[restrict paid="true"]
کابل (پژواک، ۱۷ چنګاښ ۱۴۰۱): د راپورونو له مخې، د جاپان پخواني لومړي وزیر شینزو ابي چې نن د دغه هېواد په «نارا» ښار کې په وسلهوال بريد کې ټپي شوی و، په روغتون کې ساه ورکړې ده.
ځینو رسنیو د جاپان د کابينې د عمومي منشي هیروکازو ماتسونو له قوله ليکلي چې پر شنیزو ابي نن (د چنګاښ ۱۷مه) په ځايي وخت نږدې یوولس نیمې بجې په نارا ښار کې ډزې وشوې.
هغه لومړی سخت پټي و خو وروسته یې په روغتون کې ساه ورکړې ده.
راپورونه وايي چې د دغه برید په تړاو یو مشکوک کس نیول شوی دی.
شینزو ابي لومړی ځل د یوه کال لپاره په ۲۰۰۶ کال کې د جاپان لومړی وزیر وټاکل شو او بیا له ۲۰۱۲ څخه تر ۲۰۲۰ کال پورې د دغه لومړی وزیر و.
هغه د جاپان په تاریخ کې تر ټولو ډېره موده د لومړي وزیر په توګه پاتې شوی خو وروسته یې د روغتیايي ستونزو له امله استعفا کړې وه.
[/restrict]