستان کې له ۲۰۰۰ افغان بندیانو ۵۰۰ یې خوشې شوي او پاکستاني چارواکو ډاډ ورکړی و چې تر درېیو اونیو به د افغان کډوالو نیول کېدو په برخه کې شته ستونزې هوارې کړي، خو تر اوسه دا ستونزه نه ده حل شوې.

راپورونه ښيي، پاکستاني چارواکو ویلي چې په دغه هېواد کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۲۰۰ افغان کډوال د قانوني سندونو نه لرلو له امله بندیان دي او د دوسیو له بشپړېدو وروسته به خوشي شي.

دغه راز، افغان چارواکو له ایراني چارواکو غوښتي چې په ایران کې افغان زندانیان راخوشي او کډوالو ته د بانکي حسابونو ستونزې حل کړي.

د افغانستان د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وایي، په ایران کې د افغان کډوالو ستونزو د حل په موخه به د دواړو هېوادونو ترمنځ دوه اړخیزه تخنیکي کمېټه جوړه شي.

د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، دا مهال شاوخوا ۷ میلیون افغانان په بېلابېلو هېوادونو کې د کډوالۍ ژوند کوي چې له دې ډلې شاخوا درې میلیونه یې په ایران، درې میلیونه یې په پاکستان او پاتې نور یې په نورو هېوادونو کې مېشت دي.

Visits: 206

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.