ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

تېره اونۍ په افغانستان کې ١٠ کسان وژل شوي او يو ټپي و

تېره اونۍ په افغانستان کې ١٠ کسان وژل شوي او يو ټپي و

author avatar
23 Jul 2022 - 18:45
تېره اونۍ په افغانستان کې ١٠ کسان وژل شوي او يو ټپي و
author avatar
23 Jul 2022 - 18:45

کابل (پژواک، ۱ زمری ۱۴۰۱): تېره اونۍ په افغانستان کې داسې مهال ١١ کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې چې بېلابېلو سرچینو یو ځل بیا له شپږم ټولګي پورته د نجونو د زده‌کړو د بيا پیل ترڅنګ له نړۍ غوښتي چې له افغان حکومت سره دې رغنده او عملي همکاري ولري.

د تېرې اونۍ مهم خبرونه:

  • پاکستان: نړۍوال دې د افغانستان له سرپرست حکومت سره رغنده او عملي همکاري ولري.
  • ماليزيا: له افغان حکومت او افغانانو سره همکارۍ دوامداره ساتو.
  • د کورنيو چارو سرپرست وزير: امريکا او نړۍ دې د افغانستان کنګل شوې پیسې ازادې کړي.
  • خوستي ځوانان: د امريکا له لوري کنګل شوې پيسې د عام ولس حق دی او د کنګل کېدو پرېکړه يې غېر عادلانه ده.
  • پاکستان: د افغانستان کنګل شوې پیسې دې خوشې، څو هلته بانکي سیسټم فعاله او اقتصادي ستونزې کمې شي.
  • یوناما، پخواني ولسمشر کرزي او د کونړ يو شمېر عالمانو د نجونو لوړو ښوونځيو د پرانیستو غوښتنه وکړه.
  • تېره اونۍ په افغانستان کې لس کسان وژل شوي او يو ټپي شوی دی.

مرګ‌ژوبله

د راپورونو له مخې، تېره اونۍ امنيتي چارواکو ويلي چې په کابل او سمنګانو کې د عملياتو پر مهال د «خوارجو» څلور کسان یي وژلي او درې بهرني غړي یې ژوندي نیولي دي.

ځايي چارواکي وایي، ناپېژاندو وسله‌والو په لغمان کې يو هټۍوال، په پکتيا کې د دارالمعلمين يو استاد، په بلخ د ګذر يو وکيل او په فارياب کې يو ملکي کس وژلي دي.

راپورونه ښيى، په فراه کې د يوې موسسې مسوول او پروان کې د يو بل کس مړي موندل شوي دي.

د پژواک د اونیز راپور له مخې، وړمه اونۍ په هېواد کې ۲۰ کسان وژل شوي وو او اووه نور ټپيان وو.

دا په داسې حال کې ده چې په هېواد کې د تېر کال زمري میاشتې له بدلون مخکې، په جګړو کې هره اونۍ سلګونو کسانو ته مرګ‌‌ژوبله اوښته.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوی یوناما وایي، سره له دې چې په تېرو لسو میاشتو کې په تاوتریخوالي کې د پام وړ کموالی راغلی، خو بیا هم په دې موده کې ۲۰۰۰ ملکي کسانو ته  مرګ‌ژوبله اوښتې او په بېلابېلو برخو کې له بشري حقونو سرغړونې شوې دي.

خو سرپرست حکومت بيا د یوناما دغه راپور ناسم، غېر دقیق او د غلطو معلوماتو پر بنسټ بولي.

د دې ترڅنګ، په خوست ولایت کې يو شمېر ځوانانو بيا د يوه لاریون پر مهال د بشري حقونو له نړۍوالې ادارې غوښتي چې په افغانستان کې د نړۍ زبرځواکو هېوادونو له خوا ترسره شوي جنګي جرمونه وڅېړي او مجرمين دې د محکمې مېز ته راکش کړي.

له افغانستان سره د نړۍ تعامل

دا چې د تېرې زمري مياشتې تر بدلون وروسته په افغانستان کې نوی سرپرست حکومت رامنځته شوی، تر اوسه کوم هېواد دغه حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی، خو د دغه حکومت او نړۍ ترمنځ یو ډول تعامل شته دی.

