ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

تېره او وړمه اونۍ افغانستان کې ۷۳ کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې

تېره او وړمه اونۍ افغانستان کې ۷۳ کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې

author avatar
16 Jul 2022 - 18:48
تېره او وړمه اونۍ افغانستان کې ۷۳ کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې
author avatar
16 Jul 2022 - 18:48

کابل (پژواک، ۲۵ چنګاښ ۱۴۰۱): تېره او وړمه اونۍ، په هېواد کې ۷۳ کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې او د ۳۲ میلیون ډالرو مرستې د رارسېدو ترڅنګ، نړۍوالې ټولنې له افغانستان سره شاوخوا ۸۶.۵ میلیون ډالر مرسته اعلان کړه.

  • اته ورځې وروسته ازبکستان کې د افغانستان په اړه نړۍواله غونډه جوړېږي.
  • روسیه او پاکستان له افغانستان سره پر تعامل ټینګار کوي.
  • د افغانستان د دفاع وزارت سرپرست له قطر سره پر دفاعي همکاریو خبرې کړي.
  • امریکا: د افغانستان د نوي حکومت د رسمیت پېژندنې وخت لا نه دی رسېدلی.
  • افغان چارواکي: افغانستان د رسمیت پېژندنې شرایط پوره کړي او له نړۍ سره یې تعامل کې پرمختګ کړی دی.
  • بېلابېلو سرچینو یو ځل بیا په افغانستان کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځیو پر پرانیستې ټینګار وکړ.
  • ملګرو ملتونو، المان، ډنمارک او جاپان له افغانستان سره د شاوخوا ۸۶.۵ میلیون ډالر مرستې اعلان وکړ.
  • احمدمسعود: د افغانستان د کشالې حل خبرې دي، نه جګړه او تاوتریخوالی.
  • سرپرست حکومت مخکې ویلي: د حکومت غېږ د ټولو افغانانو پر مخ خلاصه ده.
  • تېره او وړمه اونۍ په افغانستان کې ۷۳ کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده.

تېرو دوو اونیو کې مرګ‌ژوبله

په تېرو دوو اونيو کې، ناپېژاندو وسله‌والو د کابل په پغمان کې د ښځو او ماشومانو په ګډون د یوې کورنۍ ۷ غړي وژلي او دوه نور یې ټپیان کړي، د کابل په بګراميو کې یې يو ډاکټر وژلی، د کابل خېرخانې اړوند سيمه کې يې يو ديني عالم او د هغه زوی وژلي او د همدغه ښار په میرویس میدان کې يې بل ديني عالم وژلی دی. دغه‌راز چارواکي وايي، امنيتي ځواکونو په کابل او پنجشېر کې د عملیاتو پر مهال څلور وسله‌وال وژلي دي.

ځايي چارواکي وایي، په تېرو دوو اونيو کې د ناچاودو توکو د چاودنې له امله د اروزګان په مرکز ترينکوټ او دهراوود ولسوالۍ کې پنځه ماشومان ټپيان شوي او ناپېژاندو وسله‌والو بيا په دهراوود ولسوالۍ کې يو کس وژلی دی. دغه‌راز، د ناچاودو توکو د چادونې له امله په کندهار او غور ولایتونو کې هم يو، يو کس خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

راپورونه ښيي، د غزني په اندړو ولسوالۍ کې د ناچاوده توکو د چاودنې له امله يوه ماشوم ژوند بایللی، يو بل ټپي دی او ناپېژاندو وسله‌والو په غزني ښار کې دوه کسان وژلي دي.

دغه‌راز د راپورونو له مخې، په تېرو دوو اونيو کې په پروان او بغلان کې د يو، يو کس مړی موندل شوی، ناپېژاندو وسله‌والو په لوګر کې څلور، په بغلان او فراه کې دوه کسان وژلي او يو بل يې ټپي کړی دی.

ځايي چارواکي وايي، ناپېژاندو کسانو په ننګرهار کې يوې مدرسې ته لاسی بم غورځولی چې له امله يې اته کسان ټپيان شوي؛ همداراز ناپېژاندو کسانو د هلمند په مرکز لښکرګاه کې پر لمونځ کوونکو ډزې کړې چې له امله يې يو کس وژل شوی او درې نور ټپيان دي.

دغه‌راز ځايي چارواکو ویلي چې ناپېژاندو وسله‌والو په هرات کې د الفاروق قول‌اردو اړوند پر يوه کاسټر موټر بريد کړى چې پکې دوه کسان وژل شوي او يو شمېر نور ټپيان دي. خو د يادې پېښې د قربانيانو د کورنۍ يوه غړي ویلي چې په دغه بريد کې درې کسان وژل شوي او ٢٠ نور ټپيان شوي دي.

د پژواک د اونیز راپور له مخې، دوې اونۍ وړاندې (د چنګاښ له څلورمې تر لسمې) په هېواد کې ۲۶ کسان وژل شوي او اته نور ټپيان وو.

