ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

تېره اوونۍ په افغانستان کې د مرګ ژوبلې کچه تر بل هر وخت ټيټه وه

تېره اوونۍ په افغانستان کې د مرګ ژوبلې کچه تر بل هر وخت ټيټه وه

author avatar
4 Dec 2021 - 17:31
تېره اوونۍ په افغانستان کې د مرګ ژوبلې کچه تر بل هر وخت ټيټه وه
author avatar
4 Dec 2021 - 17:31

کابل (پژواک، ۱۳ ليندۍ  ۱۴۰۰): تېره اوونۍ د افغانستان د ناسم اقتصادي وضعیت سمون ته د نړیوالو پام اوښتی و او هېواد کې د مرګ ژوبلې شمېر هم تر ټولو ټیټې کچې (پنځو تنو) ته راولوېد.

د اوونۍ مهم خبرونه:

  • دوحه کې د کابل او واشنګتن تر منځ خبرې پیل شوې.
  • د سعودي عربستان ۱۴ کسیزې دیپلوماټیکې ډلې کابل کې قونسلي چارې پیل کړې.
  • نړیوال بانک هڅې کوي له افغانستان سره ۵۰۰ ميليون ډالره کنګل شوې مرسته، مرستندويه ادارو ته ورکړل شي.
  • نړیوال بانک، د افغانستان له کنګل شوې پانګې ۲۸۰ میلیون ډالر «ډبلیو ایف پي» او «یونیسف» ته ورکوي.
  • روسیه: د افغانستان پانګه دې له کنګل حالت نه ووځي.
  • یوناما د افغانستان بانک ته ۱۶ میلیون ډالر ورکړل.
  • وثیق: اماراتو کې پر پخواني ولسمشر(غني) او ځينو سياسیونو د سياسي فعالیت بندیز ولګېد.
  • تېره اوونۍ ټول هېواد کې څلور تنه وژل شوي او یو ټپی دی.

بریدونه او د ملکي وګړو مرګ ژوبله:

د راپورونو له مخې، له تېرې وږي میاشتې مخکې – هغه مهال چې هېواد کې سختې جګړې روانې وې- هره ورځ ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اوښته، خو وروسته له هغه چې پخوانی حکومت له منځه ولاړ او نوی سرپرست حکومت اعلان شو، جګړې ودرېدې.

د روان کال د زمري له ۲۴مې راهیسې درې خونړي بریدونه شوي چې ټولټال ۵۶۱ کسانو ته په کې مرګ ژوبله اوښتې. د دغو درېیو بریدونو مسوولیت داعش پر غاړه اخستی دی. له دغو بریدونو یو په کابل، یو په کندوز او بل په کندهار کې شوي دي.

خو په څه باندې تېرو درېیو میاتشو کې له یادو درېیو بریدونو پرته، هره اوونۍ په بېلابېلو پېښو کې په منځنۍ کچه شاوخوا ۲۶ کسان وژل شوي یا ټپیان دي.

په تېرو درېېو میاشتو کې دوه ځلې، هره اوونۍ مرګ ژوبله نهو کسانو ته راولوېده، خو تېره اوونۍ بیا دغه کچه پنځو تنو ته راټیټه شوه.

د راپورونو له مخې، تېره اوونۍ د هېواد په کچه په بېلابېلو پېښو کې څلور ملکي وګړي وژل شوي او يو بل ټپي دی.

د راپورونو له مخې، د کونړ ولايت په خاص کونړ ولسوالۍ کې د تېر حکومت يو قاضي او د پکتيا په ځاځي اريوب ولسوالۍ کې د تېر حکومت يو پوليس وژل شوی او د کابل ښار کې چاودنې د يو ماشوم په ګډون څلور تنه ټپيان کړي دي.

د يادو بريدونواو چاودنو مسوولیت چا پر غاړه نه دی اخيستی.

دغه راز، د کابل ښار اتلسمي امنیتي حوزې اړوند سیمه کې یوتن خپله مېرمن وژلې او د هلمند د مرکز لښکرګاه په لومړۍ امنیتي حوزه کې يو تن وژل شوی دی.

چارواکي وايي، د یادې مېرمنې د وژنې په تور يې خاوند نيول شوی او د هلمند د پېښې په اړه بيا ځايي چارواکو د لښکرګاه د لومړۍ حوزې څلور کسان نیولي او وايي چې که قتل ورباندې ثابت شي نو د شریعت له حکم سره سمه سزا به ورکړل شي.

د راپورونو له مخې، وړمه اوونۍ د هېواد په کچه په بېلابېلو پېښو کې۱۶ ملکي وګړي وژل شوي او ۴ نور ټپیان دي.

په دوحه کې خبرې

د تېرې اوونۍ یو له مهمو مسایلو دا و چې کابل او واشنګټن په دوحه کې خبرې پیل کړې. دغه خبرې د لیندۍ په اتمه او نهمه تر سره شوې او د خبرو پر مهال وپتیل شوه چې دغه لړۍ روانه وساتي.

په دغو خبرو کې کومه ځانګړې پرېکړه نه ده شوې. افغان چارواکو دغه خبرې مثبتې ارزولې دي.