د راپورونو له مخې، تېره اونۍ د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت مرستیال سهیل محمود په اسلام‌اباد کې د افغانستان لپاره د چین ځانګړي استازي یوشای یونګ سره په ليدنه کې ویلي، نړۍوال دې د افغانستان له سرپرست حکومت سره رغنده او عملي همکارۍ ولري.

سرچينې په ډاګه کړې چې هېواد یې یو سوله‌‌ییز، باثباته او پرمختللی افغانستان غواړي.

تېره اونۍ، د افغانستان لپاره د ماليزيا د بهرنيو چارو وزارت ځانګړي استازي، د افغانستان د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر سره په لیدنه کې ویلي، هېواد یې د افغانستان له سرپرست حکومت او افغانانو سره همکارۍ دوامداره ساتي.

تېره اونۍ، د پاکستان د سوداګرۍ وزارت يو پلاوی هم کابل ته راغلی و. چارواکي وايي، د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګرۍ د پياوړتيا او اسانتيا رامنځته کېدو، ترانزیټ، حمل او نقل او د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي اړيکو د ټینګښت په تړاو خبرې وشوې.

دغه‌راز، د کورنیو چارو سرپرست وزیر وايي، افغانستان د نړۍ هېڅ هېواد ته ګواښ نه دى، له نړۍ سره د دوه اړخيزو مثبتو اړيکو پاللو وړتیا لري او نړۍ دې اسلامي امارت په رسمیت وپېژني.

دا په داسې حال کې ده چې تېره اونۍ، د امریکا ولسمشر جو بایډن او د سعودي عربستان ولیعهد محمد بن سلمان په ګډه اعلامیه کې افغانستان کې د «ترهګرو» پر وړاندې د مبارزې پر اړتیا، د امنیت پر ټینګښت، د بشري مرستو پر دوام او له حقونو د ښځو او نجونو پر برخمن کېدو ټینګار کړی دی.

د کنګل شوو پېسو د خلاصون غوښتنه

تېره اونۍ، يو شمېر خوستي ځوانانو د يوه لاريون پر مهال وویل، د امريکا له لوري کنګل شوې پيسې د عام ولس حق دی او د کنګل کېدو پرېکړه يې ناعادلانه ده.

دغه‌راز، د افغانستان د کورنيو چارو سرپرست وزير له نړۍوالې ټولنې په ځانګړي ډول د امريکا متحده ايالتونو غوښتي چې د افغانستان کنګل شوې پیسې دې ازادې کړي، ځکه دغه پيسې د چا شخصي نه بلکې د افغانستان د ټول ملت حق دی.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت غوښتنه کړې چې د افغانستان کنګل شوې پیسې دې خوشې شي، څو هلته بانکي سیسټم فعاله او اقتصادي ستونزې کمې شي.

دا په داسې حال کې ده چې تېره اونۍ د سپينې ماڼۍ وياند ويلي و چې تراوسه د افغانستان هغو کنګل شوو پېسو د خلاصون هېڅ برنامه نه لري، کومې چې د نړۍ په يو شمېر بانکونو کې دي.

«د نجونو تړلي ښوونځي دې پرانیستل شي»

د روان کال د وري په لومړیو کې د ښوونځیو ښوونیز کال پیل شو؛ د افغانستان حکومت په هماغه ورځ د نجونو د لېسو او منځنیو ښوونځیو پیلېدل وځنډول او ویې ویل چې په دې اړه پر یوې طرحې کار روان دی او تر بشپړېدو وروسته به یې له مخې دغه ښوونځي پرانیستل شي، خو تر اوسه دا کار نه دی شوی.

تېره اونۍ، د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړي استازي او په افغانستان کې د یوناما سرپرست مارکس پوتزل په ننګرهار کې چارواکو سره د ليدنې پرمهال د خپلو مرستو پر دوام د ټینګار کړى او ترڅنګ يې د نجونو ښوونځيو د پرانیستو غوښتنه کړې ده.

دغه‌راز د یوناما د بشري حقونو د څانګې مشر فیونا فرازر وایي، دوی له اسلامي امارت سره په اړیکه کې دي څو د نجونو د ښوونځیو دروازې پرانیزي.

د راپورونو له مخې، پخواني ولسمشر حامد کرزي او د کونړ ولايت يو شمېر ديني عالمانو هم د افغانستان له سرپرست حکومته غوښتي چې له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي پرانیزي.

Visits: 46

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.