دا په داسې حال کې ده چې په هېواد کې د تېر کال زمري میاشتې له بدلون مخکې، په جګړو کې هره اونۍ سلګونو کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښته.

د بشري حقونو د څار نړۍوال سازمان وړمه اونۍ ویلي و چې د افغانستان په ختیځ کې له څو میاشتو راهیسې تر سلو ډېر مشکوک وسله‌وال په صحرایي ډول وژل شوي او ورک شوي دي، خو نورو سرچینو دغه راپور نه دی تایید کړی او حکومت دغه څرګندونې افواهات بولي او ردوي یې.

د نړۍ او افغانستان تعامل

له دې سره سره چې، تر اوسه کوم هېواد د افغانستان نوی سرپرست حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی، خو د دغه حکومت او نړۍ ترمنځ یو ډول تعامل شتون لري.

د راپورونو له مخې، وړمه اونۍ د ازبکستان د بهرنیو چارو وزارت سرپرست وویل چې د راتلونکې زمري میاشتې په درېیمه او څلورمه په دغه هېواد کې د افغانستان پر محوریت غونډه جوړېږي او د افغانستان د سرپرست حکومت د استازو ترڅنګ به د شلو هېوادونو استازي پکې ګډون وکړي.

وړمه اونۍ، په کابل کې د روسیې د سفیر مرستیال انټون لاوروف د کابل او مسکو ترمنځ د اړیکو پر پراختیا د ټينګار ترڅنګ  وویل، هېواد یې لېواله دی چې له افغانستان سره په اقتصادي او سیاسي برخو کې همکاري وکړي.

دغه‌راز، د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو زرداري د امریکا له بهرنیو چارو وزیر انټوني بلینکن سره وړمه اونۍ په ټیلیفوني اړیکه کې، په افغانستان کې د بشري ناورین د کمېدو او د افغانستان له سرپرست حکومت سره د تعامل په اړه خبرې کړې دي.

د راپورنو له مخې، تېره اونۍ د افغانستان د ملي دفاع سرپرست وزیر مولوي محمدیعقوب مجاهد د قطر له امیر او نورو ملکي او نظامي چارواکو سره د دواړو هېوادونو ترمنځ پر دفاعي او امنیتي همکاریو خبرې کړې دي.

خو د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ډونالډ لو ویلي چې لا د افغانستان د نوي حکومت د رسمیت پېژندنې وخت نه دی. له دې سره سم، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند نډپرایس بيا ویلی، امریکا غواړي په افغانستان کې له سوله‌‌ییزې لارې د یوه تلپاتې سیاسي نظام د رامنځته کېدو شاهده واوسي.

دغه‌راز د امریکا متحده ایالتونو ولسمشر جوبایډن، د هغه هېواد د کانګرس د دواړو مجلسونو مشرانو ته د یوه لیک په استولو سره ویلي چې غواړي «د غېرناټو د عمده متحد» په توګه د افغانستان موقف لغوه کړي.

خو د افغانستان د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد د یادو څرګندونو په غبرګون کې ویلي چې په دې اړه اندېښنه نه لري او نه هم دغه عنوان افغانستان ته کومه ګټه کړې وه.

د افغانستان د سرپرست حکومت چارواکو ویلي، افغانستان غواړي په ډیپلوماتیکه او سوداګریزه برخه کې له ټولو هېوادونو سره ښې، مثبتې او د باور وړ اړیکې ولري؛ له نړۍوالې ټولنې سره د تعامل په برخه کې پرمختګ شوی او یاد حکومت د رسمیت پېژندنې شرایط بشپړ کړي دي.

د بشري مرستو دوام

تېره اونۍ افغانستان ته ۳۲ ميليونه ډالر د بشري مرستو  لپاره رارسېدلي دي. دغه‌راز له افغانستان سره المان د ۵۰ میلیونه یورو بشري مرسته، ډنمارک دوه نیم میلیون ډالر او جاپان په پراختيايي برخو کې ۱۴ میلیون امریکایي ډالر مرسته اعلان کړه.

دغه‌راز، د خوړو نړۍوال پروګرام د افغانستان لپاره د ۱۲۰زره ټنه غنمو پېرل تایید کړل او ملګرو ملتونو له نړۍوال بانک سره په افغانستان کې د نادولتي بنسټونو او مدني ټولنو د وړتیاوو لوړولو لپاره د ۲۰ ميليون ډالرو مرستې تړون لاسليک کړ.

د خبرو له لارې د افغانستان د کشالې پر حل د احمد مسعود ټینګار

د مقاومت جبهې مشر احمد مسعود له «بي‌بي‌سي» سره په مرکه کې ویلي، د افغانستان د کشالې حل خبرې دي، نه جګړه او تاوتریخوالی. ده ټینګار کړی چې که «طالبان» په ‌دې باور نه وي، دوی يې پر وړاندې له درېدو پرته بله چاره نه ‌لري.

