د افغانستان حکومت وایي، پلاوي یې په تهران کې له محمد اسماعیل خان او احمد مسعود سره کتلي او ډاډ یې ورکړی چې کولای شي له کومې اندېښنې پرته هېواد ته راستانه شي.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت وایي، ایران چمتو دی چې له افغانستان سره د هند بشري مرستې د دغه هېواد له لارې افغانستان ته ولېږدول شي او په دې برخه کې همکاري وکړي.