د افغانستان بهرنيو چارو سرپرست وزير مولوي امیرخان متقي د افغانستان لپاره د شپاړسو هېوادونو له «نوماند سفيرانو او استازو» سره په دوحه کې په امنيتي، بشري، اقتصادي، سياسي او صحي موضوعاتو خبرې وکړې او د اروپایي ټولنې له استازو سره یې هم دوه ورځنۍ ناسته لرله. اروپايي ټولنې افغانستان کې د ټولګډونه حکومت پر جوړښت ټینګار کړی.

افغان پلاوي د يادې ټولنې استازو ته ویلي چې له افغانستان سره د فشار اچولو پر ځای د همکارۍ لار غوره کړي.

د سفارتونو پرانیستل او له افغانستان سره سیاسي تعامل 

تېره اوونۍ د افغانستان له سرپرست حکومت سره د سیاسي تعامل په برخه کې هم پرمختګونه شوي دي.

په افغانستان کې د سعودي عربستان سفارت ۱۴ کسیزه دیپلوماټیکه ډله کابل ته راغلې او په خپل سفارت کې یې افغانانو ته قونسلي خدمات پیل کړي. ځینو عربي رسنیو ويلي کابل کې به د سعودي سفارت ډېر ژر بېرته پرانيستل شي.

هندي رسنيو راپور ورکړی چې د دغه هېواد چارواکي په کابل کې د خپل سفارت د بيا پرانېستلو پر لارو چارو غور کوي.

د روان کال د لړم په ۲۹ مه متحده عربي اماراتو په پلازمېنه کابل کې خپل سفارت بیا پرانيست، جاپان او جرمني هېوادونو او اروپایي ټولنې ویلي چې د افغانستان وضعیت څېړي او وروسته له هغه به خپل سفارتونه او دفتر په کابل کې پرانیزي.

دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو یوې ځانګړې کمېټې تېره اوونۍ پرېکړه کړې چې په عمومي اسمبلۍ کې دې د افغانستان څوکۍ د اوس لپاره د افغانستان سرپرست حکومت ته نه ورکول کېږي. خو سهیل شاهین دغه اقدام بې انصافي بللی، هیله یې څرګنده کړې چې نږدې راتلونکي کې په ملګرو ملتونو کې دا حق د افغانستان د حکومت استازي ته وسپارل شي.

نړیوالو پام د افغانستان د اقتصادي وضعیت سمون ته اړولی

وروسته له هغه چې د امریکا متحده ایالتونو د افغانستان نږدې لس میلیارده پانګه کنګل کړه او پر افغانستان یو لړ نور بندیزونه هم ولګول شول، افغانستان له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ شو، خو اوس نړیوالې ټولنې د دغه ناسم اقتصادي وضعیت ښه کېدو ته پام اړولی.

نړيوال بانک د داسې يوې طرحې د جوړولو په وروستي پړاو کې دی، چې له مخې به يې له افغانستان سره پنځه سوه ميليون امریکایي ډالره کنګل شوې مرسته، د مرستندويه ادارو په واک کې ورکړل شي.

نړیوال بانک تایید کړې، په دې غور کوي چې د افغانستان د بیارغونې صندوق پیسې په دې هېواد کې د بشري مرستو لپاره د ملګرو ملتونو بنسټونو ته ورکړي.

دغه راز، نړیوال بانک په افغانستان کې د بشري بحران مخنیوي لپاره د خوړو نړیوال پروګرام او د ماشومانو ملاتړ لپاره د ملګرو ملتونو صندوق (یونېسف) ته د افغانستان له کنګل شوې شتمنۍ ۲۸۰ میلیون ډالر ورکوي.

 

روسيې له افغانانو سره مرستې اړینې بللې او له لوېديځو بانکونو یې غوښتنه کړې چې د بشري اړتياوو د پوره کولو په موخه د افغانستان کنګل شوې پانګه ازاده کړي.

د خبرونو له مخې، په افغانستان کي د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ (یوناما) له خوا د افغانستان بانک ته د بشري مرستو لپاره ۱۶ میليونه ډالر ورکړل شوي، جنوبي کرویا له افغانستان سره د ۳۲ ميلیون ډالرو بشري مرستې اعلان کړی او د اقتصادي همکاریو سازمان (ایکو) غړو هېوادونو ویلي چې افغانستان کې د اقتصادي ناورین د مخنیوي لپاره دې له دغه هېواد سره مرستې وشي.

ترکیې هم تېره اوونۍ وویل چې پانګوال يې افغانستان کې پانګونې ته لېواله دي او یو شمېر به یې ډېر ژر افغانستان ته سفر وکړي.

پر مخکني ولسمشر او ځينو سياسیونو د سياسي فعالیت بندیز

د افغانستان د سرپرست حکومت مرستیال ویاند احمدالله وثیق وایي، متحده عربي اماراتو د مخکني ولسمشر غني په ګډون د تېر حکومت پر هغو لوړپوړو چارواکو د سیاسي فعالیت بندیز لګولی چې دا مهال په اماراتو کې اوسېږي.

ده لیکلي چې په دغه محدودیت کې اشرف غني، د بلخ پخوانی والي عطا محمد نور او د افغانستان د ملي امنیت شورا پخوانی سلاکار حمدالله محب هم شامل دي. دغو کسانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

 

Visits: 1069

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.