د کورنيو چارو وزارت وايي، د کابل ښار اړوند په شېرپور سيمه کې پر يوه کور توغندی لګېدلی، خو مرګژوبله نه لري.
د کابل له والي سره د فوټبال فدراسیون د مخکیني مشر او پر جنسي ځورونو تورن کرام الدين کرام کتنه د خواله رسنيو د ځينو کاروونکو له غبرګونونو سره مخامخ شوې ده.
د بهرنيو چارو وزارت وايي، له ازبک پلاوي سره يې د بنسټيزو پروژو، په ځانګړي ډول د ترمذ – مزارشریف – کابل – پېښور د رېلپټلۍ ساحې د سروې او د چارو پر عملي پيل خبرې کړې دي.
تېره اونۍ په افغانستان کې داسې مهال ١١ کسانو ته مرګژوبله اوښتې چې بېلابېلو سرچینو یو ځل بیا له شپږم ټولګي پورته د نجونو د زدهکړو د بيا پیل ترڅنګ له نړۍ غوښتي چې له افغان حکومت سره دې رغنده او عملي همکاري ولري.
د ریاست الوزراء لومړی معاونیت وایي، اقتصادي کمېسيون د ترانسپورټي چارو د تنظیم یوه داسې طرحه تایید کړه چې په پلې کېدو به يې هر کال ۳۰ ميليارده افغانۍ عوايد راټول شي.
د کابل امنیه قومانداني وایي، د کابل ښار د لومړۍ امنيتي حوزې اړوند سيمو کې یې څلور «غله» چې په ډېرو وسلهوالو غلاوو کې يې لاس درلود، نيولي دي.
تېره او وړمه اونۍ، په هېواد کې ۷۳ کسانو ته مرګژوبله اوښتې او د ۳۲ میلیون ډالرو مرستې د رارسېدو ترڅنګ، نړۍوالې ټولنې له افغانستان سره شاوخوا ۸۶.۵ میلیون ډالر مرسته اعلان کړه.
کابل (پژواک، ۲۴ چنګاښ ۱۴۰۱): د هېواد د استخباراتو لوی ریاست وايي، کابل کې يې د کشفي عملیاتو په پایله کې یوه اندازه وسلې او
د ازبکستان د بهرنیو چارو وزارت سرپرست ویلي، ۱۲ ورځې وروسته د شلو هېوادونو د استازو په ګډون به د افغانستان په اړه په تاشکند کې، نړیواله غونډه جوړه شي.
د افغانستان بانک وایي، هېواد ته د بشري مرستو په دوام نن نور ۳۲ میلیون ډالر راورسېدل.