مخکني ولسمشر اشرف غني په خپل اختریز پیغام کې د اسلامي نړۍ له علماوو غوښتي چې له «طالبانو» سره استدلال وکړي، اسلامي نړۍ د مثبت مسیر لور ته روانه ده او اړینه ده چې دغه مثبت مسیر له «طالبانو» سره شریک شي او هغوی اساسي اصولو او قواعدو ته متوجه شي.

دا په داسې حال کې ده چې د اسلامي امارت چارواکو تر دې مخکې له نړۍ سره د متقابل درناوي په چوکاټ کې د مثبتو اړیکو پر لرلو ټینګار کړی، ویلي یې دي چې افغانستان د ټولو افغانانو ګډ کور دی، اسلامي امارت د واک انحصار نه غواړي، د افغانستان پرمختګ د دغه هېواد د ټولو خلکو ګډ مسوولیت دی او د نوي حکومت غېږه د ټولو افغانانو پر مخ خلاصه ده.

«د نجونو تړلي ښوونځي دې پرانیستل شي»

د روان کال د وري په لومړیو کې د ښوونځیو ښوونیز کال پیل شو؛ د افغانستان حکومت په هماغه ورځ د نجونو د لېسو او منځنیو ښوونځیو پیلېدل وځنډول او ویې ویل چې په دې اړه پر یوې طرحې کار روان دی او تر بشپړېدو وروسته به یې له مخې دغه ښوونځي پرانیستل شي، خو تر اوسه دا کار نه دی شوی.

وړمه اونۍ په افغانستان کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو د تړل شوو ښوونځیو د پرانیستو په موخه پر خواله رسنیو کمپاين وشو او په ترڅ کې یې له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځیو د پرانیستو غوښتنه وشوه.

پخوانيو ولسمشرانو حامد کرزي او محمداشرف غني په خپلو اختریزو پیغامونو کې، د تېر حکومت د ملي پخلاينې شورا مشر ډاکټر عبداالله د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي د ځانګړي استازي له سیاسي مرستیال او د یوناما سرپرست مارکُس پوتزل سره د ليدنې پر مهال او کابل کې يو شمېر مېرمنو په يوه ناسته کې له حکومته وغوښتل چې له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي پرانیزي.

دغه‌راز، د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا هم له افغان چارواکو وغوښتل چې د افغان ښځو او نجونو بنسټیزو حقونو ته پام وکړي.

همداراز، د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمېشنره میشل بچلیت وایي، افغانستان دې د ښځو د حقونو د ښه کولو لپاره له نورو اسلامي هېوادونو الهام واخلي.

د اقتصاد نړۍوالې مجمع له ‌خوا په نوې درجه بندۍ کې افغانستان د نړۍ د ۱۴۶ هېوادونو په منځ کې د ښځو لپاره تر ټولو ناسم هېواد بلل شوی دی.

د افغانستان رییس‌الوزرا ملا محمدحسن اخوند په خپله اختریزه وینا کې وویل چې حکومت د اسلامي ارزښتونو په چوکاټ کې د بشري حقونو رعایتولو ته ژمن دی.

دغه راز، د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شېرمحمد عباس ستانکزي هم تېره اونۍ، وویل چې دوی د ټولنې د یوې مهمې برخې په توګه ښځې له پامه نه شي غورځولی. د هغه په وینا، ښځې حق لري چې د سیاست او اقتصاد په ګډون د ژوند په هر ډګر کې فعاله ونډه ولري.

«بريتانيايي ځواکونو بندیان او بېوسلې کسان وژلي»

تېره اونۍ بي‌بي‌سي راپور خپور کړ چې د بريتانيا هوايي ځواکونو په افغانستان کې په پرله‌‌پسې ډول د مشکوکو حالاتو پرمهال بنديان او بې‌‌وسلې کسان وژلي دي.

سرچينې ليکلي، د بريتانيا هوايي ځواکونو (اېس اې اېس) یوه پوځي ټولي په افغانستان کې د خپل شپږ میاشتني ماموریت پر مهال ښايي په همداسې غېر قانوني ډول ۵۴ کسان وژلي وي.‌

د بښنې نړۍوال سازمان، په افغانستان کې د بریتانوي ځانګړو ځواکونو له خوا د جنګي جرمونو د تورونو په اړه د راپورونو تر خپرېدو وروسته، د دغو تورونو د فوري څېړنې غوښتنه وکړه.

دغه سازمان د سويلي اسیا څانګې يوه څېړونکي ويلي، د بي بي سي موندنې وحشتناکې دي او په واضح ډول د هغو بریتانوي سرتېرو – چې په افغانستان کې یې فعالیت کاوه – له مجازاتو د معافیت او نه ځواب ویلو ننګونکې کچه ښيي.

Visits: 93

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.